د ايچ ايي وي / ایډز مرض دلاسه ٣٥ مېلینه کسان مړه شوې دي

په جنوبي افریقا کې د ایچ ايي وي ایډز په موضوع د یوې نړیوالې غونډې وړاندې کارکونکي ددې مرض وهلې د هر تن دپاره د علاج غوښتنه کوی

د ملگرو ملتونو ایډز د مخنیوي اداره یواین ایډز وايي په موجوده وخت کي په نړۍ کي ٣٦.٧ملینه خلک د ایچ ايي وي/ایډز د مرض سره ژوند کوي چې پکې ٢.١ ملینه شمیره د ١٥ کالونو نه د کم عمر ماشومانو دي.

د صحت ماهرین وايي ٢٠٣٠ کال پوري به د ایچ ايي وي وایرس تر ١٠٠ ملینو خلکو پوري خور شي.

که یو خوا دا شمېری ویرونکي دي خو ماهرين وايي د ایډز د مرض په علاج کي پرمختگ په وجه دایډز د ناروغانو په ژوند کې ډېر بدلون شوی دی. د تحقېق کونکو ترمخه، کوم خلک چې په باقاعدگۍ د ایچ ايي وي علاج جاري ساتي، هغوي د یو عام تن په شان ژوند کوي او نورو ته یې مرض هم نه خوریږي.

د یواین ایډز شمیری وايي د جون ٢٠١٧ پوري ٢٠.٩ملینه د ایچ ايي وي وایرس په وینه کي لرونکو اینټي ریټرووایرل تهیرپي یا ای ار ټی علاج کولو. دغه شمیره په ٢٠١٥ کال کي ١٥.٨ملینه وه.

ددی سره د مور نه ماشوم ته د ایچ ايي وي وایرس انتقال په مخنیوي کی هم پرمختگ لیدل شوی دی. د یواین ایډز ترمخه ٢٠١٦ کال کی ٪٧٦ حامله مېرمنو د ای ار ټي علاج کولو. دا شمیره په ٢٠١٠ کي ٪۴٧ وه.

خو ددی باوجود د ایچ ايي وي/ایډز او دغه وایرس د خوریدو مخ نیوي په مد کي ټاکل شوي اهداف ترلاسه کولو په لار کي ډیر مشکلات او خنډان پراته دي. ماهرین وايي په ایډز کې د تحقیق او د دې علاج دپاره فنډونه ډیر کم شوې دي او د ډیرو حکومتونو دلچسپي هم وس کمه شوي.

پیپفار دامریکا د صدر له طرفه د ایډز د مخنیوي ایمرجنسی منصوبه ده.

دا منصوبه په نړيواله کچه د ایچ ايي وي/ایډز مرض د مخنیوي دپاره کار کوي. دا د نړۍ په تاریخ کي د یو مرض د خاتمی دپاره د یو قام له طرفه یوه لویه ژمنه هم ده. پیپفار د امریکې د ایډز او صحت د ډپلومیسۍ د دفتر دلاري عملي کیږي. د دی پروگرام مشره ډاکټر ډیبره برکس هم د ایډز د مخنیوي پروگرامونه جاري ساتلو په لار کي د مشکلاتو تصدیق کوي. ډاکټر برکس وايي هر کله چې دوی د مالیاتو وزیرانو سره په دې هکله خبري کوي نو هغوی ورته وايي چي دهغوي په فکر د ایچ ايي وي وایرس خو وس ختم شوی ځکه چی وس ترې خلک نه مري.

د امریکا د جان هاپکنز یونیورسټۍ د طب د څانگی یو ډاکټر کرس بېیر پیش بیني کوي چې که چېرې حکومتونو او عامو خلکو دا سوچ پری نه ښودو چې دغه وایرس او مرض په قابو کي راغلی او د نورو کو‍‍ششونو ضرورت نشته نو حالات نور خرابیدی شي. ډاکټر کرس زیاتوي د دی مرض بیا د وبايي شکل اخیتارولو یا د یو نه بل ته د خوریدو خطرهم حقیقت کې بدلیدلی شي.

د ایچ ايي وي/ایډز د مخنیوي په مشکلاتو کې د سږني کال عالمي ایډز کانفرنس کي هم خبري وشوې. ماهرین وايي که د ایچ ايي وي د نوي متاثرینو شمیره د کال په سر د ٣.۴ ملینه نه ډیره راکمه شوي خو دا وس د کال په سر ١.٨ ملینه ولاړه ده او نوره نه کمیږي. دغه شان ١٧ ملینه د ایچ ايي وي وایرس ښکار خلکو هېڅ قسمه علاج نه دی شوی. ددی نه علاوه یوازی ښځی په خاصه توگه د افریقايي ملکونو پیغلی، هم جنس پرسته نارینه، د نشو دپاره ستن یا پچکاري استعمالونکي، په جیلونو کي پراته خلک، جنسي کاروبار کونکي او د دوي گاهکان او هیجړاگان یا خواجه سرا د هر چا نه زیات د ایچ ايي وي/ایډذ د خطر سره مخامخ وي.

ماهرین پدی رضا دي چي د ویکسین نه بغیر هم د ایچ ايي وي وایرس د خورېدو مخه نیول کېدی شي. خو د دی دپاره ضروري ده چي حکومتونه او ټولنې خپل کردار والوبوي، مالي وسایل جاري وساتي او د ایچ ايي وي وایرس لرونکي د هر یو تن علاج دې وکړی شي.