جنگونه مه جوړوئ: ملاله یوسفزۍ

د سولې لپاره د نوبل گټونکې ملالې یوسفزۍ د پاکستان او هندوستان په مشرانو غږ کړی دی چې د خبرو اترو د لارې دې تاو تریخوالی ختم کړي.

ملاله، "جنگونه مه جوړوۍ" هیش ټیگ لاندې په یو ټویټ کې ليکلي دي چې هغه د امن د جایزې گټونکې، د ملگرو ملتونو د امن پیامبرې، د ېوې پاکستانۍ او د یوې زدکونکې په توگه د هندوستان او د پاکستان د خلقو په حقله فکرمنده ده.

هغه ليکي:

"زه د پاکستان وزبراعظم عمران خان او د هندوستان وزیراعظم نرېندرا مودي ته وایم چې په دې مشکل وخت کې د ریښتوني مشرانو په توگه کینئ، لاسونه سره ورکړئ، او د اوږدې مودې راهسې روانې د کشمیرد لانجې حل د خبرو اترو د لارې را اوباسئ".

نن په 27 فبرورۍ پاکستان ويلي دي دوه هندي جنگي جهازونه یې رانسکور کړي دي او یو پایلټ یې ژوندې نیولی دی.

پرون هند دعوا کړې وه د پاکستان په خاوره یې د دښمن مرکزونه تباه کړي دي.

د رایټرز خبري ادارې د خبر تر مخه دواړو ایټمي طاقت لرونکو هېوادونو خپلو هوايي ځواکونو ته د حملو امر کړی دی او په پوله د یو شمېر سیمو څخه په یو بل وړې حملې شوي دي.

په 14 فبرورۍ د هند د ولقې لاندې کشمير په پلوامه سيمه کې په هندي ځواک یو وسله وال گوند بريد کړی وو چې پکې 40 عسکر وژل شوي وو. په پاکستان کې میشت جېش محمد د بريد زمه واري منلې وه. د هند وزیراعظم نريندرا مودي ددغه بريد وروسته پاکستان ته د سخت ځواب دړکه کړې وه.

په کشمير کې د پاکستان او هند تر منځ د تازه جگړې سره سم په ټولنيزو رسنیو هم تاوده بحثونه روان شوي دي او که یو خوا ځيني خلق د یوبل ملکونو ته بد رد وايي او جگړې ته پتونونه وهي نو بلې خوا گڼ شمېر داسې هم دي چې وايي جنگونه مه جوړوئ.

د ملاله یوسفزۍ نه علاوه د جنگونه مه جوړوئ په هیش ټیگ سره یو شمیر نورو نړیوالو شخصیتونو هم ټویټونه کړي دي.

د عورت اذادي مارچ اسلام اباد د نامې لاندې یو ټویټر هینډل کې پښتنې فعالې عصمت شاجهان او نورو میرمنو په لاسونو کې د جنگ خلاف کتبې پورته کړي دي. عصمت شاجهان په خپل پیغام کې د هندوستان میرمنو ته هم ويلي دي راځئ چې په گډه غږ وکړو، "جنگونه مه جوړوئ"

په کنیډا کې میشت یو تن زیشان پرویز چې ځان یې د ډایریکټر او موسیقار په توگه معارفي کړی دی په خپل ټویټر د جنگونه مه جوړئ یوه لویه کتبه ورکړی ده او ليکي:

"دمستقبل د نسلونو په خاطر دا عکس ټولو ته ورښایم چې ووایي ،جنگونه مه جوړوئ"