د ملګرو ملتونو امنیتي شورا به په افغان مېرمنو د طالبانو په بندیزونو بحث کوي

په دغه ناسته کې د به بشري حقونو وضعیت، د افغان ښځواو نجونو د ازادۍ او پر هغوی د طالبانو د تازه بندیزونو په اړه بحثونه وشي

په افغانستان کې د ښځو لپاره د طالبانو د پردې شرط او د شپږم ټولګي نه بره دجینکو په تعلیم د بندېزونو وروسته په اقوام متحده کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د سلامتي کونسل غونډه کېږي او امریکې ویلي په افغان طالبانو به فشار زیاتوي چې د ښځو او د بشري حقونو د احترام خپلې وعدې پوره کړي.

په ملګرو ملتونو کې د ناروی استازو د سلامتي کونسل د غونډې وړاندیز کړی و او ټاکل شوې چې دشورا غړي به نن د پنجشنبې یا زیارت ورځ د مۍ ۱۲ کېږي

په دغه ناسته کې د به بشري حقونو وضعیت، د افغان ښځواو نجونو د ازادۍ او پر هغوی د طالبانو د تازه بندیزونو په اړه بحثونه وشي.

اروپايي ټولنې، ناروی او ملګرو ملتونو پر ښځو د حجاب لازمي کېدو په اړه اندېښنې څرګندې کړي او وایي هرافغان حق لري چې د خپلې خوښې جامې واغوندي.

د یورپي یونین خصوصي استاذي ټامس نکلسن د طالبانو مشرانو سره د ملاقاتونو وروسته ای اېف پي خبريادارې ته ویلي دي چې په افغانستان کې په ښځو د بندېزونو فېصلې دوي د طالبانو د وعدو په اړه اندېښمن کړيدي او دې ته ګوري چې ایا دوي ددومره باور دي چې شراکت دار جوړ کړی شي؟

ټامس نکلسن اېف پي ته ویلي داسې ښکاري طالبان د خپلو خلکو خبرې اورېدو ته تیار نه دي او نه ښځو ته دپردې بغېر دوي ته د کار اجازې، د تعلیم حق ورکولو او د صحت اسانتیاو برابرولو ته تیار دي

د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د مۍ پر اوومه اعلان وکړو چې د ښځو لپاره شرعي حجاب فرض او ضروري دی.

په کابل کې ښځو د جبري حجاب په اړه د طالبانو د وروستۍ پرېکړې پر ضد د مې په ۱۰مه پر سړکونو او په کورونو کې دننه احتجاجونه کړي او وایي چادري یا برقع د افغان ښځو حجاب نه دی.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند محمد عاکف مهاجر په یو ویډیویي پیغام کې چې د افغانستان سرکاري خبري ادارې – باختر آژانس – په ټوېټر خپور شوی، وضاحت ورکړی چې د دوی په حکمنامه کې چادري او برقع صرف د حجاب د مثالونو په حېث ذکر شوي، خو مهمه نده چې هرو مرو دې ښځې برقعې یا چادرۍ په سر کړي.