د جنوبي وزیرستان نه د چلغوزو یا زڼغوزو د پاکستان په نورو سیمو کې منډایانو ته په وړولو د حکومت پابندي د گل، دوشنبې، په ورځ په واڼا کې د حکومتي چارواکو او قبایلي مشرانو د خبرو اترو ورسته ختمه کړی شوه.
د پولیټکل ایجنټ د دفتر مامورینو وي وا ای ډیوه ته وویل په چلغوزو د تیرو څو هفتو راهسې لگیدلي پابندي ځکه لرې کړی شوه چې د جنوبي وزیرستان تاجرانو د حکومت دا شرط ومنلو چې د جنوبي وزیرستان څخه د چلغوزو بهر وړلو لپاره به د "ایگري پارک" نه اجازت نامه اخلي.
حکومت په واڼا کې د ایگري پارک په نوم یو زرعي مرکز جوړ کړی دی او چارواکي وايي په دې مرکز کې د سبزو او میوودانو د ذخیره کولو، د صفايي او د خرڅولو انتظام موجود دی.
په ایگري پارک کې د چارواکو په وینا د چلغوزي د صفاکولو او د چلغوزي دانې د پوستکي نه د لرې کولو سهولت هم شته.
حکومت پابندي لگولي وه چې د سږ کال د چلغوزي یا د زڼغوزي فصل به ایگري پارک ته د وړلو او د پارک د اجازت نامې نه بغیر بهر نشي وړل کیدی.
تاجران او کرونده گر د پابندي خلاف وو.
د تاجرانو وینا وه چې ایگري پارک په مکمله توگه نه دی تیار، سهولتونه پکې نشته او د کاروبار ټوله ټیکه یو ټیکیدار ته ورکړی شوي ده.
خو د گل، دوشنبې، په ورځ په واڼا کې د ځايي مشرانو، سیاسي کارکونکو او تاجرانو د پولیټیکل انتظاميي ترمنځ په خبرو اترو کې دا فيصله وشوه چې حکومت به د جنوبي وزیرستان څخه د چلغوزو په بهر وړلو پابندي ختمه کړي او تاجران به د ایگري پارک نه اجازت نامه اخیستلو ته غاړه کښیږدي.
یو ځايي مشر وايي تاجرانو په مات زړه د حکومت د اجازت نامې شرط ومنلو ځکه چې فصل یې وزن کمولو او د تاوان سره د مخامخ کیدو خطر یې لیدو. تاجران وايي د چلغوزي فصل په یو شب و روز کې د من په حساب یو کلو وزن کموي نو ځکه سوداگر غواړي چې مال زر تر زره منډايي ته ورسوي.
د چلغوزي یا زڼغوزي یو مقامي تاجر امان الله وزیر وي او ای ډیوه ته ویلي سوداگر په ازاده توگه د فصل تجارت او د کراچۍ، لاهور او اسلام اباد بازارونو ته ازاده رسايي غواړي نو ځکه د ایگري پارک ته د فصل د وړلو او یا د یو ټیکیدار سره د لین دین مخالفت کوي.
چلغوزی چې په مقامي توگه ورته زڼغوزی هم ویل کیږي د شمالي وزیرستان او د جنوبي وزیرستان منفرد فصل دی او د دواړو سیمو کې په غرونو موجود ځنگلونو کې په قدرتي توگه پیدا کیږي.
چلغوزی د وچې میوې په توگه استعمالیږي او په بازار کې د گرانې بیعې په وجه سوداگرو ته هرکال ښه مالي گټه ورکوي.