په شمالې وزیرستان کې بیا د هدفي وژنو پیښې شوې چې پکې دوه کسان وژل شوي.
ځایي خلک وایي تر ضرب عضب عملیاتو وروسته نیزدې 450 کسان په هدفي حملو کې وژل شوي او پوښتنه کوي چې د وسله والو سره د ډز بندۍ وروسته د هدفي وژنو مخنیو ی ولې نه کیږي؟
خو پولیس وایي هره پیښه هدفي نه وي خلک په شخصي دښمنیو کې سره یو بل وژني بیا څوک مقدمه کې نه نوموي.
د شمالي وزیرستان پولیس د هدفي وژنو دا تازه پیښې تایيدوي او وايي دا وژنې میر علي بازار سیمه کې شوې دي.
د میر علي پولیسو تاڼې چارواکو وویل تازه پیښه نن د چهارشنبې په غرمه میر علي بازار کې په خیسور سړک شوې چې په یو تن نامالومه کسانو ډزې کړي او په ځایې یې وژلی دی.
د دوی په وینا وژل شوی تن شاهین الله نومیږي او د میرانشاه دګړیوم سیمې اوسیدونکی و.
پولیس وایي بله پېښه نن د میر علي تحصیل ټوچي پار ایمارکي سیمه کې شوې چېرې چې د یو تن مړې موندل شوی چې په بدت یې د تشدد نخښې لیدل کیږي او په مرمیو ویشتل شوی دی .
د پولیسو په وینا وژل شوی تن د عطا محمد په نوم پیژندل شوی چې د میر علي خوشحالي سیمې ځایي اوسیدونکی و او دوه ورځې وړاندې د میر علي بازار نه نامالومه کسانو تښتولی و.
د دوي په وینا د وژل شوو کسانو کورنۍ په چا دعوه نه ده کړې او د نامالومو کسانو پر ضد مقدمې درج شوي او پولیسو پلټنې پېل کړي دي.
په شمالي وزیرستان کې روانه میاشته 12 ځایي کسان په هدفي وژنو او بمي چاودنو کې وژل شوي .
په 18م د مۍ په میر علي کې د یو ځایي تن تښتولو وروسته د هغه مړی غورځول شوی و.
په 14مۍ د شمالي وزيرستان په میرانشاه درپه خېل سیمه کې په یوهدفي برید کې پینځه کسان وژل شوي وو.
په میر علي کې دا تازه د هدفي وژنو پیښې په داسې حال کې کیږی چې په 21م اپرېل د ملک وزیراعظم شهباز شریف د شمالي وزیرستان سفر کړی و او د پوځ ویاندې ادارې په جاري کړي بیان کې ویلي وو چې وزیراعظم ته په میرانشاه کې په امنیت حال احوال تېر کړی شوی و.
بیان کې ویل شوي وو وزيراعظم شهباز شريف د ترهګرۍ د ملا ماتولو او هر رقم ترهګرو ډلو ته ماتې ورکولو او د هغوي د انفراسټرکچر په ختمولو کې د کاميابۍ لپاره د پاکستان د پوځ افسرانو او عسکرو ستاینه کړې او هغوی ته یې درناوی وړاندې کړی دی.
خو د شمالي وزیرستان د پي ټي ایم فعال عید رحمان وایي د ضرب عضب عملیاتو اته کاله پوره شوي او تحریک طالبان پاکستان د ډز بندي اعلان کړی خو بیا هم په شمالي وزیرستان کې هره ورځ د نا امنۍ پیښې کیږي .
هغه وویل د ضرب عضب عملیاتو نه را پدېخوا نیزدې 450 ځایي کسان په هدفی بریدونو کې وژل شوي دي. چې د علاقې عام خلک دي.
دزاوسنۍ پیښې په اړه هغه وویل ضرب عضب عملیاتو نه وړاندې هم په رڼا ورځ د خلکو تښتولو پیښې کېدلې او بیا به دغه رقم مړي ترلاسه شول. او اوس بیا دغه لړی پیل شوي ده.
وي او اې ډیوه سره خبرو کې هغه وویل د ضرب عضب عملیاتو د اتوو کلونو پوره کېدو وروسته د عامو خلکو د وژنو مخه ولې نه نیول کیږي دا په داسې حال کې ده چې تحریک طالبان پاکستان د ډزبندۍ اعلان کړی دی.
پرون هم شمالي وزيرستان کې وسله والو سره په نښته کې دوه پاکستاني امنیتي عسکر وژل شوي او په 14 مۍ په یو ځانمرګي برید کې درې عسکر وژل شوي وو.
په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ په کال 2014 کې د وسله والو پرضد عملیات کړي وو چې پکې د دغه سیمې د وسله والو نه د پاکولو دعوې شوې وې خو بیا هم وخت په وخت پکې په امنیتي ځواکونو د بریدنو او د ځایي خلکو د هدفي وژنو راپورتونه تر لاسه کیږي.
خو د علاقې پولیس وایي هره پیښه د هدفي وژنې نه وي خلک په شخصي دښمنیو کې سره یو بل ووژني او هغې ته بیا د هدفي وژنې نوم ورکوي .پولیس زیاتوي جې خلک دې په مقدمه کې چې کوم کسان نوموي پولیس به یې پرضد ګامونه اخلي.
په دې تېره یوه اوونۍ کې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې داکستان د پوځ شپږ عسکر، بنو جاني خېل کې یو دملیشاه ځواک عسکر او لکي مروت کې دوه پولیس عسکر وژل شوي دي.
دا پیښې په داسې حال کې شوي چې لاقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د مۍ میاشتې په پیل کې کړې ډز بندي د مۍ تر اخره غځولې ده.
په افغانستان کې واکمنو طالبانو منلې چې د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ یې د مذاکراتو منځګړتوب کړی او وایي دغه مذاکرات کامیابه شوي دي خو دا یې نه دي ویلي چې د پاکستان د حکومت استازیتوب چا کولو.
سرچینې وایي تیره اونۍ د پاکستان د اسخبارتي ادارې پخوانې مشر اود پېښور موجوده کور کمانډر جنرل فیض حمید د تحریک طالبان پاکستان سره خبرو کولو لپاره کابل ته تلی و.
ټي ټي پي او د پاکستان د امنیتي ادارو سرچینې ویلي د دغو خبرو په نتیجه کې د پاکستان له زندانونو د ټي ټي پي په لسګونو بندیان خوشي کړل شوي دي.
د تحریک طالبان پاکستان په دغو بندیانو کې د دوی دوه مهم قومندانان مسلم خان او محمود خان هم شامل دي.
څیړونکي وایي دې بریدونو نه ښکاري چې د وسله والو ټولې ډلې د تحریک طالبان په لاس کې نه دي او که مذاکرات کامیاب هم شي خو دغلته د نا امنی خطر به پځای وي.
سیاست مدار او د پاکستان د سینټ پخواني غړي افرسیاب خټک تیره ورځ په ټیوتر لیکلي وو چې د پاکستان دننه څو ریاستونه (او يا هم امپایرز) موجود دي.
هغه پوښتنه کړې وه چې د پاکستان د ایین په کوم شق کې راغلي چې د پېښور "امنيتي چارواکي" ګاونډي هېواد ته ځي او لاقانونه ګرځول شوو تنظیمونو سره خبرې کوي او د هغوی بندیان خوشي کوي دا په داسې حال کې چې وسله وال بريدونه لا هم دوام لري.