مطبوعات: جسټس فایزعیسا د سپریم کورټ په هغه بېنچ اعتراض کړی چې د عدم اعتماد په اړه د خواستونو اورونه به کوي

جسټس فایزعیسا

د سپریم کورټ د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې پېنځه کسيزه بينچ به د زیارت، پنجشنبې، د ورځ نه د واکمن تحريک انصاف ګوند د مرورو پارليماني غړو د اهلييت په اړه د صدارتي ريفرنس او د سياسي ګوندونو ترمنځ د ممکنه تصادم د مخنيوي په هکله د سپريم کورټ بار د خواست اورونه پيل کوي خو د سپريم کورټ جج قاضي فايز عيسا د دغه بېنچ په اړه قانوني اعترضونه راپورته کړى دي او ویلي یې دي چې د بينچ په جوړښت کې په مبینه ډول د ضابطو خلاف ورزي شوي ده.

د مطبوعاتي رپوټونو ترمخه د جسټس عمر عطا بنديال په نوم ليکل شوي خط کې قاضي فایز عيسا ویلي د صدارتي قضيي په سر دا وخت د ټول اولس سترګى سپريم کورټ لورې ته دي.

فايز عيسى دريځ خپل کړى چې صدارتي ريفرنس د سپريم کورټ مشاورتي اختيار او د سپريم کورټ بار خواست د ملکي دستور ١٨٤ مادى د لاندى راځي نو سپريم کورټ بيا څنګه دغه دوه بيله بيلې مقدمې په يو ځای اوريدلى شي؟

په صدارتي ريفرنس کې مرکز کې واکمن تحريک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ د خپلو مرورو غړو د اهلييت او د دوي په خپلو څوکو باندى پاتې کيدو د معياد سره تړلي د ملکي دستور ١٦٣ مادى د تشريح غوښتنه شوى ده

د وکيلانو تنظيم سپريم کوټ بار د خپل خواست د لارې د وزير اعظم عمران خان په ضد د بې باورى تحريک په سر د مرکزي حکومت او مخالفو ډلو لخوا اسلام اباد کې د پارليمان ودانۍ مخې ته د جلسو د اعلان له امله ممکنه تصادم مخنيوي لپاره سپريم کورټ ته د خپل کردار لوبولو خواست شوى دى او ټاکل شوي ده چې د عدالت پېنځه کسيزه بينچ به د زيارت، پنجشنبېو په ورځ د دواړو مقدمو په یو ځای د اورونه شروع کوي.

مطبوعاتي رپوټونه زياتوي فایز عيسا په خپل خط کې دا دريځ هم خپل کړى چې پخواني چيف جسټس لخوا ټاکلى شوى ضابطو د لاندى د دستوري قضييو اوريدنه به په سينٸير يا لوړ پورو قاضيانو مشتمل بينچ کوي خو د فایز عيسى په خبره د دې په پرتله پينځه کسيزه بېنچ کې په څلورم، اتم او دیارلسمه درجه جونير ججان شامل دي.

د قانون پخوانى وزير او د ملکي دستور ماهر افتخار حسين ګيلاني د فايز عيسا اعتراضونه جایز بولي او وايي دى سره د بېنچ حيثيت مشکوک شوی دی.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل د پېنځو او یا په شپږو ججانو مشتمل بېنچ باندى اکثر دا اعتراض کېږي چې په دې کې د يو يا بل فریق سره همدرد قاضيان اخیستل شوي وي نو ښاغلی ګیلاني ګڼي چې دستوري خواستونو اورېدلو لپاره دې فل کورټ بېنچ جوړکړى شې.

د جسټس فایز عیسا په خط د سپريم کورټ د رجسټرار څه غبرګون مخى ته نه دى راغلی خو تېر کال سپريم کورټ د فایز عېسا او د هغه د کورنۍ په ضد دا صدراتي ریفرنس رد کړی و چې هغه په لندن کې خفیه اثاثې لري. په دغه بېنچ کې د سپريم کورټ مشرجسټس عمر عطا بنديال د فايز عيسى په ضد فيصله ورکړې وه.