امنیت که کرونا؟ د اماراتو خارجه وزیر د وېزو نه ورکولو وضاحت کړی دی

Israel UAE flags

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي د سفر وروسته د متحده عرب امارتو خارجه وزیر وضاحت کړی چې د پاکستان په شمول یې د یوشمېر مسلمان هېوادونو وګړو ته د نوو وېزو نه ورکولو ګام د کرونا وبا له وجې پورته کړی دی.

خو په امارتو کې ځینې ټرېول اېجنټان وايي چې د ځینو مسلمان هېوادونو وګړو ته د سېلګرۍ او مزدورۍ لپاره وېزو جاري کولو کې سختي د اسرائیل او متحده عرب اماراتو ترمنځه د اړیکو سمېدو وروسته راوستې شوې ده.

ای پي خبري اداره د عرب اماراتو د حکومتي خبرې ادارې ډبلیو اې اېم له قوله وايي چې شېخ عبدالله بن زېد النهیان نور بس دومره تفصیل ویلې چې د کرونا وبا له وجې وېزو ورکولو باندې عارضي بندېز لګولی شوی دی.

په اماراتو کې یو ټرېول اېجنټ سعید محمد خبري ادارې ای پي ته ویلي دي چې د پاکستان په شمول د ځینو مسلمان هېوادونو ځوانانو او یواځې سړو ته وېزې نه ورکړل کېږي.

ای پي خبري اداره ددغه ټرېول اېجنټ له خلې وايي چې په تېرو څو هفتو کې هغه خلکو ته د وېزو ورکولو کچه لوړه شوې ده چې د خاندان په شکل کې د اماراتو سفر کول غواړي. مطلب دا چې هغه سړي چې ښځه او ماشومان هم ورسره ويورته زیاتره وېزې ورکړل کېږي.

د یادونې وړ ده چې ددې خبرونو وروسته چې د اړیکو سمېدو وروسته په لویه شمېره کې د اسرائیل یو شمېذ وګړو ته د متحده عرب اماراتو لپاره د سېلګرۍ په وېزو هم کار روان دی دا خبرونه خپاره شول چې اماراتو د پاکستان، افغانستان، ایران، شام، یمن او کېنیا وګړو ته په سېلګرۍ او مزدورۍ وېزو باندې بندېزوه ولګول.

دې خبر خپرېدو سره پاکستان او افغانستان کې په هغه لکهونو خواري کښو خلکو کې اندېښنې راپارېدلی وې چې اماراتو ته د مزدورۍ لپاره ځي او د خپلو خاندانو لپاره د مزدوري او محنتونه کوي.

ای پي خپل رپورټ کې وايي چې د پاکستان په شمول د ځینو مسلمان هېوادونو ځوانانو او یواځې سړو ته وېزې نه جاري کول هغه ګنګوسو ته هوا ورکوي چې ځینې خلک په امارتو کې امینت ته خطر جوړولی شي.

په متحده عرب اماراتو کې د امنیت په اړه دا زیاتېدونکې اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوي چې د متحده عرب اماراتو په شمول بحرېن، سوډان او مراکش هېوادونو په سرکاري توګه د اسرائیل سره خپلې اړیکې سمې کړي دي.

د اړیکو سمېدو وروسته د اسرائیل او متحده عرب اماراتو حکومتونه د دواړو هېوادونو وګړو ته د سېلګرۍ وېزو په جاري کولو هم تېزۍ سره کار کوي.

د اسرائیل حکومت د اړیکو سمېدو وروسته د متحده عرب امارتو او نورو مسلمان هېودنو مننه کړی وه او په دې یې ډېره خوشالي هم څرګنده کړی وه.