په خېبرپښتونخوا کې 48 زره کسانو خپلو بچو ته د پولیو څاڅکو نه انکار کړی، چارواکي وايي

دغه پوليو کېمپېن کې په ټوله صوبه کې1 لاک 42 زرو نه سېوا ماشومان د څه نه څه وجوهاتو له کبله د پوليو څاڅکو څخه محرومه پاتې شوي دي

په خېبرپښتونخوا کې د پولیو خلاف په ورستي کېمپېن کې 48 زره کسانو خپلو بچو ته پولیو نه د محفوظ پاتې کېدو د وېکسین نه انکار کړی دی

دغه پوليو کېمپېن کې په ټوله صوبه کې1 لاک 42 زرو نه سېوا ماشومان د څه نه څه وجوهاتو له کبله د پوليو څاڅکو څخه محرومه پاتې شوي دي۔

د خيبرپښتونخوا د پوليو د مخنيوي ادارې ايمرجنسي آپرېشن مرکز رپورټ ترمخه 94 زره ماشومان د پوليو مهم په وخت په کورونو کې موجود نه وؤ۔

د خېبرپښتونخوا سرښار پېښور کې د پوليوقطرو څخه پاتي شوي ماشومانو شمېره ترټولو زياته 52 زره ده چې 29 زره پکې انکاريان دي۔ دي ترڅنګ بنو نه 5681، لکي مروت نه 2954 او مردان نه 2887 تر ټولو سېوا مېندو پلارونو خپلو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي اچولو نه انکار کړی دی۔

د مردان ډپټي کمشنر او د پوليو د مخنيوي ادارې پخوانی مشر عابد وزير وايي د انکاري خلکو قانع کولو د پاره یې بيلا بيلو مکتبه فکر خلکو ټولګي جوړ کړي۔ چې د انکاري خلکو شمېره راکمه کړي۔

عابد وزير وویل "په دي سيمه کې ناپوهي ده۔ خلکو کې د پوهې کمۍ دې۔ که څوک منفي خبره اوکړي نو خلک ئي مني۔ څه خلک وايي چې پوليو څاڅکي بچي بندوي۔ څه خلک د مذهب په بنياد انکار کوي۔ څه سياسي بنياد له کبله انکاريان دي۔ مونږ داسې ټولو خلکو دپاره د هر ټولنې خلکو مرسته ترلاسه کړې ده۔ او کوشش کوؤ چې انکاريانو شمېره راکمه کړو"۔

په خېبرپښتونخوا کې د پوليو کېمپېن په وخت د صوبې 15 ضلعو څخه يو انکاري هم نۀ دی رپورټ شوی خو بیا په کورونو کې غير موجود ماشومان رپورټ شوي دي۔

د صحت محکمې وېنا ترمخه د پوليو څاڅکو سره تړلې منفي خبرو له کبله او حکومت نه د غوښتنو په بنياد زياتره خلکو خپلو ماشومانو ته پوليو قطري نه دي ورکړي۔

د خلکو لخوا داسې رويې له وجې تير کال هم د خيبرپښتونخوا نه يو ميلين نه زيات والدينو د پوليو څاڅکو نه انکار کړې وؤ۔ د کوم روسته چې صوبه کې د پوليو وائرس ماحولياتي نمونې مثبت رپورټ شوې وې او د پوليو کېسونو کې هم اضافه راغلې وه. سږکال 2020 کې تر دې دمه پاکستان نه 74 د پوليو وائرس ړومبي او 62 د پوليو وائرس دويم ډول پېښي رپورټ شوي دي۔ په خيبرپښتونخوا کې دغه شمېره ترټولو سېوا ده۔ صوبه کې د پوليو وائرس ړومبي ډول (ټائپ 1) 22 او دويم ډول (ټائپ 2) 42 پېښې رپورټ شوي دي۔