طالبان: خارجي ځواکونو دپاره کارکونکو افغانانو په ضد به انتقامي ګامونه نه اخیستل کېږي

  • ایاز گل

طالبانو ویلي د امریکې او نېټو ځواکونو دپاره کارکونکي افغانان دې ملک نه پرېږدي ځکه چې طالبان به یې په ضد د غچ یا د بدل ګام نه اخلي.

د وی او ای رپورټ وايي طالبانو د ګل، دوشنبې، په ورځ خپله ژمنه په داسې حال کې وکړه چې د زرګونو په شمېره کې هغه افغانان چې د امریکايي او اتحادي ځواکونو دپاره یې د ترجمانانو په حېث خدمات ترسره کړي دي افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو د انخلا وروسته د خپل تحفظ په اړه تشویش لري او په امریکا کې د ابادېدو دپاره د ویزو غوښتنه کوي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ طالبانو په خپله وېب پاڼه چاپ شوي او خبریالانو ته په لېږل شوي یو بیان کې ووېل پخواني ترجمانان دې بېرته عادي ژوند شروع کړي او که په کومه برخه کې مهارت لري په دغه برخه کې دې د خپل هېواد خدمات دې وکړي. "زمونږ له اړخه به دوی په هیڅ خطر کې نه وي."

امریکايي او ځواکونو افغانستان نه د بېرته تګ د ۴۰ فیصد نه زیاته برخه سر ته رسولي ده. ټاکل شوي ده چې د سږ کال د سېپټمبر د میاشت پورې به ټول امریکايي او نېټو عسکر د افغانستان نه ووځي.

د وي او ای رپورټ وايي دا وخت د یوې اندارې ترمخه ۱۸۰۰۰ افغانان امریکې ته د مهاجرت دپاره د خصوصي ویزو په انتظار دي خو دا تشویش لري چې د صدر جوبایډن حکومت به دوی ته په دومره تعداد کې ویزې په وخت ورنکړی شي. د وي او ای رپورټ وايي امریکايي حکومت د فشار لاندې دی چې په ویزو ورکولو کې دې چټکتیا وکړي او هغه افغانان دې محفوظ کړي چې د ژوند په خطر یې د امریکايي پوځ دپاره خدمات ترسره کړي دي.

طالبانو په خپل بیان کې ووېل هغه افغانان چې د "اشغال" دپاره یې خدمات ترسره کړي "ګمراه" کړی شوي وو، په خپلو کړنو دې پښېماني وکړي ځکه چې د طالبانو په قول د دوی کار د اسلام او افغانستان په ضد د غدارۍ برابر دی.

د طالبانو په بیان کې وویل شو چې ترجمانان چې کله "زمونږ د دښمن په صفونو کې ولاړ وو" نو د دښمن په نظر ورته کتنه کېدلې خو اوس چې د دښمن نه یې ځانونه بېل کړي او د عادي افغانانو په څېر ژوند کوي ورته به هېڅ مسلې نه وي.

بیان زیاته کړه که چېرې دغه افغانان د انتقام خبره د پناه دپاره د خپل "جعلي" خواست دپاره د لیل په توګه کوي نو د بیا دا "د دوی خپله مسله ده."

د امریکې د خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ, ترجمان نېډ پرایس د زیارت، پنچشنبې، په ورځ وویل امریکې د دغو "زړه ورو افغانانو" ته خصوصي ژمنه او ذمه واري لري. هغه وویل د مهاجرت په خصوصي ویزو کې بهتري کولی شي خو د دې ترڅنګ د امریکې د قامي سلامتیا تقاضي او دغو افغانانو ته موقعې ورکول هم په پام کې ساتي.

نېډ پرایس وویل د کرونا وایرس له امله په کابل کې د امریکايي سفارت په عمله کې کمي او بندیزونه نه وروسته هلته په عارضي توګه په عمله کې د اضافې اجازت ورکړی شوی دی چې دا ډول د ویزو دپاره په مرکو او د ویزو ورکولو بهیر چټک کړی شي.

د خارجه وزارت ترجمان وویل حکومت د ۸۰۰۰ اضافي ویزو دپاره کانګرس پېسې غوښتي دي.

بلخوا د وي او ای د رپورټ ترمخه د می د لومړۍ نېټې د نړیوالو ځواکونو د انخلا شروع کېدو نه پس طالبانو ۱۲ ولسوالۍ نیولي دي او د افغانستان د نیمايي نه زیاته سیمه یې نیولې او یا د جګړې دلاندې راوستلي ده.

په افغانستان کې امن دپاره د امریکې خصوصي استازي زلمي خلیلزاد د اتوار، يکشنبې، په ورځ په کابل کې حکومتي مامورینو سره لېدلي او د نړیوالو خواکونو د ستنېدو وروسته یې د دواړو ملکونو په همکارۍ خبرې کړي.

خلیلزاد افغان صدر اشرف غني ته وویل د اینده دوو کلونو دپاره به امریکا افغانستان ته هر کال درې اشاریه درې بېلین ډالر امداد ورکوي.h