پاکستان کې په ټولنيزو رسنيو ويډيوز او عکسونه خپاره کړل شوي چې د پنجاب صوبې په بهاولنګر ضلع کې د پوليس او پوځ ترمنځ شخړه شوې، پوځيان په پوليس تاڼه ورغلي، پوليس یې وهلي ټکولي دي.
خو د پنجاب پولیسو ویلي، په "بهاولنګر کې مخې ته راغلې معمولي پېښه په ټولنيزو رسنیو سمه نه وړاندې کړل شوې، د دې ناسم تاثر ورکولو هڅه شوې چې د پوځ او پوليس ترمنځ کومه شخړه شوې ده".
ويل شوي، "په ټولنيزو رسنیو د غېر مصدقه خبرو خپرېدو وروسته د دواړو ادارو د طرفه سمدستي ګډې پلټنې شوي، د دواړو ادارو مشرانو د ټولو حقايقو جايزه اخستې او معامله په سمه توګه هواره کړې ده".
— Punjab Police Official (@OfficialDPRPP) April 10, 2024
په پوسټ کې خلکو ته خواست شوی چې په ټولنيزو رسنیو په جعلي پروپېګنډو پسې غوږ نه وړي.
يو ځايي خبريال طارق حفيظ وي او اې ته ویلي، "دا شخړه په اتم اپرېل پيل شوې، د مدرسې په نوم تاڼې مشر (اېس اېچ او) رضوان عباس د يو پوځي محمد خلیل په کور چاپه وهلې وه. د نوموړي په خبره، په پوليس تور دی چې د چاپې په وخت یې په کور کې ګډوډی جوړ کړی او ځينې قيمتي څيزونه یې د ځان سره اخستي بيا د علاقې او کور د خلکو د پوليسو سره شخړه شوې او وسله یې ترې اخستې وه".
د يادې پېښې په اړه په ټولنیزو رسنيو د دوه مقدمو کاپیانې پوسټ شوې، يوه مقدمه د اتم او بله د لسم اپرېل ده.
په لومړۍ مقدمه کې پوليسو دعوه کړې، "په ګشت وو دوه کسان یې ليدلي، يو يې نيولی تماچه یې ترلاسه کړې، بل يو کور ته تښتېدلی د کور کسانو چې پکې محمد خليل هم نومې تن هم شامل وو، د پوليس ضد مزاحمت کړی پوليس یې يرغمال کړي بيا نور پوليس راغوښتل شوي د کور والو سره یې شخړه شوې او بيا يې د کور والو پرضد په کار سرکار کې د مداخلت په سر په دوی مقدمه درج کړې ده".
د حفيظ په خبره، "محمد خليل پوځي دی هغه بيا خپله اداره خبر کړې، بيا په ساده جامو کې کسان راغلي، د مدرسې او سټي په تاڼو ورغلي او پوليس وهلي ټکولي دي".
بيا په بله مقدمه کې ویل شوي، "د مدرسې تاڼې اېس اېچ او رضوان عباس او ورسره نورو پوليسو، محمد خليل او هغه سره دې نور کسان نيولي خو په 24 ساعتونو کې یې مجسټرېټ ته نه وو وړاندې کړي په غېر قانونه بند کې یې ساتلي، دوی غېرقانونه کار کړی او پرضد یې مقدمه درج کړل شوې ده".
په ټولنیزو رسنيو د دغه پېښې په اړه بېلابيلې ویډيوز او عکسونه خپاره شوي او ویل شوي، پوځيان راغلي پوليس یې نيولي او وهلي ټکولي دي.
د محمد عمېر په نوم يو تن ويډيو خپره کړې چې پکې يو تن خبرې کوي او وايي، "زمونږ د پاکستان دا الميه ده، زمونږ زړه غواړي چې مړه شوي، مونږ پوليس يو خو حال مو دا دی چې د يو پوځي دوه وروڼه ډاکوان دي پوليس یې پرضد عمليات کړي او بيا د پوځ 40 يا 50 کسان غټې وړې وسلې په لاس په تاڼه راغلي، بدمعاشي یې کړې په تاڼه قبضه کړې وهل ټکول یې کړي، د حوالات نه کسان تښتېدلي، دا څه دي؟ د پاکستان دی؟ اوس وزيراعلا صاحبه چرته ده؟"
مقامی صحافیوں کے مطابق بہاولنگر پولیس نے چھاپہ پمپ چوری کے مقدمہ میں مارا ملزمان کو مدعی نے نامزد کیا جس پر چھاپہ مارا گیا۔پھر جو کچھ پولیس سے ہوا اس کے لئے یہ ویڈیو دیکھیں۔@MaryamNSharif @CMShehbaz pic.twitter.com/bDV4mXxJyb
— Muhammad Umair (@MohUmair87) April 10, 2024
خو نه دي ويل شوي چې دا ويډيو کله او کوم ځای جوړه شوې يا د کومې تاڼې ده.
ځينې کسانو ویلي، پاکستان تحریک انصاف ګوند دغه پېښې ته غلط رنګ ورکوي چې پوځيان راغلي پوليس یې وهلي، يا پوليس د خلکو په کورونو ورغلي په خلکو یې تشدد کړی دی.
پاکستان تحریک انصاف ګوند په اېکس (پخواني ټویټر) د بهاولنګر په پېښه يو پوسټ کې ویلي، "د نهمې مې د غلط اپرېشن د کردارونو په خپل مينځ کې ټکراو، پاکستان کې د موجوده لاقانونيت نوره څرګندونه ده".
تحريک انصاف ګوند په اوږد بیان کې ویلي، "دغه پېښه ښيې چې په رياستي ودانيو حملې کول د چا کار دی، او د نهمې مې حقيقي زمه وار څوک دي".
تحریک انصاف ګوند د دغه پېښې غندنه کړې او ويلي يې دي، د قانون ترمخه دې د زمه وارو سره حساب وشي.