شامي کردان: په عفرین کې به ترکي عسکرو ته سخت ځواب وایو

د ترکي عسکرو او د دوي شامي ملګرو لخوا د شام عفرین سیمې کنټرول ترلاسه کولو وروسته شامي کردانو خبردارې ورکړی، دوي به ګوریلا جنګ پېلوي او د ترکي عسکرو ته به سخت ځواب ورکوي.

د شامي کردانو یو چارواکي عثمان شیخ عیسی ویلي ٫٫ په عفرین کې به زمونږ ځواکونه ترک عسکرو ته سځت ځواب ورکوي او د دوي نه به وار خطا کړي. زمونږه عسکر به په هره موقع دښمن ترکي او د دوي شامي ملګري په نخښه کوي.٬٬

د اتوار په ورځ د کرد ملېشې پیپلز ډیفنس یونټس لخوا بغیر د کوم مزاحمته د تركي پوځ او د د دوي شامي ملګرو د شام په عفرین سېمه كې بيرغونه پورته کړل او د ښار د مکمل کنټرول اعلان يې وکړو.

د دغې وروسته د ترکي صدر رجب طیب اردوان ویلي د عفرین نه زیاتره ترهګر تښتیدلي او په عفرین کې به د ترهګرو په ځاېې اوس د باور او څوکالۍ نخښې ښکاري.

ترکي په شام کې جنګیدونکې کرد ډله وایي پي جي د کردستان ورکرز پارټي برخه ګنړي. دا جنګیالۍ ډله د یو ازاد کردستان لپاره جنګیږي چې پکې د ترکي ځېنې برخې هم راځي.

ترکي په پي کی کی ګوند هم بندیز لګولی او دغه يې ترهګره ډله ګرځولې. د ترکي صدر ژمنه کړې د خپل هیواد سره په پوله به د ترهګرو مرکزونه جوړیدو ته نه پریږدي.

په برتانیه کې د شام په حالاتو نظر لرونکې ډلې سېرېین ابزروېټري فار هیومن راېټس ویلي د عفرین ښار نه د شامي کردانو د وېستلو لپاره پیل شوې جګړې د یو نیم لک نه سېوا خلک په خپلو کورونو پرېښودو مجبوره کړي.

ډلې دعوه کړې سره د دېرشو ورځو ډزبندۍ د ترکي جنګي جهازونو او راکټونو د شام دغه سېمه په نخښه کړې.