د وړو کاروبارونو مالکان وايي د بجلۍ د ګرانې بېعې ترڅنګ یو شمېر مشکلات لري

عمران خان وویل واړه کاروبارونه د روزګارونو لویه ذریعه ده او هم د دې دلارې په دولت کې اضافه کیدی شي

د وړو کاروبارونو مالکانو او کارخانه دارو ته د اسانتیاو ورکولو دپاره د پاکستان وزیراعظم عمران خان نوي پالیسي یا تګلاره اعلان کړې ده خو کاروبار کووونکو وايي توانای د زیاتو بیعو، خرڅونو د زیات والي، ټېکسونو، د بینکونو د ګرانو قرضو او د حکومتي پالیسو د نه عملي کیدو په وجه د تاوانونو سره مخامخ دي.

مرکزي حکومت وایې کومې ادارې چې حکومتي پالیسي نه عملي کوي په ضد به یې ګامونه پورته کوي.

د وړو کاروبار کوونکو د خیبر پښتونخوا د اتحاد پخوانی مشر اضغر خان اتمانخیل وايي د حکومت پالیسۍ خو منظورې شي خو بیا عملي کیږی نا.

اتمانخیل وايي د توانای د زیاتو، په صنعتي پیداوار د زیاتو خرچونو، مالیاتي بې انصافۍ او د قانوني پیچیدګو له وجې واړه کاروبار کووونکي سخت مشکلات لري.

هغه وویل که چېرې حکومت یې په دې لړ کې مرسته وکړي نو دا واړه کاروبارونه په لویو پیداواري کمپنو کی بدلېدی شي.

هغه زیاته کړه مرکزي بېنک چې تجارتي بینکونو ته د قرضو کومه پالیسي ورکړې هغه نه عملی کیږی د کاروبارونو دپاره د ضمانت قوانین هم سخت دی او د قرضو په ځای که کارخانه دارو ته مشینري ورکړی شي نو اسانه به شي. هغه زیاته کړه کارخانه دار د بجلۍ د غیر یقیني بیعو سره مخامخ دي او د دې انتظام یا ریګولیشن دې اسان کړی شي.

وزیراعظم عمران خان د شورو، چهارشنبې، په ورځ د سمال اینډ میډیم انټرپرايزز پالیسۍ پرانسته وکړه او وې وېل چې حکومت د وړو کاروبار کوونکو د ستونزو نه خبر دی او هغه مراعات به ورته ورکوي چې وړاندې حکومتونو نه دي ورکړي.

عمران خان وویل واړه کاروبارونه د روزګارونو لویه ذریعه ده او هم د دې دلارې په دولت کې اضافه کیدی شي.

عمران خان وویل واړه کاروبارونه اسانتیاوې نه لري نو ځکه د په قامی امدنۍ کې زیاته برخه نه لري.

عمران خان وویل حکومت یې فیصله کړې چې کومې محکمې د وړو کاروبار کوونکو ته په پالیسۍ کۍ خنډان پیدا کوي په ضد به یې ګامونه اخېستل کېږي.

د پیښور چیمبر آف کامرس پخوانی نایب مشر شاهد حسین وايي د ټېکسونو د زیاتوالي او د زیاتو خرڅونو په وجه د وړوکي دوکاندار نه تر لوی سوداګر پورې کاروبارونه اغیزمن شوي دي.

د شاهد حسین په وېنا په خیبر پښتونخوا کې کارخانه دارو سره د افغانستان نه علاوه بله منډايي نېشته او په افغانستان کې په حالاتو کې د بدلون له امله د دوی کاروبارونه متاثر شوي دي.

شاهد حسین زیاتوی د پنجاب په مقابل په خېبر پښتونخوا کی په پیداوار خرڅونه هم زیات دي او د توانای د زیاتو بیعو له وجی د کارخانو پیداوار متاثره شوی دی او هم په دې وجه د پاکستان درامدات د برآمداتو نه 61 اربه زیات دی باید حکومت په قرضو نهه فیصد ټيکسونه څلورفیدص ته راکم کړي او د سرکاری دفترونو د کار ورځ زیاتې کړي او په چټکتیا خپله پالیسي عملي کړي

تېر کال په دسمبر کی د پاکستان د پیداوار او کارخانو وزارت د څلورو کالو دپاره اېس ایم ايي پالیسی اعلان کړی وه چې په ملک 50لاکه نه زیات کاروبار کوونکو ته د 30 اربه روپو په فنډونو د رجسټریشن، مالیې او قرضونو په مد کی اسانتیاوې ورکړي

وزارت وايي په پاکستان کې 5.2مېلین واړه کاروبار کووونکي دي چې په قامي پېداوار یا جي ډي پي کې فیصد او په برامداتو کې 25 فیصد برخه لري او د 78 فیصد خلکو د زورګار وسیله ده.