شمالي وزیرستان: چاودنه کې درې عسکر ژوبل شوي

شمالي وزیرستان پولیسو او امنیتي چارواکو د چاودنې پېښه تایید کړې او وي او اې ډیوه ته یې ویلي، د امنیتي عسکرو په ګزمه چاودنه نن سهار په سپین وام سیمه کې شوې ده.

د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په ناارامه شمالي وزیرستان کې د امنتي عسکرو په ګزمه چاودنه کې درې عسکر ژوبل شوي دي. او په جنوبي وزيرستان کې د وسله والو او عسکرو ترمینځه د ډزو په تبادله کې یو ځایي تن وژل شوی دی.

شمالي وزیرستان پولیسو او امنیتي چارواکو د چاودنې پېښه تایید کړې او وي او اې ډیوه ته یې ویلي، د امنیتي عسکرو په ګزمه چاودنه نن سهار په سپین وام سیمه کې شوې ده.

د مقامي پولیس او د استخباراتي چارواکو په وینا چاودنه د سړک په غاړه د ښخ بارودي ماین یا ای ډي د لارې شوې ده، د پاکستان د پوځ درې پکې ژوبل شوي دي.

په چاودنه کې ژوبل کسان په میرعلي سیمه کې پوځي روغتون ته وړل شوي دي.

پوځ رسمي ډول د شمالي وزیرستان د پېښې په اړه لا څه نه دي ویلي خو د سپین وام تاڼې پولیس وایي تر چاودنې وروسته ټوله سیمه امنیتي عسکرو په ګیره کې اخیستې او لټون یې پېل کړی دی.

د دغه برید ذمه داري تر دې مهاله چا نه ده منلې.

د جون په 10 مه شمالي وزیرستان کې د وسله والو سره په برید کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي وو. په ځوابي عملیاتو کې پوځ د څلورو وسله والو د وژلو دعوه هم کړې وه.

بل لور ته چارواکي وایي د بر جنوبي وزیرستان مومي کړم سیمه د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمینځ د ډزو تبادله شوې او یو تن پکې وژل شوی دی.

د سیمې نه امنیتي سرچینو ویلي ډزې هغه مهال پیل شوې چې سهار وختي د بمونو ناکاره کولو په پارټۍ نامالومه وسله والو برید وکړو.

ځایي پولیس وایي د ډزو په تبادله کې د مکین سیمې یو ځایي تن کریم الله وژل شوی دی.

تر دې مهال د ډزو په تبادله کې د ممکنه اوښتي تاوان نور مالومات مخې ته نه دي راغلي.