ټرانسپېرېنسي انټرنېشنل په پاکستان کې پولیس او عدلیه ترټولو زیاتې کرپټ ادارې بللي

مخالف ګوندونه په حکومت دا تور لګوې چې د قامې احتساب اداره نیب د مخالفینو په ضد د سیاسې انتقام د پاره کارول کیږې او د تحریک انصاف د حکومت تیرو درې نیمو کلو کې قریباً په ټولو سیاسي مشرانو څه نه څه مقدمې درج شوی یا د کرپشن په مقدمو کې زندانونو ته لیږل شوي

د بډو رشوتونو یا اداري فساد په ضد کارکوونکي نړیوالې ادارې ټرانسپېرېنسي انټرنیشنل د 2021 په سروی یا څېړنه کې په پاکستان کې عدلیه او پولیس تر ټولو زیاتې کرپټ یا بدعنوانې ادارې بللي دي.

د پاکستان حکومت وايي د هېواد عدلیه ازاده ده او د کرپشن په ضد ګامونو ګټه ورې پایلې ترلاسه کړي دي.

د نیشنل جوډیشل کمیټې د کال 2020 د یوه راپور تر مخه سترعدالت کې 46698 او ضلعې عدالتونوکې 177290 مقدمې د ځنډ ښکار دي.

د سیاسې مشرانو او قانون پوهانو په وینا خلک د مقدمو د ځند او په وخت انصاف نه کېدو په سبب د ستونځو ښکار دي او د حکومتې ادارو څخه د انصاف امید نه لري.

د امریکې په کوربتوب د جمهوریت په موضوع غونډه کې د پاکستان د شرکت نه کولو په اړه د هېواد خارجه وزارت د شورو، چهارشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل د کرپشن ختمولو دپاره د حکومت ګامونو "مثبت نتېجې" راوړي دي.

د خارجه وزارت بیان ووېل پاکستان فعاله جمهوریت، ازاده عدلیه او ازاد مطبوعات لري او هېواد "جمهوریت نور ژور کولو، کرپشن خلاف جنګېدو او د ټولو شهریانو د انساني حقونو تحفظ او پرمختګ" ته ژمن دی.

د ټرانسپېرېنسي انټرنیشنل ترمخه د پولیس او د عدلیي نه پس د ټینډرو یا ټهیکو ورکوولو محکمې په دریمه درجه کرپټ دي.

قانون پوهه او د پاکستان بارکونسل مشر لطیف افریدی وي او اې ډیوه ته وايي د مقدمو د ځند او په وخت انصاف نه ترلاسه کولو په سبب خلک د ستونزو ښکار دي.

هغه وویل په عدالتونو کې په لکونو مقدمې د ځنډ ښکار دي چې لوی سبب یې د قاضیانو یا د ججانو کمی دی.

د اطلاعاتو وفاقې وزیر فواد چوهدري د ټرانسپېرېنسي انټرنیشنل د سروی په اړه د ټویټر د لارې ویلي پولیسو او عدلیه کې کرپشن لویه خبره ده.

فواد چودهري وویل ستر قاضې ته پکار ده چې دې اړخ ته پام راوګرځوې او فواد چودهري په قول د سیمې د نورو ملکونو په مقابل کې د قاضیانوې تر ټولو زیاتې تنخواګانې په پاکستان کې ورکول کیږې هم دغه حال د پولیسو د ادارې دې-

د ټرانسپېرېنسي انټرنېشنل دغه سروی چې د سږ کال 2021 د اکتوبر د 14 څخه تر 27 نیټې پورې ترسره شوې ده ،پکې د خلکو لوې شمیر 85.9 فیصد کسان د وفاقې حکومت د د احتساب عمل په زړه پورې نه بولي.

د سروې تر مخه د کرپشن درې مهم اسباب احتساب نه کېدل،‌ د طاقتورو خلکو لالچ او کم معاشونه یا تنخاګانې دي

د پیپلز ګوند سینیټر بهرامند خان تنګې وي او اې ډیوه سره خبرو کې وايي دا لومړی ځل نه دی چې د تحریک انصاف د حکومت د کرپشن او د دوې په واک کې د ادارو په اړه دغه رنګه راپورټونه مخې ته راځې.

ښاغلي تنګی وايي د عمران خان د دعوو سربیره چې پولیسو نظام به مثالې جوړوي خو دا یو حقیقت دی چې خلک پولیسو او عدلې ته د خپلو ستونځو د پاره نه شې تلې. هغه زیاته کړه دا هر څه څرګندوي چې خلک د دوی څخه د انصاف هیلې نه لري-

مخالف ګوندونه په حکومت دا تور لګوې چې د قامې احتساب اداره نیب د مخالفینو په ضد د سیاسې انتقام د پاره کارول کیږې او د تحریک انصاف د حکومت تیرو درې نیمو کلو کې قریباً په ټولو سیاسي مشرانو څه نه څه مقدمې درج شوی یا د کرپشن په مقدمو کې زندانونو ته لیږل شوي.

بهرامند تنګی وايي په عمران خان او د حکومت په وزیرانو د کرپشن د مقدمو په اړه ڼه خو څه پلټې اونه یې په مقدمو کې څه پر مختګ کېږي.