په یوکراېن یرغل د روس اقتصادي ستونزې او په نړیواله کچه ګراني زیاته کړې 

د امریکې د سرمایه کارۍ لویو ادارو خبرداری کړی چې د سختو نړیوال اقتصادي بندیزونو له وجې د نړۍ یوولسم اقتصادي طاقت، روس په اقتصادي مېدان کې د ۱۹۹۸ په رنګ بد اقتصادي حالاتو سره مخامخ کېدی شي

په یوکراېن د روسي حملې په ځواب کې د نړیوال اقتصادي بندیزونو له کبله روس د سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوی او په نړیواله کچه د زیاتې ګرانۍ،‌ کمې اقتصادې ودې او کاروباري بازارونو کې د غېر یقیني حالاتو ویرې زیاتې شوي.

د امریکې د سرمایه کارۍ لویو ادارو خبرداری کړی چې د سختو نړیوال اقتصادي بندیزونو له وجې د نړۍ یوولسم اقتصادي طاقت، روس په اقتصادي مېدان کې د ۱۹۹۸ په رنګ بد اقتصادي حالاتو سره مخامخ کېدی شي.

د امریکې جی پي مورګن چېز بېنک د جمعې په ورځ‌ خپور کړي رپورټ‌ کې وویل امکان ویني چې د روس مجموعي کورنی پېداوار یا جي- ډي – پي به روان کال ‌اووه فیصده په ښکته ځي. د امریکې یو بل لوي بېنک ګولډمن ساکس ګروپ هم په خپل تازه رپورټ‌ کې دغه رنګ پېش بیني کړې. د امریکې بلومبرګ ادارې سږ کال د روس جي- ډي – پي نهه فیصده پریوتو پېش بیني کړې. په کال ۱۹۹۸کې د روس د قرضو بحران په وخت ددغه ملک جي- ډي – پي ۵.۳ فیصده کمه شوې وه.

په یوکراېن د حملې وروسته نړۍ په روس تجارتي،‌ اقتصادي او سفارتي بندیزونه لګولي،‌ ددغه هېواد د مرکزي بېنک ذخېرې یې بندې کړي او د پېسو لېګلو نړیوال بېنکي نظام SWIFT ته یې د یو شمېر روسي بېنکونو لاس رسي ودرولې.

روس د نړیوال بندیزونو اثر نه خپل اقتصاد محفوظ ساتلو لپاره په ملک کې د نقدو پېسو کنټرول کولو او د سود شرح یو په دوه زیاتولو ترڅنګ یو شمېر بېړني ګامونه اخستي کوم چې به د روس اقتصادي ودې ته زیان ورسوي.

د نړۍ لوي اقتصادي‌ ملکونه د روس سره د نورو ملکونو په نسبت کم تجارتي‌ تعلق لري. د ایسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ترمخه امریکا د روس سره د خپل نړیوال تجارت د یو فیصد نیمه برخه تجارت کوي او چین د روس سره د خپل نړیوال تجارت ۲.۴ فیصد تجارتي برخه لري.‌

د آکسفورډ اکنامکس نومې اقتصادي‌ څېړنیزه اداره کې اقتصاد پوهه اېډم سلېټر وايي‌ د یوکراېن د جنګ له کبله روان کال ددغه دواړه ملکونو مجموعي‌ کورنی پېداوار صرف 0.2 فیصد پریوتی شي خو روس د تېلو،‌ قدرتي ګېس او یو شمېر خوراکي سامانونو پېدا کوونکې مهم ملک دی چې له کبله به یې د نړۍ اقتصاد ته زیان رسي.

یورپي ملکونه د روس په قدرتي‌ تېلو خواو شا ۴۰ فیصده او او ددغه هېواد په تېلو باندې ۲۵ فیصده انحصار لري او د یوکراېن جنګ له کبله په یورپي ملکونو کې د ګرانۍ نور هم زیاتېدو امکان دی.

د نړیوال بېنک صدر ډېوډ مالپس برطانوي خبري ادارې بي بي سي سره په یو مرکه کې وېلي د یوکراېن جګړه د نړۍ لپاره لویه تباهي ده کوم چې به د خلکو د وژنو سره سره د نړۍ اقتصادي‌ وده راکمه کړي.

نوموړي‌ وېلي د یوکراېن جګړې د روس او یوکراېن د سرحدونو نه وراخوا په ټوله نړۍ کې خلک اغېزمند کړي او په خصوصي توګه د تېلو او ګېس بېعې په بره تلي چې له کبله یې ترټولو زیات غریب خلک متاثره شوي. په یوکراېن د روس د حملې وړاندې هم نړۍ د ګرانۍ، د تېلو بېعو زیاتوالي او د طلب او رسد په منځ‌ کې د زیات فرق د ستونزو سره مخ وه چې د یوکراېن جګړې له وجې لا نورې زیاتې شوي.