بونير کې سیکانو احتجاج کړی، وايي د ټولنې یوه جینۍ په زورمسلمانه کړی شوې او واده کړی شوې ده

بونير کې سيک لږکۍ احتجاج کړی

د خېبرپښتونخوا په بونير ضلع کې سيک لږکۍ احتجاج کړی او ویلي يې دي د ټولنې يوه جينۍ چې د سکول استازه ده، تښتول شوې، مسلمانه کړی شوې او واده کړی شوې ده او پولیسو د دوی مقدمه نه ده درج کړې خو پولیس دغه تور ردوي او په ټولنيزو رسنيو خپره شوې يوه ويډيو کې دغه جينۍ وايي هغې په خپله خوښه واده کړی دی.

په بونیر کې سيک لږکۍ پرون د اتوار په ورځ د دغه پېښې پرضد احتجاج کړی دی.

د احتجاج په وخت د جيني پلار ګورچرن لال ويلي، لور يې دينا کماري ذهني ناروغه ده، په سکول کې استازه ده او سکول ته د تلو په وخت اغوا کړی شوې او تور يې لګولی پوليسو يې د پېښې مقدمه په وخت نه ده درج کړې.

دا پېښه د بونير ضلعې د پيربابا په پاچا کلي کې شوې ده.

د پيربابا پوليس سټېشن اډيشنل اېس اېچ او بهرور سيد وي او اې ډیوه ته وويل، د جينۍ پلار د خالي/ شنبې په ورځ ماسپښين تاڼې ته راغلی او هلته یې د جينۍ د بې درکۍ ويلي او په تاڼه کې د پېښې روزنامچه رپورټ ليکل شوی وو.

خو وايي جينۍ او هلک برامد کړی شوي او د اتوار په ورځ د اسټنټ کمشنر عدالت ته وړاندې کړی شوي عدالت جينۍ دارالامان ته او هلک جېل ته لېږلي او عدالت پکې د پلټنو ويلي او پوليسو پلټنې پېل کړي دي چې د پېښې اصل نوعيت معلوم کړي.

خو د سيک لږکۍ يو مشر سنتسينګ وايي پوليسو په وخت د دوی رپورټ نه دی درج کړی او بيا جينۍ د هلک سره ورځ او شپه تير کړي او هغه مسلمانېدو او واده کولو ته تیاره کړی شوې ده.

نوموړي وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل، د دوی سره پوليسو په دغه پېښه کې زیاتی کړی په وخت يې د دوی مقدمه نه ده درج کړې ځکه دوی احتجاج وکړو او اوس دوی غواړي چې جينۍ يې مور او پلار ته حواله کړی شي چې د هغوی سره دوه ورځې تيرې کړي او که بيا هغه په خپله خوښه مسلمانېده مسلمانه دې شي.

خو د بونير ضلعې پوليس ډي پي او عبدالرشيد خان د سيک لږکۍ تورونه رد کړي او ويلي يې دي، چې پوليس په وخت کارروايي کړې جينۍ يې په ولکه کې اخستې عدالت ته يې وړاندې کړې خو جینۍ پوليسو ته ویلي چې هغې په خپله خوښه نکاح کړی نو په قانوني توګه په دې کې مقدمه نه شي درج کېدی.

قانون پوهه طارق افغان وايي، "پکار ده چې پوليس په داسې پېښه کې سمدست رپورټ درج کړي او په ځانګړي ډول دا خو حساسه پېښه ده چې د لږکيو خبره ده پکې، پوليس له په دې سمدستي عمل پکار وو چې مقدمه يې درج کړی وی او د جينۍ لټون يې کړی وی، نوموړی وايي د هغه په نظر دا د پوليس غفلت دی چې مقدمه يې نه ده درج کړې".

نوموړی وايي، "اوس عدالت له پکار دي چې دغه جينۍ مور و پلار ته حواله کړي د څو ورځو دپاره چې جينۍ په خپله څه وايي، که هغه په خپله خوښه بيا مسلمانېدل غواړي بیا دې مسلمانه شي، نو په څو ورځو کې به د جينۍ د پېښې اصليت معلوم شي چې په هغې فشار خو نه دی راوړل شوی يا بل څه داسې خو نه دي شوي چې جینۍ مجبورا کړی شوي وي او هغه اوس د ويرې څه نه شي ویلی".

بل لوري ته په ټولنيزو رسنيو د دغه جينۍ دينا کماري يوه ويډيو خپره شوې چې پکې هغه وايي چې بغير د څه قسمه فشار یې اسلام قبول کړی دی اود حزب الله نومې هلک يې خوښ دی او په خوښه يې ورسره واده کړی دی.

سنتسينګ وايي په بونير کې د سيکانو ټولې د 100 نه زیاتې کورنۍ دي چې پکې په پيربابا کې د 60 نه زیاتې کورنۍ مېشته دي او دا سيکان دلته د پاکستان جوړېدو نه ډېر مخکې د 100 کالو نه د زياتې مودې راهسې اباد دي.

هغه وویل په بونیر کې د ځايي خلکو د دوی سره ښه تعلق او ورورلي ده خو ځينې خلک دي چې د دوی او ځايي خلکو ترمنځ جدایي او خفګان جوړول غواړي.

د بشري حقونو ملکي او نړيوال تنظيمونه وخت په وخت د ډير وخت راهسې تور لګوي چې په پاکستان کې لږکۍ غېر محفوظه دي خو پاکستان تل دا تورونه ردوي او وايي چې په پاکستان کې لږکۍ په تحفظ سره ژوند کوي.