سپریم کورټ د وزیراعظم بیان په ججانو د فشار اچولو کوښښ بللی

د سپریم کورټ بېنج د عمران خان بیان غیر ذمه وارانه بللی دی

د وزیراعظم عمران خان د واکمن تحريک انصاف ګوند د قومي اسمبلۍ د مرورو غړو د ووټ د قانوني حيثيت په حقله د صدارتي رېفرنس مقدمه اوريدونکي د سپریم کورټ پينځه کسيزه بېنچ د عمران خان په هغه بیان ناخوښي څرګنده کړې ده چې هغه پکې په مبینه توګه اعلا عدالت به ججانو د فشار اچولو کوښښ کوي.

د سپریم کورټ بېنج د عمران خان بیان غیر ذمه وارانه بللی دی.

عدالت په اسلام اباد کې په سيند هاوس حمله کې د ککړو ملزمانو په خوشى کيدو هم ټکونه کړي او مرکزي حکومت ته یې امر کړی چې په مقدمه کې نومول شوي ملزمان دې بيا ګرفتار کړي.

د سپریم کورټ د مشر قاضي عمر عطا بنديال وينا وه چې سياسي مشرانو ته پکار دي چې په عدالتونو کې د دومداره مقدمو په اړه د بيانونو نه ډډه وکړي.

د جسټس بندیال دې وینا بته په ځواب کې اټرني جنرل یا د مرکزي حکومت مشر وکیل خالد جاويد وويل وزير اعظم په عدلييه باور لري

حکومت د صدارتي رېفرنس د لارى د سپريم کوټ څخه د پارټي د تګلارۍ په ضد د پارليماني غړو د اهلييت سره تړلې د ملکي دستور ٦٣ ای د تشريح غوښتنه کړې ده او حکومتي وکیل غوښتنه کړې چې سپريم کوټ دې په واضحه کړي چې د ګوند نه بېل شوي د قومي اسمبلۍ عړي د بې باورۍ په تحریک د خپل ګوند د وزیراعظم په ضد ووټ یا رای ورکولی شي او که نا؟

د سپریم کورټ په بېنچ کې شامل يو قاضي جمال مندوخيل وېلي داسې ښکاري د صدارتي رېفرنس اصل هدف د واکمن تحريک انصاف نه مرور پارليماني غړي دي.

د سپريم کوټ بار پخوانى صدر او د حکومت مخالفه جمعيت علماى اسلام ف ډلى د سينټ غړى کامران مرتضى وايي د عدالت د ممکنه فېصلې په اړه څه وېل به مناسب نه وي خو ویې وېل چې حکومت د بدنیتۍ په بنیاد سپریم کورټ ته رېفرنس کړی دی.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل دغه ريفرنس ليږلو سره عارف علوي د هيواد د صدر په ځاى د واکمن تحريک انصاف ګوند وفاداره غړی ثابت شوى دى.

د سپريم کوټ بينچ دا خبره هم کړې چې حکومت ته پکار وو چې دا معامله عدالت ته د وړلو په ځای یې په پارلېمنټ کې فېصله کړی وی.

دې ته غبرګون کې هم د ګل، دوشنبې، په ورځ سپريم کورټ په ودانۍ کې ميډيا سره خبرو کې د اطلاعات مرستيال مرکزې ٶزير فرخ حبيب وويل دوی هغه پارليمان ته څنګه لاړ شي چېرته چې د فرخ حبيب په خبره د ووټونو او ضميرونو سواګر سياسي مشران فيصلې کوي؟

د ګل، دوشنبې، په ورځ اوريدنه کې د سيند حکومت وکيل اسلام اباد سيند هاوس باندى حمله باندى تورن ګرفتاره تنانو په ضمانت خوشى کيدو معامله هم راپورته کړه او تور یې پورې کړو دا ځکه اسلام اباد پوليس د دوي په ضد سخت قانوني دفعات نه وو لګولى.

مشر قاضي هم په دى اړه انديښنې ښودلي او حکومت ته ېې قضييه کې نومول شویو تنانو د بيا ګرفتارۍ حکم ورکړى دى.

تيره اوونې د واکمن تحريک انصاف ګوند پلويان هغه وخت په سيند هاوس ورغلي وو کله چې دغلته موجود د واکمن ګوند نه مرور پارليماني غړو د ميډيا د لارى د خپل ګوند نه د بېلېدو پخلى کړى و.

سيند کې واکمن خو مرکز کې حکومت مخالفه پيپلز ګوند دا حمله دهشت ګردي بولي او د صوبايي حکومت وکيل د سپريم کوټ څخه د ککړ تنانو په ضد د ترهګرى دفعات لګولو غوښتنه هم کړى ده.