ملګري ملتونه وايي چې د تیر ۲۰۲۳ کال د ستمبر د میاشتې د ۱۵مې څخه نیولې د روان ۲۰۲۴ کال د ستمبر تر ۳۰ پورې له ایران او پاکستان څخه ۲.۲ میلیون افغان کډوال خپل هیواد ته راستانه شوي دي.
د ریلیف انټرنیټي پاڼې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) له قوله لیکلي چې دغې کمیشنرۍ په دغه موده کې د پاکستان څخه ستنو شویو ۵۸۸ زره کډوالو سره د ژوند حیاتي مرستې کړي دي.
په عین وخت کې د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د افغانستان او ددغه هیواد د ګاونډیو ترمنځ د افغانانو د تګ راتګ د څارنې په یو وروستي راپور کې چې روان کال د نومبر د میاشتې د لومړۍ اونۍ په اوږدو کې خپور کړی ویلي چې په دغه اونۍ کې هم له افغانستان څخه د افغانانو د وتلو پرتله دغه هیواد ته د هغوی د ستنیدلو کچه لوړه وه، چې د سرحدونو په اوږدو کې د تګ راتګ ۵۸ فیصده جوړوي.
په دې راپور کې ویل شوي: " د ستنیدونکو تناسب د وتونکو پرتله د ملک په سرحدي سیمه کې لوړ و چې د ستنیدونکو شمیر ۱۶۰ فیصده د وتونکو افغانانو پرتله لوړ و. د سروې د پایلو له مخې د ستنیدونکو افغانانو د ستنیدلو اساسي دلیل د شړلو مسله وه چې ۶۹ فیصده وه، چې د هغې په تعقیب ناڅاپي ستنیدل چې ۲۰ فیصده و او په ایران کې د اوسیدو په ځایونو کې نه خوندیتوب و چې شمیر یې نهه فیصدو ته رسیده."
ايي او ام ویلي چې له ایران څخه د ستنو شویو د ۴۹ زرو او ۸۷۳ افغان کډوالو ۴۵ فیصدو یې په دغه هیواد کې د اوسیدانې قانوني اسناد نه لرل.
د مهاجرت نړیوال سازمان ټیمونه د ایران او پاکستان سره د افغانستان په لسو سیمو اسلام قلعه، ابونصر فراهي، مالیک، بهرامچه، نظر پوسته، سپین بولدک، انګور اډه، غلام خان، ډنډ پټان او تورخم کې د افغانستان څخه د وتلو او دغه هیواد ته د دوو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان ته د افغانانو د تګ راتګ بهیر څاري.
د مهاجرت نړیوال سازمان د پاکستان څخه د قانوني اسنادو نه لرونکو افغان کډوالو د ستنیدلو په اړه په دې راپور کې ویلي چې په دغه موده کې ۲۹ زره او۵۹۲ کډوالو ستنیدل یې ثبت کړي دي.
ايي او ام ویلي: " ایران او پاکستان ته د افغانانو د تللو دلایل د کال په اوږدو کې همغه پخواني دلایل ثابت پاتې شوي، چې ۶۲ فیصده یې ایران ته د اقتصادي دلایلو له مخې، ۶۲ فیصده د درملنې لپاره او ۳۱ فیصدو یې د خپلو خپلوانود کورنیو اړوند مسلو له امله پاکستان د تللو د علتونو په توګه یاد کړي دي."
د ایران د صدا او سیما خبري اژانس د نومبر اووم (لړم ۱۷) ددغه هیواد د خراسان رضوي د ولایت د بهرنیو وګړو د ادارې د رئیس حسین شرافتي راد له قوله ویلي وو: "د افغانستان د غیرقانوني وګړو د حضور پر وړاندې د چلند په اړه د ایران د ۱۱ ولایتونو څخه غیرقانوني وګړي د دوغارون د ستراتیژیک سرحد له لارې د ستنیدلو لپاره کار اخیستل کیږي."
په عین وخت کې د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو د ادارې رئیس نادر یار احمدي ویلي: "د ایران د کورنیو چارو وزارت یو تر ټولو مهم سیاست د روان کال ترپایه د قانوني اسنادو نلرونکو افغانانو ایستل دي."
د یاراحمدي د وینا له مخې ایراني پولیس د قانوني اسنادو نه لرونکو افغانانو په نیولو او له دغه هیواد څخه په شړلو کې بریالي وو اوپه دې وروستیو میاشتو کې یې په زرګونو افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي.
د ایران د پولیسو عمومي قوماندان احمد رضا رادان په دې وروستیو اونیو کې ویلي چې د روان لمریز۱۴۰۳ کال ترپایه خپل هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکود دوو میلیونو کډوالو د ایستلو پلان لري.
رادان یو ایراني تلویزیون سره په مرکه کې په دغه هیواد کې میشتو غیرقانوني کډوالو ته د روان کال ترپایه خپلو هیوادونو ته د ستنیدلو مهلت ورکړی دی.
په عین حال کې د پاکستان حکومت هم د تیر ۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتې راهیسې له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې چې لاهم دوام لري. د د خپرو شویو راپورونو له مخې تراوسه په دغه موده کې له پاکستان څخه نږدې اته سوه زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
د دې خبر معلومات د وي او ای اشنا نه اخستل شوي.