اوکراېن په ماسکو 34 ډرون بریدونه کړي چې تر اوسه په روس تر ټولو لوې برید دی

د اتوار/ یکشنبې په ورځ اوکراېن د روس سرښار ماسکو باندې 34 ډرون بریدونه کړي چې د کال ۲۰۲۲م راهسې د اوکراېن او روس ته منځه روانې جګړه کې دا په روس تر ټولو لوې برید دی، چې له سببه یې د روس دریو لویو ښارونو د اېیرپورټونو نه الوتکې هم نور ښارونو ته اړول شوي. په دغه بریدونو کې یو تن ژوبل شوی.

د روس د فاع وزارت ویلي د هیواد هوايي دفاعي نظام بیا په شرقي برخو کې په دریو ساعتو کې ۳۶ نور ډرون الوتکی ویشتلي.‌ د وزارت لخوا په یو بیان کې ویل شوي ٫٫ د کیو ریجیم لخوا د هوايي جهاز په شان ډرون الوتکو په لار د روس په بېلا بېلو برخو ترهګر بریدونه شنډ کړل شوي.٬٬

د روس د هوايي ټرانسپورټ مرکزي ادارې ویلي چې ډوموډیډوو، شیریمیټیو او ژوکوسکي د اېیرپورټونو نه ۳۶ هوايي جهازونه نورو برخو ته لیږل شوي خو بیا وروسته بحال شوي.

د ماسکو په سیمه کې د دغه بریدونو د لاسه یو تن ژوبل شوی. د ماسکو او خواو شاه سیمې چې نژدې ۲۱ میلینه ابادي لري په اروپا کې د استنبول تر څنګ لوې ښاري سیمې دي.

د اوکراېن دغه بریدونو په ځواب کې اوکراېن بیا ویلي چې روس د نیمې شپې په ریکارډ کچه 145 ډرون بریدونه کړي. کېیف ویلي چې د هیواد هوايي دفاعي نظام یې په دغو کې ۶۲ ډرون الوتکې ویشتلي.

اوکراېن دا هم ویلي چې دوي د روس په بریانسک سیمه کې د وسلې یو مرکز په نښه کړی چرته چې ۱۴ ډرون الوتکې ویشتل شوي.

د روس په ټېلیګرام چینلو خپرو شوو ویډیو ګانو کې چې تصدیق یې نه دی شوی په اسمان کې د ډرون الوتکې غږونه اوریدل کیږي.

په اوکراېن کې د تیرو دوه نیم کالو راهسې روانه جګړه د ځینو چارواکو په وینا اخیري پړاو ته نژدې شوې ځکه چې ماسکو ډیر په تیزۍ سره په دغه جګړه کې مخکې تګ کوي او ډانلډ ټرمپ د امریکا ۴۷م صدر منتخب شوی.

ټرمپ چې په جنورۍ کې به د صدارت څوګند پورته کوي، په خپل انتخابي کمپاېن کې ویلي وو چې د صدر جوړیدو ۲۴ ساعته کې په اوکراېن کې امن راوستی شي، خو په دې اړه یې څه نه دي ویلي چې دغه کار به څنګه کوي.

مطبوعاتي رپورټونه وايي کله چې د اوکراېن صدر وېلاديمیر زېلنسکي د امریکا صدارتي ټاکنو کې د ګټې وروسته ډانلډ ټرمپ ته د مبارګۍ لپاره ټېلیفون کړی وو، نو د ټېسلا کمپنې مشر او د ټرمپ پلوي اېلان مسک هم ورسره په دغه ټېلیفوني خبرو کې شامل شو.

اېلان مسک د سپېس اېکس مالک هم دی چې اوکراېن ته یې د خپلې دفاع لپاره د سټارلنک سېټلاېټ سهولت ورکړی.

د دې خبر معلومات د راېټرز خبري ادارې نه اخستل شوي.