ثریا بي بي: د خېبر اېجنسۍ نه د لږکیو په څوکۍ ولاړه کاندیده وپیژنۍ

Suraya bibi

د خېبر ضلعې لنډي کوتل تحصیل نه د لږکیو په ځانگړي څوکۍ (سیټ) انتخاباتو کې برخه اخستونکی ثریا بي بي په لنډي کوتل کې ښځو ته د ورپېښو ستونزو او چېلنجونو په اړه وايي چې سره د دې چې پېښور ته نژدې پرته سمه ده خو دلته د جینکو لپاره ډگري کالج او یونیورسټي نشته. په ټوله علاقه کې یواځی یو هسپتال دی چې ډاکټران هم نه لري. د کور دننه ښځو لپاره د څښکلو ابه تر ټولو لویه ستونزه ده. ښځې سحر وختي پاسي او ابو پسی لری لری ځایونو ته سفر کوي.

د عیسايي مذهب سره تعلق لرونکې ثریا بي بي او د هغې کورنۍ په دغه سیمه کې د ډیر وخت راهسې ژوند کوي او په دغه سیمه کې د دوي کورنۍ یواځینۍ عیسايي کورنۍ ده. ثریا بي بي پخپله تر لسمه پورې سبق وېلی او غواړي چې په دغه سیمه کې د ځايي جینکو لپاره ډګري کالج جوړ شي چې دوي خپل سبقونه سر ته ورسولی شي.

د انتخاباتو وړاندې د وي او ای ډیوه سره د خبرو اترو په وخت ثریا بي بي زیاته کړې چې د سیمې د ښځو لویه ستونزه د صحت د سهولتونو او هسپتالونو نشتوالی دی. وايي په سیمه کې موجود هسپتال کې د حامله ښځو د علاج سم سهولت نشته او که چرې یوې زنانه ته د لوې اپرېشن حاجت شي نو هغه بېښور ته رسول کیږي.

ثریا بي بي په خپله سیمه کې د وړاندې نه د ښځو په خاصه توګه د غریبو او کونډو ښځو لپاره د تربیې یو مرکز پرانستی. په دغه مرکز کې ښځو ته د کپړو یا جامو گنډل ښودل کیږي او ورسره ځايي جینکو ته د کمپیوټر زده کړې هم ورکړی کیږي.

ثریا بي بي وايي چې سیاست ته د راتلو فیصله یې هم په دې وجه وکړه چې د سیمې د ښځو لپاره کار وکړی شي.

که څه هم ثریا بي بي په ازاده انتخابي جلسې نه دي کړي خو وايي کور په کور ګرځیدلی او ځایي ښځو ته يې خپل پېغام رسولی او د خپلو ارادو نه يې خبر کړي. او ډیر ښځو دا ډاډ هم ورکړی چې هغې ته به د انتخاباتو په ورځ رایې ورکوي.

وي او ای ډیوه سره د خبرو په وخت ثریا ویلي د کلي د خلکو په ډاډ ورکولو په دې انتخاباتو کې د گټی په اړه خوشبینه ده.