د امریکې د کانګرس د استازو اېوان ریپبلکن غړي وایي په اوکراین کې د روس جګړې په اړه یې بحثونه پيل کړي او غواړي د منتخب صدر ډانلډ ټرمپ هغه ژمنه پوره شي چې د انتخاباتي غونډو پر مهال یې د دې جګړې د ختمولو په هکله کړې وه.
د استازو اېوان غړیو د وي او اې اوکرایني څانګې ته ویلي، دوی هیله من دي چې کېدای شي ټرمپ د خپل صدارت په وخت دا هدف تر لاسه کړي.
د فلورېډا ایالت ریپبلکن استازي مایک والټز- چې ټرمپ د ملي امنیت د سلاکار په توګه نومولی- وي او اې ته وویل:
"[منتخب] صدر په دې هکله ښکاره ویلي چې غواړي دواړه اړخونه [اوکراین او روس] د خبرو مېز ته راولي او د جګړې اوږدولو ته نه بلکې ختمولو ته یې توجه ده".
والټز نور تفصیل ور نه کړ او وایي ټرمپ د چارشنبې- شورو په ورځ د ګوند د کانګرس د مشرانوغونډې ته په وینا کې د اوکراین او روس جګړې ته اشاره نه ده کړې خو وایي د دې جګړې په اړه "څنګ ته" بحثونه روان دي.
ټرمپ په انتخابي کمپېنونو کې څو ځله ویلي وو چې په اوکراین کې د روس جګړه به په یوه ورځ کې پای ته رسوي او دا دعوه یې هم کړې وه چې که دی په سپینه ماڼۍ کې وای پوټین پر اوکراین "یرغل" نه کاوه.
ډانلډ ټرمپ د جولای په میاشت کې د اوکراین له صدر ولادیمیر زلنسکي سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي وو، که پر دویم ځل د امریکې د صدر په توګه وټاکل شي، د روس او اوکراین تر منځ جګړه به پای ته ورسوي.
ټرمپ په اوکراین کې د روس له یرغل پیلېدو راهیسې څو ځله د دې جګړې د ختمولو خبرې کړې دي خو د کیف او ماسکو تر منځ د سولې لپاره یې خپله پالیسي نه ده په ډاګه کړې.
د امریکې د استازو اېوان د پوځي خدمتونو د کمېټۍ مشر مایک روجرز د اوکراین او روس تر منځ په ډزبندۍ کولو کې د ټرمپ د وړتیا په اړه په زغرده وي او اې ته وویل:
"زه هیله لرم صدر [ټرمپ] به د کال تر ختمېدو مخکې د ډزبندۍ خبرې اترې پیل کړي".
وي او اې له ښاغلي روجرز څخه وپوښتل چې امریکا به څنګه روس وهڅوي چې وسلې پر مځکه کښېښږدي، هغه یې په جواب کې وویل، "زه یوه لاره لرم خو نه غواړم خبرې ورباندې وکړم".
امریکايي رسنیو ویلي ټرمپ تېره اوونۍ د روس له صدر ولادیمیر پوټین سره په ټیلیفون خبرې کړې او ټینګار یې ورباندې کړی چې جګړه دې نه زیاتوي، دا خبر لومړی واشنګټن پوست خپور کړی وو خو کریملین رد کړې چې ګواکې دوی په ټیلیفون خبرې کړې دي.
که څه هم ټرمپ له اوکراین سره د امریکې د پوځي مرستو خلاف دی خو د استازو اېوان د بهرنیو چارو د کمېټۍ مشر او له کیف سره د واشنګټن د پوځي مرستو کلک ملاتړي ریپبلکن مایکل مکال وي او اې ته وویل:
"ټرمپ په یورپ کې [د امریکې] ډېره قوي پوځي موجودګي غواړي چې د مخنیوي د تګلارې یوه برخه ده او دا به اخر موږ د خبرو اترو پړاو ته ورسوي".
روس او اوکراین دا مهال د اوکراین په ختیځ کې په سخته جګړه کې ښکېل دي، امریکا به څنګه وکړی شي د خبرو اترو مېز ته د راوستلو لپاره په روس باندې فشار واچوي، ریپبلکن استازي او د استازو اېوان د تخصیصاتو د کمېټۍ مشر ټام کول یې په جواب کې وویل، "زه فکر کوم دوی باید قانع کړل شي چې څه د دوی په ګټه دي".
کول وویل د ده په نظر جګړه د روس لپاره یو ناورین دی، وایي جګړې سویډن او فینلېنډ له نېټو سره یو ځای کېدو ته اړ کړل.
کول وویل په استازو اېوان کې د روس او اوکران د جګړې په اړه خبرې لا تر اوسه کومې حتمې منصوبې ته نه دي رسېدلي، خو وي او اې ته یې ویل:
"زه فکر کوم صدر ټرمپ کولای شي دغه جګړه- چې په یورپ کې له 1945م کال وروسته تر ټولو بده جګړه ده- په چټکۍ ختمه کړي".
صدر پوټین ډانالډ ټرمپ ته د ټاکنو د بریا مبارکي ورکړې وه او دا یې هم ویلي وو چې غواړي له "زړور" ټرمپ سره خبرې وکړي.
روس د 2022 کال په فرورۍ کې پر اوکراین یرغل وکړ، چې امریکا او متحدینو یې دا برید په کلکه غندلی وو او له هغه راهیسې د روس په ضد دفاعي جګړې کې د اوکراین ملاتړ کوي او په دې ترڅ کې یې په روس باندې بندیزونه هم لګولي دي.