صدر ټرمپ ښه فیصله وکړه، په افغانستان کې د جگړې په ختمولو خبرې پکار دي: حقاني

په واشنگټن کې د پاکستان پخواني سفير حسین حقاني د صدر ټرمپ لخوا د طالبانو سره د خبرو د ختمولو هر کلی کړی دی او وايي په افغانستان کې مزاکرات د امريکايي ځواکونو په ویستلو نه بلکې د جگړې په ختمولو پکار دي.

ښاغلي حقاني وي او ای ډیوه ته په یوه مرکه کې وویل:

"د صدر ټرمپ دا فیصله سمه ده چې مزاکرات یواځې د ځواکونود ویستلو په حقله نه دي پکار"

Your browser doesn’t support HTML5

په افغانستان کې د جگړې په ختمولو خبرې پکار دي حقاني

دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ د شنبې یا خالي په ورځ وویلي وو چې د طالبانو مشران او د افغان صدر اشرف غني به امریکا ته تلل او په کیمپ ډېوېډ کې به یې ورسره لیدل خو دغه لیدنه یې ختمه کړه.

ښاغلي ټرمپ ويلي وو:

" تقریبا هېڅوک هم خبر نه وو چې د طالبانو ستر مشران او د افغانستان صدر په جدا توگه له ما سره د یکشنبې یا اتوار په ورځ په کېمپ ډېوېډ کې لیدل. دوی امریکا ته نن شپه راتلل. له بده مرغه دوی د غلط امتیاز ترلاسه کولو لپاره د هغه برید پړه په غاړه واخېستله په کوم کې چې زمونږ یو ښه سرتیری او یولس نور کسان ووژل شول. ما په بیړه سره دغه لیدنې کنسل کړې او د سولې مذاکرات مې ودرول."ټ

ښاغلي حقاني وویل چې صدر ټرمپ دا ډیره ښه فیصله کړیده چې مزاکرات یی ودرول، د حسین حقاني په خیال د صدر ټرمپ د دې فیصلې وروستو به د مذاکراتو ائنده بنیاد مظبوط او کامیابه وي.

Your browser doesn’t support HTML5

په افغانستان کې د جگړې په ختمولو خبرې

حسین حقاني ډیوه ته وویل، د زلمي خلیلزاد په دې ټوله پروسه کې تکل د جگړې د ختمون پرځای د امریکني پوځونو په انخلاء باندې وو.

Your browser doesn’t support HTML5

د جگړې په ختمولو خبرې پکار دي

ښاغلي حقاني وویل چې امریکا په سر کې د طالبانو سره د خبرو پرېکړه وکړه نو دا یو ډیر لوی گام وو.

د هغه په خیال طالبانو هم د خبرو د لارې د مسلې ختمولو یوه ښه لاره خپله کړې وه خو د هغه په خیال طالبان باید ځيني حقیقتونه تسليم کړي

Your browser doesn’t support HTML5

په افغانستان کې د جگړې په ختمولو خبرې پکار دي حسین حقاني

"که چري طالبان په افغانستان کې امن غواړي نو باید دا ومني چې دويي په ټولو افغانانو خپله تسلط نه شي قایمولی"

دامریکایي صدر دانلډ ټرمپ لخوا طالبانو سره دسولې دخبرو ودرؤلو داعلان نه وروسته طالبانو ویلي دصدر ټرمپ دا پرېکړه به نور تر هر چا زیات تاوان پخپله امریکا ته ورسوي.

طالبانو پخپله یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د توافقنامې تر لاسلیک مخکي په یوه برید عکس العمل ښودل، نه د حوصلې او نه هم د کومې تجربي ښودنه کوي