طالبان اندېښمن دي چې د غیرقانوني نشه یي موادو کښت یې ختم کړی خو ملاتړ یې نه کیږي

په افغانستان باندې واکمن طالبان دعوه کوي چې په هیواد کې د نشه یي توکو د غیرقانوني کښت خلاف د دوی مبارزې د یو لوی نړیوال چېلنج د ستونځې په حل کولو کې مرسته کړې، خو په جواب کې یې د پرله پسې نړیوال ملاتړ پر نشتوالي ناهیلي ښکاره کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د سه شنبې- نهې په ورځ په کابل کې د کار د نړیوال کانفرانس په پرانیستونکې غونډه کې وویل چې هېواد یې پخوا په نړۍ کې تر ټولو لوی د نشه یي توکو پیدا کوونکی وو.

متقي په خپله ټیلیویژني وینا کې وویل، دا نشه یي توکي زیانمن وو چې وایي ټولې نړۍ ته به په قاچاقي توګه تلل او په نتیجه کې یې په تېرو دوو لسیزو کې تر څلور میلینه زیات افغانان په نشو اخته شول:

"د نشه یي توکو غیرقانوني پیداوار بند شوی دی. پرې اخته شوي کسان اوس علاج ته اړتیا لري او کروندګر متبادل اقتصاد او کار ته اړتیا لري".

متقي وویل د طالبانو حکومت د بډو رشوتونو، داعش ډلې او د کوکنارو د کښت ختمولو په خلاف د مبارزې او سترو منصوبو د افتتاح کولو په اړه اغېزمن ګامونه پورته کړي دي:

"نړۍ له موږ پوښتنې کوي او موږ ته سفارشونه هم راکوي، نشه يي توکي څنګه شو، څنګه منع شي، امنیت څنګه ټینګ شي، د افغانستان له خاورې څنګه ناوړه ګټه اخیستل بند شي، د هغوی غوښتنې دا دي، خو همکاري یې صفر ده."

امیر خان متقي د امنیت په برخه کې هم د خپل حکومت کامیابۍ یادې کړې او ویې ویل چې په موثره توګه یې په هیواد کې د داعش ډلې د ترهګرۍ خطر ختم کړی، په ټول هیواد کې یې امن راوستی او بډې رشوتونه یې ختم کړي‌ دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د نشه يي توکو خلاف د دوى مبارزه د هغو افغانانو لپاره د زياتو اقتصادي فشارونو او ستونځو سبب شوې چې په یو بې وزله هېواد کې د کلونو جګړو او قدرتي پېښو له تباه کوونکو اغېزو راوتلي دي:

"افسوس دې چې نړیواله ټولنه په دې برخه کې د خپلې ذمه وارۍ په تر سره کولو کې ناکامه شوې ده، د دې پر ځای دوی د افغانستان پر تجارت، سفرونو او بېنکي نظام باندې بندیزونه لګولي دي او له بنیادي بشري حقونو یې سرغړونه کړې ده".

طالبان د 2021م کال په اګست کې په دویم ځل پر افغانستان واکمن شول او له واکمنېدو اته میاشتې وروسته د 2022م کال په اپریل کې یې د نشه یي توکو پر کښت او پیداوار بندیز ولګاوه.

د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو د مخنیوی د دفتر په وینا افغانستان په 2022م کې د نړۍ د غیرقانوني نشه یي درملو 80 فیصده او د یورپ د هېروینو 95 فیصده برابرول.

یو این او ډي سي د 2024م کال لپاره د نشه یي توکو په اړه په خپل نړیوال رپوټ کې ویلي چې د نشه یي توکو بندیز په افغانستان کې د هیروینو پیداوار 95 فیصده کم کړی دی، چې له کبله یې د کروندګرو ژوند سخت اغېزمن شوی او هغوی بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

امیر خان متقي د سه شنبې- نهې په ورځ شکایت وکړ چې افغانستان په هغو نړیوالو کانفرنسونو کې له پامه غورځول شوی چې مقصد یې د موسمي بدلون په نتیجه کې د پیدا شویو ناورینونو د مخنیوي د حل لارو او ګامونو په اړه خبرې کول دي.

که څه افغانستان د کاربن د خارجولو په برخه کې د نړۍ یو فیصد برخه جوړوي، خو دا هېواد د موسمي بدلون له خطرونو سره د تر ټولو زیات مخ لس هیوادونو په فهرست کې شامل دی.

په تېرو دوو کلونو کې غیرمعمولي بارانونو، سېلابونو، او خرابې وچکالۍ په سلګونو افغانان وژلي، د خلکو اقتصاد یې تباه کړی او لوږه یې زیاته کړې ده چې د ملګرو ملتونو په وینا میلینونه خلک یې بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

خو په افغانستان کې د اقتصادي بحالۍ په مخ کې خپله د طالبانو حکومت خنډ ګڼل کیږي ځکه چې په پراخه کچه یې د ښځو پر کار او تعلیم بندیزونه لګولي چې له دې کبله نړیوالو ورسره سفارتي اړیکې نه دي جوړوې کړې او لا یې حکومت د نړۍ هیڅ یو هیواد په رسميت نه دی پېژندلی.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې بندې شوې او ورسره امریکا هم د دې هېواد شاوخوا نهه اربه ډالره شتمني کنګل کړه چې ورسره دا هیواد له یو ستر اقتصادي بحران سره مخ شو.

د نړیوالې ټولنې د مرستو له بندېدو سره سم د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په افغانستان کې د کوکنارو په کښت هم بندیز اعلان کړ چې ورسره ددې هیواد د خلکو اقتصادي ستونځې لا پراخه شوې.