یونېسېف: په هر درې منټه کې یوه جینۍ د اېډز په وایرس اخته کیږي

ماهرین وايي د ايچ ايي وي ایډز د مخنیوي دپاره د کوښښونه توجه په سکیس ورکرز یا د پېسو په بدل جنسي خدمات ترسره کونکو مېرمنو هم ده چې دمرض ورته د لگېدو خطر یې زیات وي

د ملگرو ملتونو د ماشومانو د خېرښېگړې ادارې یونېسیف په خپلو تازه شمیرو کې ویلي چې د کال ۲۰۱۷ په هره یوه ګهنټه کي د ۱۵ نه د ١٩ کالو د عمر شا او خوا ۳۰ تنکي ځوانان د ایچ ائ وي په نوم د هغه جراثیم ښکار شوي دي چې د ایډز ناروغي پېدا کوي.

یونېسیف وايي په ایچ ايي وي اخته کېدونکو دغو ځوانانو کې زیاته شمېره د جینکو ده.

د "ویمن ایټ دي هارټ آف دي ایچ ايي وي رسپانس فار چلډرن" د عنوان د لاندنې رپورټ کي په نړۍ کي د ایډز او په هغه خلکو د دې د اثراتو تفصیل بیان شوی دی چې د دې مرض ښکار کېدو امکان یې د نورو خلکو په مقابل کې زیات دی.

رپورټ ښاي یوازې پروس کال ۱۳۰،۰۰۰ ماشومان، د ۱۹ کالو او د دی نه کم عمر ځوانان د ایډز دلاسه مړه شوي دي.

رپورټ دا هم زیاتوي چې په کال ٢٠١٧ کې قریباً په یوه ګهنټه کي ۵۰ تنان چي ۴۳۰،۰۰۰مجموعي شمیره یې جوړیږي، د ایچ ايي وي ښکار شوې دي.

دغه رپورټ د سږني کال د ایچ ايي وي ایډز په عالمي کانفرنس کي وړاندي کړی شوی دی. دغه کانفرنس د ۲۳ نه تر ۲۷ جولايي د نیدرلینډز په ایمسټرډم کي اوشو.

د یونیسف رپورټ ترمخه ۲۰۱۷ کال کي د ۱۵ نه ۱۹ کالو د عمرونو ۱.۲ملینه خلکو د ایچ ائ وي سره ‌ژوند کولو. په دی کي په هر پنځو خلکو کي دري جینکۍ وې.

د یونیسف ایګزیکټو ډائریکټر هینریټا فور دی ته د صحت او د خپل ادارې دپاره د بدترینو حالاتو په نظر ګوري. میرمن فور وايي په ډیرو ملکونو کي ښځي او جینکۍ د ایډز په حقله ضروري معلومات او اسانتیاوي نه لري. هغه زیاتوي ډیرې جینکۍ خو دومره حوصله هم نه لري چي په غیر محفوظه طریقه جنسي روابطو نه انکار وکړي.

د ملګرو ملّتونو د ایډز د مخنیوي ادارې یواین ایډز د ۲۰۱۷ کال شمیري ښايي چې پاکستان کي قریباً ۱۵۰،۰۰۰ خلک د ایچ ايي وي وائرس په وینه کي لري. په دې کي د ۱۵ کالو او ددی نه د باندي عمرونو د جینکو او ښځو شمیره ۴۳،۰۰۰ پوري ده.

هینریټا فور وايي ښځي که په خپله د ایچ ايي وي وائرس ښکار شي او که په کور کي په دی مرض اخته د بل تن خدمت کوي، تر ټولو زیات منفي اثر یې هم په مېرمنو غورځیږي. ځکه د ایډز پرضد جنګ کي زیاته توجو هم پکار د چي ښځو ته ورکړی شي.