امریکې په ځینو چینايي وارداتو د ٦٠ ارب ډالرو پورې مالیه اعلان کړه

صدر ټرمپ او د چین صدر شي ژنگپنگ په یو ملاقات کې

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د یو صدارتي یادداشت د لارې په چینايي جوړ سامانونو د ۶۰ ارب ډالرو پورې ټیکسونه ولگول.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د یاد داشت لاس لیک کولو په وخت صدر ټرمپ وویل امریکا د چین سره د ٥٠۴ ارب ډالرو نه زیاته تجارتي خساره لري چې د تاریخ تر ټولو زیاته شمیره ده.

د ډانلډ ټرمپ انتظامیه وايي د نوو ټیکسونو لګولو مقصد په هغه تجارتي ګامونو باندې چین ته سزا ورکول دي چې پکې د امریکايي کمپنو د تحقیقې کارونو غلا کېږي. امریکا به د نوي ګام د لاندې د چین د ټیکنالوجۍ په میدان کې ځینې خاص جوړ سامانونه په هدف کوي چرته چې چین د امریکې نه زیاته ګټه ترلاسه کوي.

صدر ټرمپ دغه ګام د امریکې د تجارت نماینده رابرټ لایټ هایزر لخوا د امریکې سره د چین په ممکنه توګه د بې ایمانۍ نه ډک د تجارتي فعالیتونو د پلټنو وروستو پورته کړی.

د وایټ هاوس اعلا چارواکوتر مخه د لایټ هایزر دفتر به په ۱۵ ورځو کې دننه دچین په هدف کړی شوو مصنوعاتو فهرست خپروي او داچې په دغه فهرست به د خبرو لپاره نور ۳۰ ورځې وخت ورکړی کېږي.

د ټرمپ انتظاميي چارواکو ویلي د امریکې تجارت نماینده په خپروونکې رپورټ کې د چین ۱۳۰۰ مصنوعات په نښه کړی شوي.

لایټ هایزر د زیارت په ورځ د کانګریس غړو ته وویل دوي امکان ویني چې چین به په ځواب کې د کرکروندې لپاره جوړ امریکاي سامانونو باندې ټیکسونه لګوي.

په چیناي سامانونو د ټیکس لګولو اعلان وړاندې لایټ هایزر د زیارت په ورځ د سینټ د خزانې قایمه کمیټۍ ته ویلي د نوي ټیکسونو د هدف لاندې د هوايي جهازونو پرزې، جدید ریل ګاډي، د تیلو متبادل توانایۍ باندې چلیدونکي ګاډي او د اعلا ټیکنالوجۍ جوړ سامانونه شامل دي.

په واشنگټن کې د غوندې نه وړاندې د چین د تجارت وزارت ویلي چې چین د تجارت په اړه د یو اړخیزه گامونو مخالفت کوي او دا چې دواړه هېوادونو د ډائلاگ یا د خبرو دلارې د مسلې سود مند حل راویستلی شي.

د نړیوالې ټولنې زیاتره غړي گڼي چې که څه هم چېن په دوه زره یو کې د ډبلیو ټي او یا د هېوادونو ترمنځ د تجارت د څارنې ادارې غړیتوب اختیار کړی دی خو بیا هم چین د عالمي تجارت د بنیادي اصولو خلاف ورزي کوي.

د امریکې د تجارت یو استازي خبریالانو ته وویل داسې خاص گڼ شمیر ثبوتونه موجود دي چې پابتوي چې چین د ډبلیو ټي او د غړي په حیث خپلې ذمه وارۍ په پوره کولو کې پاتې راغلی دی.

چین سره د تجارت په برخه کې د ستونزو په اړه د امریکايي مامورینو خبریالانو ته وینا ښکاره کوي چې صدر ټرمپ به د چین خلاف قانوني لاره اختیاروي.

د دې نه وړاندې دغه رنگ قانوني تجارتي گام د پخواني صدر رانلډ ریگن په وخت کې د جاپان خلاف اخیستل شوی و او مقصد یې د چاپان د موټرو صنعت د امریکايي مصنوعاتو دپاره پرانیستل وو.

صدر ټرمپ په وار وار ویلي چې د امریکې سره په تجارت کې چین د امریکې نه پېسې راټروړي. او په دې لړ کې یې په خپل پیش رو پخواني صدر براک اوباما باندې ټکونه هم کړې دي چې د چین سره د تجارت کې د مسلو د هواري دپاره یې څه گامونه نه دي اخیستي.

دا میاشت صدر ټرمپ امریکې ته د فولادو او سلورو په وادرولو یا راوړلو مالیه زیاته کړه. د چین د تجارت وزارت ددې گام سخت مخالفت وکړو. ددې نه وړاندې د جنورۍ په میاشت کې صدر ټرمپ د شمسي توانايي سره تړلې په ځینې مصنوعاتو باندې هم مالیه زیات کړه. زیارتره دغه مصنوعات په چین کې جوړیږي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبریالانو سره خبرو کې د امریکې د تجارت استازو دا ونه ویل چې صدر ټرمپ به د چین په اړه څه قسمه نوي گامونه اخلي.

د امریکايي اقداماتو په جواب کې د چین د ممکنه گامونه په اړه یو امریکايي چارواکي وویل "مونږ د صورتحال د ممکنه سنگینۍ نه خبر یوو."

د سټاک مارکېټ څېړونکې وايي په ایشیا او د نړۍ په نورو هېوادونو کې سټاک مارکېټونه لړزیدی شي که چېرې صدر ټرمپ د چین په اړه سخت گامونه اعلان کړل.

په امریکا کې لکه د والمارټ او د اپیل غوندې د لویو کمپنو نمایندگي کونکې ډلې خبرداری کوي چې په بې دریغه ډول د چین په مصنوعاتو د ماليي زیاتولو په ترڅ کې به په امریکا کې صارفینو دپاره د گڼ شمیر شیانو بیعې زیاتې شي خو چین سره د امریکې په تجارت کې خساره به څه ډیره راښکته نشي.