د امریکې د سېنټ دوه کمېټۍ به په کانګرس د حملې په اړه اورونه کوي 

په کانګرس د حمل وروسته د نېشنل ګارډز عسکر پرځای کړی شول

د امریکې د سېنټ دوه کمېټۍ به د جنورۍ په شپږمه نېټه په کانګرس شوي حملې په اړه د نهې، سه شنبې، په ورځ اورونه کوي او د کانګرس د ودانۍ د امنیت یا سکیورټي دپاره پرځای شویو انتظاماتو او په کانګرس حملې ته د قانون عملي کونکو ادارو غبرګون ته به کتنه کوي.

د قامي سلامتیه او د حکومتي چارو د کمېټو په اورونه کې ټاکل شوې ده چې د سېڼت د امنیت پخوانی مشر مایکل سټېنجر او د ایوان نمایندګان د سکیورټي پخواني مشران پال ارونګ او د کانګرس د پولیس پخوانی مشر سټېون سنډ او د واشنګټن د پولیس موقتي مشر رابرټ کونټي بیانونه ورکوي.

دا به لومړی ځل وي چې په کانګرس د حملې نه پس د خپلو دندو نه د مستعفي کېدو وروسته به سټېنجر او اروېنګ د پېښې په اړه په رسمي ډول وېنا کوي.

سېنټرې اېمي کلوبچار اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ته ویلي د سېنټ په اورونه کې به ګوري چې امنیتي ادارو څنګه په کانګرس د یرغل نه وړاندې خپل منځو کې معلومات شریکول، د پولیس د مرستې دپاره د نېشنل ګارډز ځواکونو پر ځای کېدو په اړه په خبرې کېږي او دا چې ایا د ګانګرس په امنیت د مامورو ادارو د مشرۍ جوړښت یا کمانډ سټرکچر داسې و چې په نتېجه کې یې د امنیت ناکامۍ را پېدا شوې.

سېنټرې کلوبچار وویل په کانګرس د حملې په اړه د دوامداره تحقیقاتو په لړ کې به د سېنټ دواړه کمېټۍ نورې اورونې هم کوي او پکې به د دفاع وزارت، د قامي سلامتیا وزارت او د وفاقي تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي غبرګونونو ته هم کتنه کېږي.

په کانګرس یرغل په داسې حال کې شوی و چې د کانګرس دننه د صدارتي انتخاب په رسمي ډول د منظورولو دپاره خصوصي غونډه شروع وه چې د اړي ګړي په سبب و ځنډېده. په تشدد کې لږ تر لږه پنځه کسان مړه شوي او ګڼ شمېر نور زخمیان شوي دي.

د حملې وروسته د کانګرس اېوان زېرین یا هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ مواخذه په دې الزام وکړه چې په کانګرس حمله هغه راپارولې وه. خو سېنټ هغه د دغه الزام نه بري کړو.

خپله د پخواني صدر ټرمپ دریځ و چې په کانګرس د حملې غندنه یې کړې او د تشدد حمایت نه کوي.