د امریکا او ایران تر منځ په روانه جگړه کې پاکستان چرته تللې شي؟

د ایراني جنرل قاسم سلیماني د وژلو ورستو د واشنگټن او تهران ترینگلې اړېکې تر څه حده او کله سمېدلی شي ؟ دې سوال ته چارواکي او کارپوهان لا سکوټ ځواب نه ورکوي خو یو اټکل چې ټول پرې یوه خله دي هغه دا دی چې که چري دا جگړه نوره توده شوه نو د مخکښې نه په جگړو کې ښکیل منځني ختيز او د ایران په گاونډ کې پاکستان او افغانستان به هم د دغه اُور تپ محسوسوي.

نن د جنورۍ په 14 مه د پاکستان د پوځ د کمانډرانو د غونډې ورستو د پوځ ویاند ويلي دي بې د قامي سلامتیا زیاني کولو به په سیمه کې یو زموار او مثبته رول لوبوي. د پوځ د ویاند تر مخه په غونډه کې د امریکا او د ایران تر منځه د روانې شخړې په وجه د بدلیدنوکو امنیتی حالاتو او ددې د سیمې په امن او ثبات د اثراتو جایزه واخستل شوه.

اسلام اباد هم شاید ددغه تپجنو ورځو د راتلو نه اگاهو د واشنگټن او د ایران په شخړه کې په ظاهره د منځگړتوب د کوښښونو دغږ سره سم خپل د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ايران او سعودي عرب په سفر ولیږلو.

د پاکستان مشران د ایران او واشنگټن په انښته کې امن ته خوشبینه ښکاري خو په دې بابله د پاکستان د سیاسي او سفارتي تاریخ د څارونکو رای د اسلام په اړه ډېره مثبته نه ده.

د امریکا په انډیانا پوهنتون کې استاد او د سیاسي چارو ماهر ډاکټر محمد زیبر گڼي چې د پاکستان اقتصاد د جنگونو په زور ژوندی دی. د هغه په خیال څه رنگه چې پاکستان د 9/11 نه پس د امریکا په افغانستان کې د طالبانو په ضد په جگړه کې په اربونو ډالرې او پوځي کمکونه واخستل هم دغه شان به بیا هم وکړي.

کله چې ډیوه ښاغلي زبیر ته وریاد کړل چې د پاکستان حکومتي اوپوځي مشرانو سکوټ ويلي خپله خاوره به د چا په ضد کارولو ته نه پریږدي نو د هغه دليل دا وو چې پاکستان د امریکا په افغانستان د حملې په وخت هم دغه شان دعوې کړې وې.

د ښاغلي زبیر گمان دی چې په دې خاطر چې پاکستان ددې لانجې نه گټه واخلي د بلوچستان د پښتنو په علاقو کې به وسله وال رایوځای کړي او اړی گړی به جوړ کړي.

د بلوچستان په حقله یو شمیر نړیوالو رسنیو وخت په وخت ويلي دي چې هلته د افغان طالبانو د کوټه شورا د ډیر پخوا راهسې فعاله ده او په کچلاغ او نورو سیمو کې یې مدرسې او مرکزونه دي. د طالبانو پرته په یاده صوبه کې داعش هم په ورستیو کې د یو شمیر حملو زمواري منلې ده.

د جنرل سلیماني د وژلو ورستو د امریکا د خارجه چارو وزير مایک پمپیو د افغانستان صدر اشرف غني او د پاکستان د ځواکونو مشر جنرل قمر جاوید باجوه سره رابطه کړې وه. ددغه رابطې ورستو د واشنگټن په ویلسن سینټر کې څیړنکار مائیلک کوگلمېن په ټویټر وليکل دا ناشونې نه وه چې په سلیماني د برید سمدټکه پس د امریکا خارجه وزير مائیک پېمپیو د پاکستان نمبر ډایل کړو .

د څیړونکو په خیال د پاکستان دغه وضاحت چې د چا ډله به نه کوي یو سفارتي چال وو او که چري جگړه شروو شوه نو په ایران او واشنگټن کې چې پاکستان د چا په ملگرتیا کوي هغه به واشنگټن وي.

د ډاکټر زبیر په خیال د پاکستان نزدې او اثرناک ملگری سعودي عربستان دی څوک چې نه یواځې په منځني ختيز کې د ایران ستر اقتصادي او مسلکي رقيب بلکې د امریکا کلک ملگری دی. ډاکټر زیبر واي د پاکستان اقتصاد د سعودي عرب او د امریکا د کمک نه بغیر مخکښې نه شي تللې.