شاهين افريدی: په خپله غوره لوبه مې ځان ته د نولس کلنو ټیمکې ځاې پېدا کړی

Shaheen Afridi

د پاکستان د ۱۹ کلنو لوبغاړو د کرکټ ټيم شاهين افريدی وايي د خېبر په لنډي کوتل کې يي د کرکټ بنيادي لوبه د خپل ورور رياض افريدي نه زده کړې، او بيا يي نوره لوبه په پېښور کې په مخ بوتلې.

نوموړي د وي او ای ډيوه سره په مرکه کې ويلي، کال ۲۰۱۵م کې يي د د ۱۶ کلنو بوبغاړو په قامي لوبه کې د قبايلي سيمو نماېندګي کړې وه او په خپله غوره لوبه يي ځان له د ۱۹ کلنو لوبغاړو په قامي ټيم کې ځاې ګټلی.

ښاغلي افريدي د حکومت نه غوښتنه کړې په قبايلي سيمو کې د لوبو د پرمختګ لپاره عملي ګامونه واخلي.

شاهين د خپل تعليم په اړه وايي، لسم جماعتيي د لنډي کوتل نه پاس کړی او نن سبا د پېښور په تاريخي اسلاميه کالج کې په يولسم جمات کې سبق وايي او د کرکټ نه علاوه کله کله والي بال هم کوي.

شاهين آفريدي د پاکستان د انډرناېنټين يا ۱۹ کلن لوبغاړو په نړيوالو سياليو کې غوره لوبه کړې او هيله مند دی چې د پاکستان سپرليګ کرکټ په راتلونکو سياليوکې به لا نوره مړانه اوکړي.

نوموړي وي او ای ډيوه ته ويلي د پاکستان سپر ليګ کې د لاهور قلندرز په ټيم لوبيږي او د فرورۍ په ۱۵مه به خپل ټيم له ورځي.

شاهين افريدی څه د پاسه شپږ فټه قد لري او په لوبه کي د تېز باؤلر په هېڅ لوبيږي.

د خپلې لوړې ونې او پښتني طاقت په زور داسې يارکرې او باؤنسرې ولي چې د ښه ښه لوبغاړو نه د بېټنګ چل خطا کوي.

د پاکستان کرکټ په قامي ټيم کې د شاهين افريدي نه وړاندې يو بل شاهد افريدي هم په نړۍ د خپلې لوبې زور منلی او د کرکټ په تاريخ کې يي داسې داسې نايابه ريکارډونه جوړ کړي چې تراوسه ورته ښه ښه لوبغاړي پسخېږي.

شاهد آفريدی هم د پآکستان قامي ټيم کې د ۱۶ کالو په عمر کې د باؤلر په هېڅ ګډون کړی وو خو په کال ۱۹۹۶ م کې د سري لنکا په ضد په خپل لومړي مېچ کې په ۳۷ بالونو سل رنزونه يا سينچري جوړولو عالمي رېکارډ جوړ کړو.

شاهد آفريدی د کرکټ په نړۍ کې په بووم بووم آفريدي هم مشهور دی خو کتلی به شي چې شاهين آفريدی به د کرکټ به نړۍ کې ځان له کوم نوم ګټي او په خپلو هيلواو ارمانونو کې به څومره بريالی کيږي.