د سپریم کورټ مشر جج وايي د عدم اعتماد په تحریک به څوک د رای ورکولو نه نه پاتې کېږي

د سپريم کورټ پينځ کسيزه بينچ دوزيراعظم عمران خان په ضد د بې باورى تحريک په سر د صدارتي ريفرنس او د سپريم کورټ بار د خواست اورونه شروع کړې ده او مشر د سپریم کورټ مشر جج یا قاضي عمر عطا بنديال وايي د عدم اعتماد په تحريک د ووټونوعمل به سر ته رسي او څوک به د خپلى رای د اظهار نه محرومه نه پاتې کيږي.

د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چوهدري ویلي دا د سپيکر اختيار دى چې د واکمن تحريک انصاف ګوند مرور غړي بې باورۍ تحريک کې ووټ ورکولو ته پريږدي او که نا؟

د حکومت مخالفو ګوندونو غوښتلي چې سپيکر دې د عدم اعتماد تحریک د جمعې په ورځ د اسمبلۍ کېدونکي غونډه کې پېش کړي.

د واکمن تحريک انصاف ګوند مرور پارليماني غړو د اهلييت سره تړلى د صدارتي رېفرېرنس د اوريدنې په وخت اټارني جنرل یا د حکومت وکیل دريځ خپل کړى و چې د ګوند په ټکټ متتخب غړي که د خپل ګوند د تګلارې سره اتفاق نه لري نو پکار ده چې د خپلى چوکى نه استعفا ورکړي.

په دې موقع چيف جسټس عمر عطا بنديال وويل څوک د ووټ د ورکولو حق نه محرومه ساتل به ناوړه عمل وي.

د سپریم کورټ مشر جج دغه خبره په داسې حال کې کړې ده چې د واکمن تحريک انصاف د لس نه زيات غړي د خپل قيادت نه د مرورتيا پخلى کوي او مرکزي حکومت دغه غړي د وزير اعظم په ضد بى باورى تحريک کې د ووټ اچوولو نه منع کولو لپاره سپريم کورټ څخه صدارتي ريفرينس دلارى د دوي د ووټ قانوني حيثييت سره تړلى د دستور ٦٣ A مادې د تشريح غوښتنه کړې ده.

د اطلاعات مرکزي وزير فواد چودهري د سپريم کورټ په ودانۍ کې ميډيا سره د خبرو په وخت تکرار کړى د اسپيکر اختيار دى چې د تحريک انصاف مرور غړي ووټ اچولو ته پريږدي او که نا؟

دې ته غبرګون کې د حکومت مخالف ګوند مسلم ليګ نواز ګوند وياندې مريم اورنګزيب ویلي حکومت او اسپيکر د بې باورۍ تحريک د ناکامى لپاره د ملکي دستور په ضد ګامونه پورته کوي.

په اسلام اباد کې ميډيا سره د خبرو په وخت مريم اورنګزيب ټینګار وکړو چې د جمعې په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه کې د بې باورۍ تحريک او په دې د ووټونو عمل دې په ټاکل شوي وخت کې سرته ورسوول شي.

د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې پېنځه کسيزه بينچ د بي باورى تحريک په ترڅ کې د حکومت او مخالفو ګوندونو آسلام اباد کې احتجاجي جلسو په سر د وکيلانو تنظيم سپريم کوټ بار د خواست اورونه هم وکړه.

سپریم کورټ په دې اړه څلور واړه صوبايي حکومتونه هم فريق جوړ کړي دي او اړونده حکومتې څارنوالانو ته یې نوټسى جاري کړي دي.

اعلا عدالت به د جمعى په ورځ د بې باورۍ تحريک په سر د مقدمې اورونه بيا کوي.