په افغانستان کې د تحقیقاتو په سر امریکې د جرمونو خلاف نړیوال عدالت د وکیلې په ضد بدیزونه اعلان کړل

د ايي سي سي د وکیلې خلاف د بندیزونو اعلان د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو د شورو، چهارشنبې، په ورځ په سټېټ ډپارټمنټ یا د امریکې خارجه وزارت کې د یوې غوڼدې په مهال وکړو. هغه زیاته کړه هغه افراد چې د بن سودا سره یې مرسته کړې ده هغوی هم د بندیزونو هدف دي

په افغانستان کې د امریکايي‌ ځواکونو د مبینه جرمونو په اړه تحقیقات شروع کولو په سر امریکې د جرمونو خلاف نړیوال عدالت ايي سي سي وکیلې یا څارنوالې فاتو بن سودا په ضد بندیزونه اعلان کړل.

د وي او ای انګریزۍ څانګه وايي فاتو بن سودا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په اړه د تحقیقاتو شروع کوولو له امله د صدر ډانلډ ټرمپ حکومت قهرجن کړی دی. ۵۹ کلنه فاتو بن سودا د د ګېمبیا هېواد شهري ده.

د ايي سي سي د وکیلې خلاف د بندیزونو اعلان د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو د شورو، چهارشنبې، په ورځ په سټېټ ډپارټمنټ یا د امریکې خارجه وزارت کې د یوې غوڼدې په مهال وکړو. هغه زیاته کړه هغه افراد چې د بن سودا سره یې مرسته کړې ده هغوی هم د بندیزونو هدف دي.

د سږکال د جون په میاشت کې ډانلډ ټرمپ د صدارتي حکمنامې یا اېګزېکتیو ارډر دلارې د ايي سي سي د مامورینو، کارکوونکو، نمایندګانو اود دوی د کورنۍ د نژدیو غړو په ضد د پابندیو اجازت ورکړو.

هم د جون په میاشت کې فاتو بن سودا د وي او ای سره مرکه کې امریکايي اقدامات حملې، زیاتوالی او د عدالت په قانوني چارو کې مداخلت وبللو. هغې وویل په عدالت حملې د زور زیاتي ښکار شویو خلکو په مفاداتو هم حمله ده چې ايي سي سي د انصاف ترلاسه کولو امید ګڼي.

د فاتو بن سودا نوم د خزانې وزارت په هغه فهرست کې شامل کړی شوی دی چې امریکې پرې بندیزونه لګولي دي.