د خېبرپښتونخوا په جنوبي وزیرستان ضلع کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ بم چاودنه کې درې امنیتي عسکر ووژل شو او درې نور زخمیان شول.
په سیمه کې میشته حکومتي چارواکو وي او ای ډیوه ته وویل چاودنه د لدهې تحصیل په تنگي بدنزۍ سیمه کې په داسې حال کې وشوه چې امنیتي ځواکونو د ځمکني بمونو یا لېنډ ماینونو د لرې کولو کار کولو.
په سمدستي توگه په لدها کې چاودنې ذمه واري چا په غاړه نه ده اخیستې.
په جنوبي وزیرستان کې په یو وخت کې د وسله والو پټن ځایونه لرل او پاکستاني چارواکو به په سیمه کې په امنیتي ځواکونو او په قبایلي مشرانو د حملو زمه واري په وسلوالو اچوله.
خو په کال ٢٠٠٩ کې پاکستان په سیمه کې د "راه نجات" په نوم عملیات پېل کړل او په کال وروسته یې وویل جنوبي وزیرستان د وسله والو نه پاک کړی شوی دی.
د حکومتي دعوو پرته ځايي اوسیدونکي گڼي چې د سیمې د امنیت حالات اوس هم کړکېچن دي.
د پشتون ژغورنې غورځنگ مشران وايي وسله وال په سیمه کې نه یوازې شتون لري بلکې هدفي حملې هم ترسره کوي.
پاکستان په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نوم عملیات کړې دي.
پوځ وايي شمالي وزیرستان کې امن پرځای کړی شوی دی او د کډه شوي اوسېدونکي خپلو کلیو او بانډو ته بېرته تللی شي.