ټریسا مې د مانچسټر پیښې په اړه د امریکا لخوا د معلوماتو په خپرولو خفګان ښودلی

د برتانيې وزیر اعظمې ټریسا مې وايي هغه به د پنجشنبې په ورځ د امریکا صدر ډانالډ ټرمپ سره د خبرو پرمهال هغه اندېښنې شریکې کړي چې امریکا د مانچسټر د بمي پیښې د تحقیقاتو په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړیدي.

په برسلز کې د ناټو په سرمشریزه کې میرمن مې خبریالانو ته ویلي د امریکا او برتانیې ترمنځ ژور امنیتي شراکت د باور او اعتماد پر بنسټ رامنځته شوی چې یوه برخه یې دا هم ده چې استخباراتي معلومات باید په پټه له یوه بله سره شریک کړی شي.

ټریسا مې وویل: ٫٫نن به زه ولسمشر ټرمپ ته دا ښکاره کړم چې د استخباراتي ادارو ترمنځ شریک شوي معلومات باید خوندي وساتل شي.٬٬

د سپینې ماڼۍ لخوا په یوې خپرې شوې اعلاميې کې ټرمپ ویلي وه چې د حکومتي ادارو لخوا د معلوماتو افشا کیدل په ژوره توګه ستونزې زیږوي.

ټرمپ وړاندې ویلي وه: ٫٫زه د عدليې وزارت او نورو اړوندو ادارو څخه غواړم چې ددغې پیښې بشپړه څیړنه وکړي او که مناسبه وي له اړوندو مسولو کسانو سره باید قانوني چلند وشی.٬٬

د رسنیو د راپورونو له مخې هغه پولیس چې د مانچسټر د برید په اړه پلټنې کوي اوس خپل معلومات د امریکا له استخباراتي ادارو سره نه شریکوي.

د امریکا بیلا بیلو رسنیو د امریکايي چارواکو د معلوماتو پربنسټ د ځان وژونکي برید کونکي نوم مخکې له هاغې خپور کړ چې د برتانیې چارواکو لا رسنیو ته نه وه ورکړی.

همدارنګه د نیویارک ټایمز ورځپانې د برید د پلټنو هغه انځورونه هم خپاره کړل چې په رسمي توګه د برتانوي چارواکو لخوا نه وه خپاره شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وویل ټرمپ غواړي د ناټو غړي هیوادونه دې ته وهڅوي چې لا کوټلی ګامونه واخلي او د ګډو ستونزو د حل لپاره د خپل جی ډي پي دوه فیصده سره شریک کړي.

تمه ده د امریکا ولسمشر له د ناټو د غړو هیوادونو څخه د داعش په وړاندې جګړه کې هم کلکه ژمنه ترلاسه کړي.