سټېټ بېنک : په پاکستان کې سږکال د ګرانۍ کچه د ګاونډي هېوادونو پرتله تر ټولو زياته ده

State Bank of Pakistan

د پاکستان مرکزي بېنک سټېټ بېنک اف پاکستان وايي په کال ۲۰۲۰م کې د ګاونډي هېوادونو پر تله په هېواد کې د ګرانۍ کچه تر ټولو زياته ده. د دوی په وينا چې روان کال ګراني په تېرو دولس کالو کې تر ټولو زياته يعنې ۱۴ اعشاريه شپږ فيصده ته رسېدلې وه او بېنک د سود شرح ۱۳ اعشاريه ۲۵ ته زياته کړې وه خو اوس د سود په شرح کې پينځه اعشاريه پينځه فيصده کمی راوستل شوی دی.

د اقتصادي چارو کار پوهان وايي د غېرملکي ادارو نه د قرضونو اخستلو او په ملکي سطح د توانايۍ بيې زياتېدو وروستو ګراني لا زياته شوې ده.

اقتصاد پوه او خبريال وکيل رحمان وايي له وړاندې د پاکستان اقتصادي حالت ښه نه ؤ. اي اېم اېف، نړيوال بېنک او نورو ادارو ته تګ ضروري شوی ؤ او چې کومې قرضې اخستل شوې وې نو هغه هم واپس کول وو. له دې وروستو که کوم ښه والی راغلی ؤ نو هغه د دې قرضو نتيجه وه او د پاکستان دننه کوم خپل حالات نه وو ښه شوي.

د سټېټ بېنک له خوا دا رپورټ په داسې حال کې جاري شوی چې د اپرېل په مياشت کې ګراني اته اعشاريه پينځه فيصده او د مۍ په مياشت کې اته اعشاريه دوه فيصده ته راکمه شوې ده.

دا شمېرې د مرکزي بېنک د هغه شمېرو نه هم کمې دي چې ياد بېنک د راتلونکي وخت لپاره ټاکلې وې او بېنک ويلي وو چې ګراني به د مۍ په مياشت کې د لس فيصده نه تر ۱۱ فيصده راکمه شي.

اقتصاد پوهان د ګرانۍ شرح کمېدل د حکومت کوم ګامونه نه بلکې کرونا وايرس د دې لامل ګرځوي.

سجاد احمد وايي د کرونا له امله روزګارونه اغېزمن شوي، د خلکو د اخستلو توان ختم شوی، د تېلو بيعې هم ټيټې شوې خو چې کاروباري هلې ځلې ودرېدې نو د ګرانۍ شرح په خپله کمه شوه.

په دې ورستيو کې د پاکستان مرکزي بېنک د سود شرح اته فيصده ته کمه کړې وه او د کرونا وايرس نه متاثره اقتصاد لپاره کارخانه دارو ته ورکړې قرضې د يو کال لپاره ځنډول شوې دي.

د دې ترڅنګ د بېنک له خوا په قرضونو اخستلو کې اسانتياوې راوستل شوې دي خو د اقتصادو ماهرين وايي د کرونا وايرس نه اغېزمن پاکستاني اقتصاد لپاره د ۳۰ نه تر ۴۰ کهروبه روپو ضرورت دی.