طالبان: امکان شته چې امریکې سره د امن معاهده د فېبرورۍ تر اخېره پورې لاس ليک شي

  • ایاز گل

په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې استازي زلمي خلیلزاد طالبانو سره کې د امریکايي پلاوي مشري کوله

د افغانستان وسله والو طالبانو باور څرگند کړی دی چې ممکنه ده د فېبرورۍ د میاشت تر اخېره پورې امریکې سره د نړیوالو ضمانتیانو په موجودگۍ کې د امن لوظنامه لاس لیک شي.

د وي او ای انگریزۍ څانگې د رپورټ ترمخه د طالبانو یو مشر یوې طالب پلوه خبري ادارې ته د گل، دوشنبې، په ورځ وویل چې طالبان او امریکايي استازي په دې خبرې متفق شوي چې د معاهدې د لاس لیک کولو دستوره دې په دوحه، قطر، کې وشي چرته چې د تېرو ١٨ میاشتو راهسې یې د امریکې او طالب استازو د مذاکراتو کوربتوب کړی دی.

په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي ډلې او د طالبانو د قطر د دفتر غړي عبدلسلام حنفي خبري ادارې ته د ممکنه لوظنامې د لاس کېدلو نېټه ورنکړه خو د دې نه وړاندې طالب سرچینو ویلي د امکان دی چې لوظنامه د فېبرورۍ په ٢٩ لاس لیک شي.

حنفي وویل د معاهدې د لاس لیک کېدلو دستورې ته به د افغانستان ټول گاونډي هېوادونه، د ملگرو ملتونو امنیتي شورا یا سکېورټي کاونسل غړي، اسلامي هېوادونه او یورپین یونین یا یورپي اتحاد بلل کیږي.

حنفي وویل د مکالمې پړاو سر ته رسېدلی دی او "مونږ د امن معاهدې حتمي مسوده په ابتدايي توگه لاس لیک کړې ده."

د معاهدې د لاس لیک کېدلو سمدستي وروسته، حنفي وویل، افغانستان حکومت به ٥٠٠٠ طالب قیدیان د زندان نه ازاد کړي او طالبان به ١٠٠٠ بندیوان خوشي کړي.

واشنگټن ویلي د امن په معاهده به په داسې حال کې عمل کوي چې طالبان د اووه ورځو پورې په افغانستان کې د تشدد د کمولو په خپل لوظ عمل وکړي.

په المان کې د میونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې ولسمشر غني غونډې ته دیوې پښوتنې په ځواب کې چې د افغان جګړې دپای ته رسیدو په تړاو وشوه هغه یې په ځواب کې ویلي ترڅو چې طالبان دسولې په پروسه کې عملا ښکیل نه شي او پروړاندې خپله ژمنتیا په عمل کې د ازمایښت په توګه ثابت نه کړي جګړه پای ته نه رسیږي.

ولسمشر غني دمیونیخ امنیتي کفرانس ته د وینا کولو وروسته په یوې غونډې کې دخبرپرمهال دسولې په پروسه کې دطالبانو په ارادې شک څرګند کړ او وې ویل طالبان باید له پاکستان سره دخپلو اړیکو د لرلو په اړه وضاحت ورکړی.

پرپاکستان له طالبانو دملاتړ او په هغه هیواد کې دې ډلې ته دامن ځایونو دبرابریدو څرګندونې په داسې حال دافغان مشراتابه لخوا شوی چې اسلام اباد تراوسه ددې څرګندونو په تړاو څه نه دی ویلي خووړاندې له طالبانو دملاتړ او هغوی ته دپټن ځایونو دبرابرولو په تړاو دافغان حکومت څرګندونې رد کړې وې.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د گل، دوشنبې، په ورځ په اسلام اباد کې د افغان کډوالو په اړه یوې غونډې ته وویل پاکستان "په حقيقت کې د افغانستان د سولې د عمل د ملاتړ دپاره هر څه کړي دي."

دافغانستان اجراییه ريیس عبدالله عبدالله ویلي د گل، دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په ناسته کې امریکا اوطالبانو ترمنځ دسولې مموافقې د وروستیو یادونه وکړه او ویې وویل عبدالله عبدالله ویلي وروسته له هغې چې دامریکا اوطالبانو ترمنځ دسولې موافقه لاس لیک شوه بین الافغاني مذاکرات پیل کیږي او په دې سره به په افغانستان کې دایمي سولې ته زمینه برابره شي.