سرحد چېمبر: په بجټ کې د خېبرپښتونخوا صنعت ته پاملرنه نه ده شوې

د پيښور سرحد چېمبر اف کامرس او انډسټري چارواکو د مرکزي حکومت د لوري په وړاندې کړل شوی بجټ نيوکې کړي او ويلي يې دې چې وفاقي حکومت د تير په څېر دا واري هم په کليزه بوديجه کې ترهګرۍ او قدرتي افتونو ځپلې صوبې خېر پښتونخوا دپاره کوم ځانګړي پېکج نه دی ورکړی، او نه په بجټ کې د کاروباريانو وړانديزونه په پام کې نيول شوي دي.

کاروباريان وايي چې د وړاندې نه د يوشمېر ستونزو ښکار د خېبر پښتونخوا کارخانه دار او کاروباريان وايي اندېښنه لري چې دې موجوده بجټ سره نور د کړمو سره مخ شي.

د سرحد چېمبر اف کامرس او اندسټرۍ کاروبار يان وايي مرکزي حکومت چې کوم بجټ وړاندې کړو دغه د نړيوالو مالياتي ادارو د سختو شرطونو لاندي جوړ کړل شوي نو ځکه امکان دغه دی چې د عام وګړي ستونزي به نوري سيوا کيږي.

د چېمبر صدر حسنين خورشيد وايي خېبر پښتونخوا کې کاروباريان د ګواښونو سره مخ دي د قلنګ دپاره تري د پيسو غوښتنې روانې دې نو په داسې حال کې به په دې ځپلې شوي صوبه کې کاروبار څه وده وکړي.

د خزانې وزير مفتاح اسماعيل پرون د جمعې په ورځ 10م جون په قامۍ اسمبلۍ کې د 95 کهربه ماليت کليزه بوديجه د روان او راتلونکې مالي کال دپاره وړاندې کړې ده.

د خېبر پښتونخوا کاروباريان وايي مونږ د موجوده حکومت نه په صوبه کې د ولاړو کارخانو بيرته روانوو دپاره ډېري هيلي نيولي وې خو وايي مرکزې حکومت بلکل دغه اړخ ته په بجټ کې پام نه دی کړی.

د چېمبر مرستال صدر عمران خان وايي هغه صوبه چې بجلي او ګېس په لويا کچه پيدا کوي او د هغې کارخاني د بجلۍ لوډشيډنګ او سويي ګيس نشتوالې لکبله په ټپه ولاړي دي.

په خېبر پښتونخوا کې په کال 2015 کې د 11000 نه زياتې داسې کارخانې وې چې د بدامنۍ، بجلۍ او ګېس نشوالي له عمله بندې شوې وې، دا په خېبر پښتونخوا کې د کارخانو 62 فيصده برخه جوړيده، کارخانه دار وايي اوس هم په صوبه کې په سلګونو کارخانې بندې پرتې دې.

د چېمبر پخوانی صدر فيض محمد فيضې وايي زمونږ صوبه د کراچۍ بندر نه ډېره لرې ده نو ځکه دلته کاروبار د هيواد د نورو صوبو په مقابل کې ډير کم دی وايي مونږ د وفاقي بجټ نه تمع لره چې د ګاونډي هيواد افغانستان سره به د تجارت په مد کې د خېبر پښتونخوا صوبي کاروباريانو ته اساني ورکړل شي خو حکومت دغه اړخ ته پام لرنه نه ده کړي.

د چېمبر چارواکو وويل په بجټ کې ځينې څيزونه لکه په زراعتو15فيصدې ټيکس معاف کول، د بېنظير انکم سپورټ پروګرام دپاره 64 اربه روپو ورکول، او د انډسټرۍ دپاره د بجلۍ د لوډشيډنګ ختمولو اعلان خو يې وکړو خو دا به په راتلونکې وخت کې معلوميږې چې حکومت پرې څومره عمل کوي.