​ په تورخم پوله بند ناروغان په سختو اؤ اوږدو لارو پاکستان ته را اوښتو ته اړ شوي دي

دغه پوله د پاکستان سرحدي ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ د نښتو له امله، د تېرو ۱۴ ورځو راهیسې تړلې پرته ده، او د دغو نښتو په پایله کې دواړو خواو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده

د پاکستان د سرحدي ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ په تورخم پوله د روانو نښتو له امله، د مسافرو ترڅنګ داسې ګڼ ناروغان هم د افغانستان غاړې ته راګیر پاتې دي، چې د بېلابېلو ناروغیو ښکار دي او غواړي پاکستان ته د علاج لپاره واوړي.

افغان ناروغانو سره په پوله بند پاتې د هغوي پام کوونکي وايي، اوس په دې هڅه کې دي چې د تورخم له لارې پرته له نورو لارو څخه پاکستان ته داخل شي او خپلو ناروغانو ته درملنه وکړي.

د تورخم لارې د تړل کېدو له امله ځینې افغانان دې ته اړ شوي چې د چمن پولې له لارې پاکستان ته داخل شي او خپل ناروغان روغتونونو ته ورسوي.

په دغو افغانانو کې یو، د خوست ولایت اوسېدونکی، حبیب الرحمان هم دی، چې د سختو کړاوونو او اوږد سفر وروسته پېښور ته رسېدلی دی.

حبیب الرحمان وي او اې ډیوه ته وایي"ما سره خپله خور ده، د ګُردو ناروغي لري. موږ له کابل څخه تر کندهاره ۱۲ ساعته مزل وکړ، بیا مو کوټې ته د تلو لپاره یوه ورځ انتظار وکړ. د انتظار وروسته مو له کوټې تر پېښوره ۱۶ ساعته سفر وکړ، ناروغه مو ډېر په سختۍ سره پېښور ته راورسوله"

هغه وایي د کابل نه کندهار ته یې ۵۰۰۰ افغانۍ مصرف کړی، او د ټول سفر لګښت یې۱۲۰،۰۰۰ افغانۍ شوی، چې د ډاکټر مصارف به اوس جلا لنډوي.

د حکومتي شمېرو له مخې، د فبرورۍ د ۲۱مې نېټې نه وړاندې، هره ورځ ۷۰ نه تر ۸۰ پورې سخت ناروغان، چې قانوني اسناد به یې لرل، د تورخم پولې له لارې پاکستان ته راتلل.

دغه پوله د پاکستان سرحدي ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ د نښتو له امله، د تېرو ۱۴ ورځو راهیسې تړلې پرته ده، او د دغو نښتو په پایله کې دواړو خواو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.


د پولې د تړل کېدو له امله افغان ناروغان وايي، چې د دوی ستونزې دوه چنده شوې، ناروغان یې ذهني فشار ته لوېدلي، او اوس دې خبرې اندېښمن کړي، چې څنګه او په کومه لار بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د مزارشریف اوسېدونکی احمد جواد ډیوه سره خبرو کې وایي"موږ اته تنه یو، شپږ ناروغان او دوه روغ کسان. له ماسره خپله ښځه، زوی او پلار دی، راسره کاکا، د هغه ښځه او زوی هم شته ،ښځه مې د سرطان ناروغي لري، زوی مې د وینې د کمښت له ستونزې سره مخ دی، پلار مې د زړه ناروغي لري، د تره ښځه مې د لوړ فشار مریضه ده، او تره مې د ملا له تکلیف سره مخ دی"

هغه وایي "موږ دلته راغلي یو، سخت مشکلات لرو، پاکستان زموږ ګاونډی هېواد دی، او له هغوی غواړو چې دا مسله حل کړي"

د تورخم حکومتي ادارې وايي، د روان کړکېچ نه وړاندې، هره ورځ ۳۰۰۰ؤ نه تر ۳۵۰۰ؤ پورې د دواړو هېوادونو وګړو د تورخم لارې تګ راتګ کاوه، چې له دې جملې ۷۵ سلنه افغانان وو.

دغه شمېرې دا هم ښيي، چې د تورخم پولې له لارې، هره ورځ ۴۰۰ نه تر ۵۰۰ پورې بې اسنادو افغانان هم خپل هېواد ته ستنېدل.

د پاکستان سرحدي ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ د مارچ په دويمه او درېيمه په تورخم کې سخته نښته شوې وه، پاکستان لوري ته پکې د ايف سي ځواک شپږ عسکر ژوبل شوي، باچا مېنه کې په مرميو کورونه لګېدلي، تورخم کې جومات لګېدلی او د مالونو ډک ګاډي هم په ډزو لګېدلي وو.

افغانستان لوري ته د يو طالب وژل کېدو او څو نورو ژوبلېد خبر هم ورکړل شوی ؤ ، خو د دواړو خواو څخه تراوسه پورې د مرګ ژوبلو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ويل شوي.

د کډوالو او وطن ته د ستنېدونکو افغانانو د چارو دپاره د طالبانو وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د پاکستان ناظم الامور عببدالرحمان نظاماني سره ملاقات کې د تورخم دوازه د بندېدو په سبب عام ولس او تجارت ته د ممکنه نقصان په اړه د تشویش اظهار وکړو.

د ملاقات وروسته د طالبانو وزارت په اېګس یو بیان کې وویل مولوي عبدالکبیر غوښتنه وکړه چې په تور خم شخړه دې په امناکه ډول د خبرو اترو د لارې حل کړی شی.

د بیان ترمخه عبدالکبیر وویل د تور خم لار د بندېدو په نتیجه کې "دواړو غاړو ته زرګونه مسافر، ناروغان، جنازې او د سوداګرو مالونه بند پاتې دي نو په دې اړه دې جدي اقدام وشي څو دواړو لورو ته ډېر زیان ونه رسېږي."

د طالبانو وزارت وویل د پاکستان سفارتکار عبدالکبیر ته "ډاډ ورکړ، چې داسلامي امارت غوښتنې به په رسمي ډول له پاکستاني سره شریکې کړي. هغه وویل، د پاکستان راتلونکی له افغانستان سره تړلی دی، له همدې امله افغان کډوالو څخه د سیاسي ابزارو په توګه ګټه نا اخلي، بلکې غواړي چې ستونزې د تفاهم له لارې حل شي."