د طالبانو خبرداری: د افغانستان ګاونډي ملکونه دې امریکې ته پوځي اډې ورنکړي

  • ایاز گل

طالبانو دغه خبرداری په داسې حال کې کړی دی چې  افغانستان نه د انخلا نه پس امریکا په سیمه کې د ترهګرۍ خلاف عملیاتو دپاره وسایل په ځای کول غواړي

طالبانو د افغانستان ګاونډي ملکونو ته خبرداری کړی چې په افغانستان کې د ترهګرۍ په ضد عملیاتو دپاره دې امریکې ته په خپله خاوره پوځي اډې نه ورکوي.

طالبانو دغه خبرداری په داسې حال کې کړی دی چې افغانستان نه د انخلا نه پس امریکا په سیمه کې د ترهګرۍ خلاف عملیاتو دپاره وسایل په ځای کول غواړي.

طالبانو په خپله اعلامیه کې وویل "موږ له ګاونډیو هېوادونو څخه غواړو چې چا ته د داسې اقدام اجازه او فرصت ور نه کړي. خدای نا خواسته که بیا هم داسې کوم ګام اخیستل کېږي، دا به یوه لویه او تاریخي غلطي او بدنامي وي."

د بي بي سي خبري ادارې تر مخه نېټو او د امریکې د دفاع وزارت پېنټګان دا خبره رد کړې د چې افغانستان نه د وتلو وروسته امریکا په پاکستان کې پوځي اډې قایمول غواړي. بي بي سي وویل په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ترجمان په پاکستان کې د امریکايي اډو په اړه وویل "دا ګنګوسې له حقیقته لېرې دي او د هیچا په ګټه نه دي."

خپله د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي پارلېمنټ ته وېنا کې دا خبره رد کړه چې پاکستان به په خپله خاوره امریکې ته پوځي اډې ورکړي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ افغانستان لپاره د روس صدارتي استازي ضمیر کابلوو وویل چې تاجکستان او ازبکستان دواړو ماسکو ته ویلي چې دوی "ناممکنه" ده چې امریکې ته پوځي اډې ورکړي.

تېره میاشت د امریکې صدر جوبایډن ویلي وو چې په افغانستان کې باقي پاتې ۲۵۰۰ امریکايي ځواکونه به د سږ کال د ۱۱ سېپټېمبر پورې د افغانستان نه ستانه شي.

د امریکې د پوځ مرکزي کمانډ یا سېنټ کام چې په افغانستان کې د ځواکونو مسولیت په غاړه لري د نهې، سه شنبې، په ورځ یې وویل چې د افغانستان نه د انخلا د عمل ۱۶ نه تر د ۲۵ فیصد پورې کار سر ته رسېدلی دی.

په داسې حال کې چې نړیوالو ځواکونه د افغانستان نه ستنېږي افغان چارواکي وايي طالبانو جګړه نوره زیاته کړې ده.

د اختر په موقع افغان حکومت او طالبانو د دریو ورځو دپاره د اوربند اعلان کړی و خو د دې نه پس جنګ بیا شروع شوی اوافغان چارواکي وایي د افغانستان په یو سل و څلورو ولسوالیو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده او طالبانو په وروستیو درېیو میاشتو کې قریب درې نیم زره حملې کړي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې پوځ او پولیسو د ګل، دوشنبې، او اتوار، يکشنبې، په ورځ په دوولسو ولایتونو کې له طالبانو سره جګړه کړې او په یوه شپه و ورځ کې یې د هغو ۱۶۲ تنه وژلي دي.

د دفاع وزارت ویاند فواد امان د نهي/سي شنبي په ورځ وي او اې ته وویل چې په غزني، کندهار، بغلان، او هلمند ولایتونو کې په دې وروستیو ورځو کې ګڼ شمېر طالبان وژل شوي او حالات په ښه کېدو دي.

امریکايي ځواکونه طالبانو سره د کال ۲۰۲ د امن معاهدې دلاندې د افغانستان نه انخلا کوي. په معاهده کې طالبانو لوظ کړی چې د القاعده سره به تعلقات ختموي او د افغانستان خاوره به د ترهګرۍ دپاره استعمالیدو ته نه ورکوي.

د امریکې په سېنټ کې د حزب اختلاف ریپلېکن سېنېټر مېچ میکانل په صدر بایډن غږ کړی چې افغانستان نه د ځواکونو وېستلو خپل امر ته دې بیا کتنه وکړي. هغه وویل کله چې امریکايي ځواکونه د افغانستان څخه ووځي نو القاعده به هلته بیا د هغه په قول رایوځای شي.

د امریکې د دفاع وزارت، پېنټګان، ترجمان جان کربي د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل افغانستان نه د ترهګرۍ خطر کم کړی شوی دی خو په مکمله ختم کړی شوی نه دی.

په سیمه ایز ملکونو کې د امریکې د پوځي اډو په اړه خپل بیان کې طالبانو وویل " موږ نورو ته بار بار ډاډ ور کړی چې زموږ خاوره به د چا د امنیت پر ضد نه استعمالېږي."

طالبانو خبردار وکړو چې نور ملکونه دې هم خپله خاوره د دوی په ضد کارول کېدو ته ور نکړي." که داسې ګام واخیستل شي، بیابه د هر ډول ناخوالو او مشکلاتو مسئولیت د هغه چا پر غاړه وي چې د دې ډول اشتباهاتو مرتکب کېږي."