امریکا په افغانستان کې د کونسلګرۍ ټولې چارې ودرولې

دامریکې سفارت ویلي امریکايي وګړي دې له هغو الوتنو له افغانستان څخه دبهرکیدو لپاره ګټه واخلي کوم چې دتجارت لپاره یې الوتنې دامهال دوام لري

دافغانستان پلازمینې کابل کې دامریکا متحدو ایالتونو سفارت په یوبیان کې خپلو اتباعو د روغتیا دخوندیتوب لپاره دکونسلګرۍ ټول خدمتونه ترنامعلومې مودې وځنډول.

په کابل کې د امریکا سفارت پرون دوشبنې په ورځ ناوخته په خباره شوي بیان کې په افغانستان کې د امریکايي وګړو روغتیا ته اندیښنه ښودلې اوله هغوی غوښتي چې له دې هیواد څخه ووځي.

دامریکې سفارت ویلي امریکايي وګړي دې له هغو الوتنو له افغانستان څخه دبهرکیدو لپاره ګټه واخلي کوم چې دتجارت لپاره یې الوتنې دامهال دوام لري.

امریګايي وګړو ته له افغانستان څخه دوتلو امرپه داسې حال شوې چې دافغانستان دعامې روغتیا وزارت ویلي په تیرو۲۴ ساعتونو کې دکرونا د وایرس هیڅ کومه مثبته پیښه نه ده رامنځته شوې.

د دې وزارت ویاند ډاکتر وحید مجروح نن دخبري کنفرانس پرمهال ویلي تراوسه په افغانستان کې ۲۲ کسان دکرونا په ناروغۍ اخته شوي دي.

دافغانستان د روغتیا وزارت وايي دمهال په ټول هیواد کې۳۴۰ دکرونا وایرس دشکمنو پیښو سمپلونه مرکزي لیباټریوته استول شوي چې له دې څخه ۲۷۳ منفي او۲۲ مثبت او۴۵ سمپلونه دمعایناتو لاندې دي اوپایله به یې سبا معلومه شي.

دکرونا وایرس دمثبتې پیښې ۱۳ په هرات،۲په لوګر،۳ په سمنګان،بلخ،دایکنډي،کاپسا اوبادغیس ولایتونو کې دکروانا ناروغۍ یوه یوه مثبته پیښه ثبت شوي دي