طالبانو په ملګرو ملتونو کې پر خپل حکومت د جنسیتي توپیر او د حقونو د سرغړونو تورونه رد کړي

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د جنسیتي توپیر او د بشري حقونو د سرغړونو تورونه رد کړي او د دې اوونۍ د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې یې د ښځو او نجونو خلاف د "جنسیت په بنیاد" د توپیر د تورونو په ترڅ کې د خپلې اسلامي واکمنۍ دفاع کړې ده.

په سیاسي چارو کې د طالبانو د حکومت د وزیراعظم یا رئیس الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر د جمعې په ورځ له یوه افغان ټیلیویژن سره په مرکه کې وویل، "حالت هغسې نه دی څنګه چې په بهر کې ښوول کېږي او پروپیګنډه یې کېږي".

مولوي عبدالکبیر دا خبرې یوه ورځ وروسته له هغه کړې دي چې شاوخوا دوه درځنه هیوادونو په ګډه د جرمني، کېنېاډا، هالېنډ او اسټرېلیا په ملاتړ د دوی د هغه ګام ملاتړ وکړ چې وایي له طالبانو سره دې له دې کبله حساب وشي چې په 2021 کې له بیا واکمنېدو راهیسې یې په منظم ډول ښځې له عام ژونده ایستلې دي.

مولوي عبدالکبیر د جمعې په ورځ له آریانا نیوز سره په خبرو کې د خپل حکومت په اړه د لوېدیځ هغه تورونه ناسم بللي چې ګواکې ښځې یې له عامو ځایونو ایستلې او ټینګار یې کړی چې د ټولو افغانانو بشري حقونه د اسلامي اصولو له مخې خوندي دي.

کبیر د دې پوښتنې په جواب کې چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه به کله پرانیستل کېږي، یو ځل بیا د خپل حکومت هغه دریځ وړاندې کړی چې ګواکې د نجونو پر تعلیم یې دایمي بندیز نه دی لګولی او وایي:

"دا وخت له شپږم ټولګي هاخوا او په پوهنتونونو کې د نجونو زدکړې ځنډول شوې دي، اسلامي امارت د دوی [د سکولونو] د تړلو پریکړه نه ده کړې او نه هم کابینې داسې کومه پالیسي منظوره کړې ده."

خو د طالبانو د وزیراعظم مرستیال ویلي ښځو ته اجازه شته چې د سر ښار کابل په ګډون په ټول افغانستان کې په دیني مدرسو کې زدکړې وکړي.

مولوي کبیر ویلي، "ښځینه استادانې شته. دا د یو جنس اسلامي تعلیمي نظام دی چې له موجوده ټولنیزو اصولو سره سم حجاب ته اړتیا لري. دا ښځو ته هم اجازه ورکوي چې طبي زدکړې وکړي."

د طالبانو د رئیس الوزار مرستیال دعوه وکړه چې د طالبانو حکومت 85,000 ښځې د روغتیا، کډوالۍ، تعلیم، پاسپورټ او په نورو څانګو کې په کارونو ګومارلې دي. کبیر وویل، "په کابل کې داسې روغتونونه شته چې مشرانې یې ښځې دي".

نړۍ له طالبانو غواړي د خلکو اندېښنې دې ختمې کړي

سپېن، سویډن، بلجیم، بلغاریا، چیلي، کروشیا، فنلېنډ، هنډوراس، ایرلېنډ، ایسلېنډ، لیتویا، لوګزمبرګ، ملاوي، مراکش، مالدووا او رومانیا په نړیواله کچه د طالبانو پر ضد د انصاف په نړیوال عدالت کې د څلورو هېوادونو د مقدمې پیلولو ملاتړ کوي.

امریکا د انصاف د نړیوال عدالت غړی نه دی.

پورته یادو هېوادونو د پنجشنبې- زیارت په ورځ په نیویارک کې په خپله ګډه اعلامیه کې له طالبانو وغوښتل چې د ښځو خلاف د توپیر ختمولو هغه نړیوال تړون ته دې درناوی وکړي چې افغانستان یې یو اړخ دی.

دوی د جرمني، اسټرېلیا، کېنېاډا او هالېنډ له خوا د طالبانو پر ضد د اقداماتو د پیلولو لپاره د هغه اقدام ستاینه وکړه، چې پکې د طالبانو له چارواکو غوښتل شوي نړیوالو اندیښنو ته دې جواب وایي او یا دې له قانوني چېلنجونو سره مخ شي.

د طالبانو د حکومت تر درې کاله زیاته موده کېږي خو تر اوسه پورې هیڅ هیواد په رسمیت نه دی پېژندلی او نه هم اجازه لري چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش د دې اوونۍ د عمومي اسمبلۍ د غونډې په څنډه کې وویل چې د ښځو سره د طالبانو چلند "په وروستي تاریخ کې د ظلم له ځینې خورا سختو نظامونو" سره پرتله کېدی شي.

مولوي عبدالکبیر پر ملګرو ملتونو نیوکه وکړه چې طالبانو ته یې په نړیواله اداره کې د افغانستان څوکۍ نه ده ورکړې.

هغه وويل، "موږ خپلې ذمه وارۍ پوره کړې، اسلامي امارت د هېواد ټوله جغرافیه په واک کې لري، خلک له موږه راضي دي او موږ د خلکو په مرسته حکومت کوو".

خو د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو نړیوالې ادارې، امریکا، پاکستان او ګڼ شمېر نور هېوادونه له طالبانو‌پرله پسې غواړي چې د ښځو او نجونو د کار، تعلیم او نورو بشري حقونو ته له درناوي سره سره یو داسې ټولشموله حکومت جوړ کړي چې ټول افغانان پکې برخه ولري.