د غبن يا کرپشن د څار غېر دولتي نړیوالې ادارې ټرانپرنسي انټرنیشنل په خپل کالیز رپورټ کې ویلي، په تېر کال کې په پاکستان کې غبن نور زیات شوی، او په 180 هېوادونو کې پاکستان د 124 نه 140 درجې ته ختلی دی.
ټرانسپرنسي انټرنيشنل نن د نهې/ سه شنبې په ورځ (25 جنورۍ) خپور کړي خپل کاليز رپورټ کې ويلي، په پاکستان کې غبن نور سېوا شوی او په ملک کې هر ځای بډې رشوتونه اخستل کیږي.
ادارې ویلي، په کال 2020 کې پاکستان د غبن کوونکو ملکونو په 100 درجو کې په 31 نمبر وو او په 2021 کې يې ګراف راغورځېدلی او 28 نمبر ته راغلی دی، او د 2020 کال په مقابله کې په ملک کې په بډو رشتونو کې درې چنده اضافه شوې ده.
په کال 2018 کې چې پاکستان تحریک انصاف ګوند د عمران خان په مشرۍ په حکومت کې راغلی، او عمران خان وزیراعظم جوړ شوی، هغه وخت پاکستان د غبن کوونکو ملکونو په نړيواله درجه بندۍ کې په 117 نمبر وو، په 2019 کې 120 او په 2020 کې نور څلور درجې غورځېدلی 124 درجې ته او په 2021 کې 140 درجې ته ختلی دی.
اقتصاد پوهان وايي کله چې په يو ملک کې غبن سېوا وي، نه يواځې په دغه ملک کې دننه د هغې بدې اغېزې وي بلکې بهرنۍ ادارې هم په دغه ملک کې د سرمايه کارۍ يا پانګونې څخه ډډه کوي، په دغه ملک اعتماد نه کوي د کوم څه امله چې پاکستان د وړاندې نه د بدو اغېزو لاندې دی.
اقتصاد پوهه بابر رباني وايي، په نړيواله کچه چې څوک هم په يو ملک کې پانګونه يا سرمايه کاري کوي، کارخانه لګول غواړي نو هغه کمپني یا تن د نړيوالو اقتصادي ادارو څخه د دغه ملک په اړه پوښتنې کوي، چې په دغه ملک کې د غبن څه حالات دي، او چې کله په يو ملک کې غبن کيږي نو هلته بيا بهرنۍ پانګونې نه راځي. او کله چې پانګونې نه کيږي نو هلته بيا بې روزګاري سېوا کيږي عام خلک ترې سخت اغېزمن کيږي.
بل اقتصاد پوهه سجاد احمد وايي کله چې په ملک کې غبن کيږي نو هغه د تل پاتې اقتصادي پرمختګ په وړاندې غټ خنډ جوړ وي، بې روزګاري او غربت ورسره سېوا کيږي، ځکه چې دولت د شمار يا يو څو لاسونو ته غونډيږي، او د هغې په وجه په جرمونو کې اضافه کیږي او د هغې ملک امنيت ورسره هم د خطرې سره مخ کيږي.
اقتصاد پوهه فرخ سليم په ټویټر ويلي، "په غټه کچه د غبن مطلب زیات غربت، زياته بې روزګاري، په حکومت بې اعتمادي، سياسي بې ثباتي او د غټ غبن مطلب لږه غېر ملکي سرمايه کاري ده".
1. Higher Corruption means more Poverty2. Higher Corruption means more Unemployment3. Higher Corruption means mistrust in Govt4. Higher Corruption means Political Instability5. Higher Corruption means lower Foreign Investment pic.twitter.com/xujqijTkjs
— farrukh saleem (@SaleemFarrukh) January 25, 2022
په قومي اسمبلۍ کې د مخالفه ګوندونو مشر د پاکستان مسلم ليګ ن شهباز شريف د پاکستان تحریک انصاف په حکومت نيوکې کړي او ویلي یې دي،
"ټرانسپرنسي انټرنيشنل پرله پسې په دوېم ځل ګواهي ورکړې ده چې د عمران نيازي حکومت غبن کوونکی او غل دی. د نړيوالې ادارې رپورټ فرد جرم دی، غبن کوونکي واکمن دې استعفا ورکړي ملک نور د هغه د لوټ مار قابل نه دی".
قائد حزبِ اختلاف شہباز شریف کا بیان۔ ٹرانسپرنسی انٹرنیشنل نے مسلسل دوسری بار گواہی دی ہے کہ عمران نیازی حکومت کرپٹ اور چور ہےعالمی ادارے کی رپورٹ فرد جرم ہے، کرپٹ حکمران استعفیٰ دیں، ملک ان کی لوٹ مار کا متحمل نہیں ہو سکتا
— President PMLN (@president_pmln) January 25, 2022
د پاکستان پيپلز ګوند سېنېټرې شېري رحمان ويلي،
"د ټرانسپرنسي انټرنيشنل رپورټ د دې حکومت پرضد چارج شيټ يا د غبن غټ ثبوت دی، او په پاکستان کې غبن 16 درجې بره تلل د دې حکومت بيانيه بې نقابه کوي".
ٹرانسپیرنسی انٹرنیشنل کی کرپشن پرسیپشن انڈیکس اس حکومت کے خلاف چارج شیٹ ہے۔کرپشن میں پاکستان کا 16 درجے اوپر جانا اس حکومت کے بیانئے کو بے نقاب کرتا ہے۔ 2020 میں دنیا بھر میں پاکستان کرپشن پرسیپشن انڈیکس میں 124 نمبر پر تھا۔ 1 سال کے اندر پاکستان 140ویں نمبر پر آگیا ہے۔ 1/2
— SenatorSherryRehman (@sherryrehman) January 25, 2022
هغې دا هم ویلي، د حکومت د احتساب د سلاکار (شهزاد اکبر) استعفا د دې خبرې ثبوت دی چې غبن کم شوی نه دی بلکې سېوا شوی دی.
د پاکستان تحریک انصاف حکومت په سمدستي ډول دغه رپورټ ته کم غبرګون نه دی ويلي، خو عمران خان چې کله وزیراعظم نه وو جوړ شوی تل به يې ويل چې ټرانسپرنسي انټرنيشنل يو ملک ته غبن کوونکی اووايي نو د هغې مطلب دا دی چې د دغه ملک واکمن غله او بډې، رشتونه اخستونکي وي.
تيره ورځ د پاکستان د وزیراعظم د احتساب سلاکار شهزاد اکبر د خپلې څوکۍ څخه استعفا هم ورکړې ده.