ټرمپ پر اختلافاتو برسېره نتنیاهو ته په خپل کور کې هرکلی ویلی

د امریکې مخکیني صدر ډانلډ ټرمپ له اختلافاتو سره سره د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتیاهو ته د جمعې په ورځ د فلورېډا په ماریلاګو سیمه کې په خپل کور کې تود هرکلی ویلی او دا له شاوخوا څلورو کلونو وروسته د دواړو لومړی مخامخ لیدل دي.

ټرمپ او نتنیاهو دواړو د هغه مهم سیاسي اتحاد د بیرته فعالولو هڅه کړې چې په ۲۰۲۰م کال کې هغه وخت مات شوی وو چې نتنیاهو د نړۍ د نورو مشرانو غوندې جوبایډن ته د ټرمپ خلاف د صدارتي ټاکنو د ګټو مبارکي ویلې وه.

اسرایلي وزیراعظم نتنیاهو امریکا ته د خپل اوونیز سفر پر پینځمه ورځ له صدارتي امیدوار ډانلډ ټرمپ سره ولیدل. د هغه د سفر مقصد په غزه کې د حماس خلاف د اسرایل د نهه میاشتنۍ جګړې ملاتړ او په خپل هېواد کې دننه د هغه د کمېدونکي شهرت پر ځای کول دي.

له ټرمپ سره تر ملاقات وروسته خبریالانو له وزیراعظم نتنیاهو پوښتنه کړې چې امریکا ته د هغه سفر په غزه کې د ډزبندۍ په برخه کې څه پرمختګ کړی، هغه ویلي، چې "همدا هیله لرم، یقیناً چې ورته لېواله یو او پر دې کار کوو".

د ټرمپ مرستیالانو د دواړو تر منځ د خبرو له پیلېدو وروسته په یوه بیان کې ويلي، ټرمپ ژمنه کړې که امریکايي رایې ورکوونکي هغه په نومبر کې صدر وټاکي، په منځني ختیځ کې د امن راوستلو لپاره به هر ډول هڅې وکړي.

د نتنیاهو لپاره له ټرمپ سره د اړیکو ښه کول په داسې حال کې مهم دي چې که ټرمپ وکولای شي یو ځل بیا د امریکا صدر شي، نو اسریل ته د وسلو او امنیت په برخه کې ډېر مهم هېواد دی.

خو د ټرمپ عام بیانونه کېدای شي له اسرایلي مشرانو سره د هغه اختلافات بیرته زیات کړي ځکه چې هغه په غزه کې د جګړې د سمدستي ختمېدو غوښتنه کوي.

د پنجشنبې- زیارت په ورځ په واشنګټن کې د ملاقات په وخت صدر بایډن او او د هغه مرستیالې کاملا هېریس پر نتنیاهو فشار راوړی وو چې د ډزبندۍ او د یرغمل شویو کسانو د خوشي کولو لپاره په خبرو اترو کې له دوی سره کار وکړي.

د صدارتي ټاکنو لپاره د ډیموکرېټ ګوند ممکنه نوماندې کاملا هېریس له اسرایلي مشر سره تر تعمیري لیدنې وروسته په خپلو څرګندونو کې وویل، هغه د اسرایل د خپلې دفاع د حق ملاتړ کوي.

خو ورسره مېرمن هېریس په غزه کې له "ناورینه ډک" بشري حالت او په جګړو کې د مرګ ژوبلې په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، "موږ نه شو کولای پر دې غمیزه سترګې پټې کړو".

کاملا هېریس په غزه کې د ژر تر ژره ډزبندۍ لپاره د ولسمشر بایډن غوښتنه تکرار کړه، چې وایي لږ تر لږه په دې توګه غزې ته د نورو بشري مرستو د ورتګ اجازه ورکړل شي او د حماس له منګولو یرغمل کړي کسان خوشي شي.