ملګرو ملتونو پاکستان کې په مجوزه اییني بدلون اندېښنه ښودلې ،وایي د عدلیې ازادي ګواښونو سره مخ کولی شي

پاکستاني رسنۍ وایي چې د مسلم لیګ نون ګوند په مشرۍ د پاکستان واکمن اتحاد اساسي قانون کې د بدلونونو لپاره ايیني مسوده کله هم پارليمان ته وړاندې کولی او منظورولی شي

د عدالتي ازادۍ لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د پاکستان مرکزى حکومت ته په ليکلي خط کې اندېښنه څرګنده کړې ده چې مجوزه ایيني پېکج د عدالتي أزادۍ او د وګړو د منصفانه ټرایل حق د خطر سره مخامخ کولی شي.

د ملګرو ملتونو استازې مارګرېټ سيټر تهويټ ویلي د نړیوالې معاهدې د 14مې مادې لاندې يو د مجاز، ازاد او غېر جانب دار ټريبونل ضمانت ورکړی شوی دی.

د پاکستان مرکزى حکومت له تېرې يوې مياشتې راهيسې د 26م دستوري بدلون او په عدالتي نظام کې د اصلاحاتو لپاره هڅې کوي او غواړي چې مخالف سياسي ګوندونه په دې سلا کړي خو په ظاهره ناکامه ښکاري.

د پاکستان بار کونسل په ګډون د وکيلانو سازمانونو غړي تور لګوي چې د مجوزه بدلون د لارې د هېواد د اساسي قانون په اډانه کې بدلون راوستل غواړي او د سپريم کورټ وزرې پريکوي.

د پاکستان بار کونسل غړی عابد شاهد زبیري وي او اې ډيوه ته وایي،پارليمان او حکومت په خپله ازاد نه دي، د پوځي اسټبلشمنټ ماتحت دي او په ايين کې د پراخه بدلون کولو حکم هم حکومت ته پوځي اسټبلشمنټ ورکړی دی.

د پاکستان پوځ د مجوزه ايیني بدلون په اړه کومه راې نه ده ورکړې خو په دې وروستیو کې د اسلام اباد هایکورټ د ځینو ججانو لخوا د پوځ په استخباراتي ادارې باندې عدالتي چارو کې د لاسوهنې تورونه لګول شوي وو.

لا تراوسه د مجوزه 26م اييني بدلون او په عدالتي نظام کې د اصلاحاتو په اړه حکومتي مسوده نه ده څرګنده شوې خو پاکستاني مطبوعاتو کې خواره شوي رپوټونه وايي په دې کې د وفاقي اييني عدالت جوړښت، د اعلا ججانو د ريټايرډ کېدو په عمر کې د دريوؤ کلونو اضافه او د سپريم کورټ د چيف جسٹس تعينات کولو په طريقه کار کې بدلون راوستل شامل دي.

د سپريم کورټ ودانۍ کې د خبري غونډې په وخت د پاکستان تحریک انصاف ګوند سینیټر او قانون پوهه حامد خان وویل که حکومت په مجوزه دستوري بدلون کې سنجیده وي نو باید چې د هغې مسوده راڅرګنده او وکلا تنظيمونو ته ورکړل شي ګني دغه بدلونونه به بيا د منلو وړ نه وي.

حامد خان وویل "مونږ ته دا حکومتي تجويز هم د منلو وړ نه دی چې ګواکې د سپريم کورټ له دريوؤ ججانو څخه به يو چيف جسٹس ټاکل کېږي، مونږ تل په دې اصول ولاړ پاتي شوي وو چې د سپريم کورټ تر ټولو مشر جج به په خپل وار د سپريم کورټ چيف جسٹس جوړيږي"

ځنې قانون پوهان که څه هم د مجوزه اييني عدالت د قيام ملاتړ کوي خو زياتوي باید چې په دې اييني بدلون کې له سپريم کورټ او هاي کورټس څخه د از خود نوٹس واک وانه خستل شي.

د سپريم کورټ وکيل شیر امان خان یوسفزی ډیوه ته وایي،کله چې هم د يو چا بنيادي حقونه متاثره کېږي او ورسره يوه بله لاره نه وي نو هغه هایکورټ ته ځي او دا ډول سپريم کورټ سره هم د ايين د 184 مادې لاندې اختيار دی چې کله هم د بنيادي بشري حقونو سرغړونه کېږي نو بيا خلک سپريم کورټ ته ورځي.

خو هغه وایي چې حکومت په مجوزه پېکج کې د هاي کورټس او سپريم کورټ نه د از خود نوٹس واکونه اخستل غواړي.

پاکستاني رسنۍ وایي چې د مسلم لیګ نون ګوند په مشرۍ د پاکستان واکمن اتحاد اساسي قانون کې د بدلونونو لپاره ايیني مسوده کله هم پارليمان ته وړاندې کولی او منظورولی شي.

حکومتي ايتلافي ډلې په پرله پسې هڅې کوي چې د جمعيت علما اسلام ډلې مشر مولانا فضل الرحمان دې اییني بدلون منلو ته رضا کړي خو مولانا فضل الرحمان لا حکومت ته د بشپړ ملاتړ یقین نه دی ورکړی اؤ نه یې له سکوټ انکار کړی دی.

څېړونکي وایي چې پارلیمان کې د مولانا فضل الرحمان د ګوند د ملاتړ نه ترلاسه کېدو صورت کې حکومت نه شي کولی چې اییني بدلون لپاره د پارلیمان د غړو اړینه شمیره پوره کړي

د عدالتي او پارلیماني چارو خبريال احمد عدیل سرفراز ډیوه سره خبرو کې وایي مولانا فضل الرحمن په حکومت باندې په خپلو غوښتنو منلو ټينګار کوي اؤ حکومت په دې لړ کې د سخت مشکل سره مخامخ دی.

د هغه په خبره حکومت ته ښکاره ده چې که د جمعيت علما اسلام ف ډلې بغېر یې دا بدلونونه وکړل هم نو د سخت عکس العمل سره به مخ شي.

د پاکستان په اساسي قانون کې بدلون لپاره د قامي اسمبلۍ او سینيټ د خورا اکثريت ضرورت وي نو ځکه اتحادي حکومت د جمعيت علما اسلام ف او نورو ډلو ملاتړ ته اړتیا لري.

په قامي اسمبلۍ کې د اييني بدلون لپاره حکومت ته 224 ووټونه پکار دي او دا مهال د حکومت سره د اتحادي ګوندونو په ګډون ټول 215 ووټونه په لاس کې دي.