د امریکې خارجه وزیر د منځني ختیځ د سفر په مهال به د اسرایلي او فلسطینې چارواکو سره خبرې کوی

رپورټ وايي امریکايي وزیر به د غزه د بیا ودانۍ په موضوع هم غږیږي. امریکې ویلي د فلسطیني ادارې، د ملګرو ملتونو او د نړیوالې ټولنې په مرسته به غزه سره به بېړنۍ توګه مرسته کوي په سیمه کې د بیا ودانۍ د هلوځلو ملاتړ به کوي

د اسرایل او د فلسطیني حماس ډلې ترمنځ د اوربند وروسته د امریکې خارجه وزیر اېتني بلېنکن د ګل، دوشنبې، په ورځ د منځني ختیځ په سفر روان شوی او د اسرایلي او فلسطیني مامورینو سره به مذاکرات کوي.

د وي او ای رپورټ وايي د خارجه وزیر ګمارل کېدو نه پس بلېنکن په لومړي ځل د سیمې دوره کوي او د اسرایلیانو او فلسطینیانو نه علاوه به د واشنګټن نورو سیمه ایزو اتحادیانو سره هم خبرې کوي او کوښښ به یې وي چې د اسرایلیانو او فلسطینیانو ترمنځ ډز بندي نوره قوي کړي.

رپورټ وايي امریکايي وزیر به د غزه د بیا ودانۍ په موضوع هم غږیږي. امریکې ویلي د فلسطیني ادارې، د ملګرو ملتونو او د نړیوالې ټولنې په مرسته به غزه سره به بېړنۍ توګه مرسته کوي په سیمه کې د بیا ودانۍ د هلوځلو ملاتړ به کوي.

بېنلکن د اتوار، یکشنبې، په ورځ سي اېن اېن ټېلې وژن ته وویل د بیا ودانۍ د کارونو په لړ کې د فلسطینیانو، اسرایلیانو او نورو سیمه ایزو همکارانو سره په چټکتیا کار کوي.

بلخوا د فلسطینیانو او اسرایلیانو ترمنځ اور بند په ځای ساتلو دپاره د مصر مرکچیانو په وېسټ بېنک کې فلسطیني ادارې صدر محمود عباس سره خبرې اترې کړي دي. د وي او ای رپورټ وايي د اسرایل او فلسطینیانو ترمنځ اوربند د مصر د کوښښونو په نتیجه کې شوی دی.

په واشنګټن کې د څېړنو ادارې یونایټېډ سټېټس انسټیټیوټ اف پیس سره کار کونکې او د مصر پخوانې سفارتکار هېشم یوسف وايي چې امریکا له به دا دریز په ډاګه کول وي چې یو خپلواکه، عملي او په شریک سرحد جوړ فلسطینی ریاست به څنګه وي.

دغه څېړونکی زیاتوي امریکا له به دا هم روښانه کول وي چې هغه کوم ګامونه دې چې دوه ریاستي حل ته زیان اړوي.

خارجه وزیر اېنتني بلېنکن ویلي دي چې اوس وخت راغلی دی چې دا شخړه حل کړی شي او د اسرایل او فلسطین ترمنځه د مساوي حقونو لپاره ګامونه پورته کړی شي.

خارجه وزیر ای بي سي ټیلي ویژن ته ویلي دي چې فلسطینیان باید محسوس کړي چې دوي د امنیت او خپلواکۍ سره په یو ریاست کې ژوند کوي.

بلېنکن وویل چې صدر بایډن په دې ژمنو ټینګ دی چې د مېنځني ختیز د مسلې حل دوه ریاستونه دي خو بلېنکن وايي چې ضروري نه ده نن په دې موضوع خبری وشي.

اېنتني بلېنکن د تازه جګړې لپاره حماس تورن کړی او ویلي یې دي چې حماس ته د فلسطینیانو د بربادۍ نه زیات څه هم په لاس نه دي ورغلی.

تېره اوونۍ د مصري سفارتي چارواکو په مېنځګړتوب د یولس ورځو جګړې وروسته امریکا ویلي وو چې دوي ژمن دي چې د فلسطیني چارواکو سره په ګډه کار وکړي چې د ملګرو ملتونو او نورې نړۍ په مرسته په غزه کې د بیا ودانۍ کارونه پېل کړی شي.

ملګرو ملتونو د ډزبندۍ هر کلې کړی او د اسرایل او فلسطین ترمنځه یې د یو جامع امن غږ کړی.

ملګري ملتونه په دې نظر دي چې په دغه سیمه کې دوه جمهوري ریاستونه اسرایل او فلسطین موجود دي او دوي د یو محفوظه او منلې شوي سرحد سره د یوبل په څنګ کې ژوند کوي.

خو ځیني څېړونکي وايي چې ډزبندي به ونکړی شي چې د اوږدې مودې دا شخړه حل کړي.

د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل هم د ډزبندۍ فوري وروسته په یو بیان کې ویلي وو چې په غزه کې د انساني مرستو د پاره یې 18.6 میلینه ډالره اېښودی دي.

بیان کې ویلی شوي وو چې د جګړې له وجې د 72000 نه زیات فلسطینیان بې کوره شوي دي.

د صحت نړیوالې ادارې ویلي دي چې په غزه کې ددوي 30 د صحت د اسانتیاو مرکزونو ته زیان اوختې او په دغه جګړه کې 243 فلسطینیان مړه شوي او 8538 نور ژوبل شوي.

د فلسطین حماس ډلې ویلي وو چې په اسرایل یې تر 4000 پورې راکټونه ورخوشې کړي وو .

اسرایلي چارواکو ویلی وو چې د حماس د بریدونو په نتیجه کې د یو شپږ کلن ماشوم په شمول 12یهودیان وژلی شوي وو.

د سولې د وروستیو هڅو په لړ کې د مصر مېنځګړو د غربي غزه د پولې سفر په وخت د فلسطین د اتهارټۍ د صدر محمود عباس د مخالفه وسلوالې ډلې حماس سره لیدلي دي چې د اسرایل او حماس ترمنځه شوې د ډزبندۍ لوظنامې ته دوام ورکړي.