برطانيي د ښځو د جبري واده کولو په اړه تحقیقات پېل کړي

د جبري ودونو پرضدغږ پورته کونکي وايي دا قسمه ودونه زیاتره بنگله دیش، پاکستان، هندوستان، او عرب اماراتو کي کیږي. د دوی په وینا که چېري جینکۍ د واده نه انکار وکړي یا خاوند برطانيي ته راوستل نه غواړي نو د خاندان خلکو لخوا د تشدد سره هم مخ کیږي

د برطانيي حکومت د هغو چارواکو پرضد پلټني شروع کړي چي په زور واده کړی شوو برطانوي مسلمانو جینکو خاوندانو ته یې د برطانيي په ویزو ورکولو کې د ضابطې مکمل اقدامات نه وو کړي.

د برطانيي دي ټائمز ورځپاڼې د برطانوي مسلمانو جینکو په زوره د ودونو په حقله رپورټ کي لیکلي چي کله دغه جینکۍ نه غواړي چی خاوندانو ته يي ويزه جاري کړی شي نو برطانوي چارواکي د دوی خبري ته هېڅ غوږ نه ږدي.

دي ټائمز معلوماتو ته د رسای د قانون دلاندي ترلاسه کړی شوي شمېری خپرې کړي چي ښائي تیر د برطانيي هوم آفس یا د مهاجرت او امنیت دفتر ته ١٧٥ خواستونه ترلاسه شوي وو. خواستونو کي د واده شوو جینکو یا د دریمگړي ډلي کوښښ وو چي خاوندانو ته يي ویزی جاري نه کړی شي.

رپورټ زیاتوي په ١٧٥ خواستونو کي ٨٨ مقدمی جوړي شوي، ۴٢ کیسونو کي ویزی جاري شوي او په لس خواستونو لا څه فیصله نه ده شوي.

دي ټائمز رپورټ نه پس د برطانيي داخله وزیر ساجد جاوید په دی اړه د پلټنو امر وکړو. په خپل یو ټویټ کي ښاغلي جاوید جبري ودونو ته غیرانساني او غیرمهزبه وویل چي په برطانیه کي یي هیڅ ځای نشته.

بلخوا په دی لړ کې کارکونکي خیراتي اداری وايي دجبري ودونو کیسونه ډیرزیات دي. او داچې زیاتره د جنوبي ایشیايي ملکونو خلک خپلي جینکۍ په زوره خپل وطنونو کي د خپلو خپلوانو سره په واده مجبوروي. د برطانيي د خارجه دفترد جبري ودونو په حقله څانگي ته تیرکال لږترلږه ٢٠٠٠ داسې کیسونه مخې ته راغلي وو چي د جینکو پکښي په زوره د ودولو شکایتونه کړي وو.

په ٢٠١۴ کي انگلینډ او ویلز سیمو کي د یو قانون ترمخه په زوره ودونه غیرقانوني وگرځول شو. خو د دی قسمه ودونو پرضد مهم چلونکي وايي د مهاجرت چارواکي اکثر په دی سترگي پټې کړي. دوي وایی د مهاجرت چارواکي ویریږي چې د مور او پلار په خوښه شوی واده جبري واده وه نه گڼي او د نیوکو سره مخ نه شي.

د فریډم په نوم د یوی خیراتي ادارې مشره انیتا پریم رویئټرز خبري ادارې ته وايي دا یوه عامه خبره د چي اول په زوره جینکۍ واده کړی شي بیا چي هغوي واپس برطانيي ته راشي نو مجبوره کړی شي چ‍ي خاوند دپاره د ویزی خواست ورکړي.

د جبري ودونو پرضدغږ پورته کونکي وايي دا قسمه ودونه زیاتره بنگله دیش، پاکستان، هندوستان، او عرب اماراتو کي کیږي. د دوی په وینا که چېري جینکۍ د واده نه انکار وکړي یا خاوند برطانيي ته راوستل نه غواړي نو د خاندان خلکو لخوا د تشدد سره هم مخ کیږي.

د برطانيي حکومت ددی قسمه ودونو مخ نیوي په لړکي ځیني گامونه هم اغستي. د جولايي په میاشت جولايي کي د یارکشائر یوعدالت یوه ښځه او خاوند ته په دی جرم کي د اتو کالو قید سزا ورکړه چي د ١٨ کالو خپله لور يي ځان نه په عمر کي دوه دومره سړي ته په زور واده کوله. د انکار په صورت کي ورته پلارد مرگ دړکې هم ورکړې وې.

دغه رنگ د مۍ په میاشت کې په برمنگهم ښار کې یوی ښځي ته د١٧ کالو خپله لور په زوره پاکستان کي خپلوانو ته په واده کولو قید سزا ورکړی شوه.

په برطانیه کي د جبري ودونو د مخنیوي قانون په حقله د لیبر پارټۍ قانون دانه ناز شاه وايي قانون کي د بدلون ضرورت دی. ناز شاه زیاتوي که یوه جینۍ نه غواړي چي خاوند ته يي ویزه ورکړی شي نو پکار نه ده چي برطانوي چارواکي د ویزه نه لگولو سبب په ډاگه کړي ځکه چي دی سره هغه جینۍ ته په کور کي مشکلات نور زیاتیدی شي.