د جنوبي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی او پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ علي وزير په شمالي وزيرستان کې نيول شوی دی. ډرايور يې وايي پوځ نيولی دی، خو د شمالي وزيرستان پولیس وايي علي وزیر ورته په دوه مقدمو کې مطلوب وو ځکه نيول شوی دی.
د علي وزیر ډرایور بادشاه پشتين نن سهار وي او اې ډيوه ته وويل، "د شمالي وزيرستان نه اسلام اباد ته روان وو علي وزير د بجټ غونډې له تلو او د شمالي وزيرستان د سروبي قلعې په لاره ناکه لګېدلې وه، د پوځ او اېف سي عسکر په سړک ولاړ وو، علي وزیر یې کوز کړو او د ځان سره یې په ګاډي کې بوتلو".
هغه زياته کړه، "کېپټن راته وویل د علي وزیر مېډېکل ريکارډ او د ضرورت سامان د ميرانشا قلعې ته راورسوه".
د شمالي وزيرستان د میرانشا تاڼې مشر [اېس اېچ او] ابراهيم خان وي او اې ډيوه ته وويل، "علي وزير ورته په دوه مقدمو کې مطلوب وو، پوځ نيولی دی او اوس یې دوی ته حواله کوي".
هغه زياته کړه، "دوی ته پينځه نور کسان د پي ټي اېم مشر منظور پشتين، ګيله من وزیر، صمد خان او ډاکټر عالم هم مطلوب دي او د هغو د نيولو هڅې کيږي".
پوليس افسر وويل، "دوی د دغو کسانو د ګرفتاريانو دپاره سهار ټولې لارې نيولې خو علي وزير ونيول شو او نور لا نه دي ګرفتار شوي".
هغه زياته کړه، د دغو کسانو پرضد د رياست خلاف د ويناګانو د مادو لاندې مقدمې درج شوي دي په هغې کې مطلوب وو.
ابراهيم خان وويل، د يادو "کسانو خلاف يوه مقدمه د فرورۍ په میاشت کې او بله اوس تازه درج شوې ده".
د ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه د مرکزي تحقيقاتي ادارې [اېف ای اې] پېښور څانګې علي وزير او منظور پشين ترڅنګ د درېو نورو کسان يې د جون په 23 طلب کړي وو ، د خبر ترمخه په دوی تور دی په عامو ناستو کې او په ټولنيزو رسنیو د پوځ پرضد څرګندونې کوي.
علي وزير د سږ کال د فرورۍ په 14مه د دوه کاله او دوه مياشتو د بند وروسته د کراچۍ د مرکزي زندان څخه خوشی شوی وو.
د علي وزير د نیولو نه دوه ورځې د پي ټي اېم فعال غړی عالمزېب مسيد په ډېره اسماعيل خان کې نيول شوی وو، په عالمزېب د نشه توکيو تور لګول شوی او مقدمه پرې درج کړی شوې ده.
د پي ټي اېم مشر منظور پشتين نن سهار په ټویټر ویلي،
"د پرون راهسې پاکستاني پوځ په میرانشاه پرلت د برید کولو هڅې کوي نن یې په لوی شمېر د پرلت کونکو په خواو شا پوځ او اېف سي تاو کړي دي".
پي ټي اېم د تېرې يوې اوونۍ راهسې د شمالي وزيرستان د میرانشا پرېس کلب مخې ته احتجاج کوي او غوښتنې کوي د دوی نيول شوي درې غړي دي خوشي کړی شي.
د پي ټي اېم درې غړي عيد رحمان، زکيم مداخېل او جلال وزيرستاني د تېرې میاشتې په وروستيو نېټو د شمالي وزیرستان په کجهوري چيک پوسته نيول شوي او پي ټي اېم د دوی د نيولو پرضد اول په میرعلي کې احتجاج پېل کړی او د يوې اوونۍ څخه یې د میرانشا پرېس کلب مخې ته منتقل کړی دی.
د شمالي وزیرستان د سياسي اتحاد غړی او عوامي نيشنل ګوند فعال خليل وزير وي او اې ډيوه ته ويلي دوی د پي ټي اېم د پرلت او انتظاميې ترمنځ د پرلت ختمولو دپاره د درېو ورځو نه مذاکرات پېل کړي وو، دوی د پرلت او انتظامیې ترمنځ خبرې کړې او يوې نتيجې ته نزدې شوي وو.
خو نوموړي وويل د تيرې شپې راهسې بيا د خلکو نيولو لړۍ پېل شوې ده.
د پي ټي اېم يو فعال فريدالله نن سهار وي او اې ډيوه ته وويل، تېره شپه پوليس د پرېس کلب د مخې نه د دوی ټېنټونه او نور سامانونه وړي او سهار بيا ګڼ خلک راټول شوي او احتجاج کوي.