زلمی خلیلزاد: د طالبانو سره د امریکايي ځواکونو په انخلا نه، د سولې په اړه خبرې کوو

خلیلزاد په کابل کې د طالبانو پخوانیو غړو سره هم لیدلي

په افغانستان کې د سولې لپاره د امريکې ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي د طالبانو سره مذاکرات د افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د ويستلو په اړه نه بلکې د امن په سر لوظنامه کوي.

نوموړي د جمې په ورځ د امريکې سر ښار واشنګټن ډي سي کې د څېړنې د ادارې انسټيوټ اف پيس کې په افغانستان مې د سولې په اړه يوې دستورې ته وویل "د خارجه وزير د لارښوونې سره سم زما د هلو ځلو غرض دادی چې د امن يوه لوظنامه ترسره کړم نه چې د امريکايې عسکرو د ويستلو ځکه چې عسکرو وتل د امن سره تړلي دي خو دا خبرې يوازې د وتلو لپاره نه دي.''

تیره ورځ په واشنګټن کې دغه غونډې ته نوموړي په ټوقه کې ویلي ٫٫ کله چې تاسو د طالبانو سره د ۴۲ ساعتو پورې خبرې وکړۍ، نو مرۍ مو خرابیدی یا اواز مو بوغ کیدی شي.٬٬

خلیلزاد په دې ورستۍ موده کې د طالب استازو سره یو شمېر ناستې کړې دي. ټاکل شوي ده چې بله ناسته به د دې میاشت په ٢٥ مه نېټه کولی شي.

نوموړي په قطر کې د افغان طالبانو سره شوې خبرې ګټه ورې او په افغانستان کې د تل پاتې امن لپاره یې پياوړې ګام وبللو.

هغه وویل د ډېرو خبرو اترو وروسته مونږ د طالبانو سره د سولې په اړه په يو داسې نظام متفق شوي چې داخبره به يقيني کوي چې د طالبانو د ولقې د لاندې سيمو کې يوه ځآيې يا نړيواله وسلواله ډله به هم د امريکې يا د امريکې د ملګري هېوادونو په ضد ترهګري نه کوي او که چېرې طالبان په راتلونکي حکومت کې کښېني نو هم به د افغانستان خاوره د ترهګرۍ لپاره نه کارول کېږي.

تېره ورځ د روس پايتخت ماسکو کې هم يو شمېر افغان سياسي مشرانو د طالبانو د استازو سره خبرې اترې کړې چې پکې د افغانستان پخوانی ولس مشر حامد کرزی هم ناست وو خو د افغان حکومت استازو پکې ګډون نه وو او نه يې د دغې غونډې تايد کړی خو زلمي خليلزاد د افغان حکومت د نيوکو پرته د ماسکو د غونډې هرکلې وکړو."د ماسکو د غونډې په اړه زه داوايم چې که چېرې روس د افغانانو ترمينځه د سولې خبرو ته لاره هواروي نو زه يې هرکلی کوم، زه ټولو نړيوالو ته وايم چې زه د سولې واک يوازې پخپلو لاسو کې ساتل نه غواړم."

په واشنګټن کې د افغانستان د امن د هيلو په موضوع راجوړې شوې دغه غونډه کې د امريکا د ځانګړي استاذي زلمي خليلزاد نه علاوه د USIP لپاره د اېشيا د څانګې مشر آېنډريو واېلډر، د امنيت مرستيال صلاحکار سټيفن هېډلي او د USIP صدره نېنسي لېنډ بورګ هم ناسته وه.