امریکا پر اسرایل د ایران بریدونه غندلي، د ایران پوځ وایي خپل 90 فیصده هدفونه یې ویشتلي

اسرایل وایي ایران چې ورباندې کوم د میزایلو په وسیله پراخ بریدونه کړي دا یې مخامخ له ایرانه کړي دي چې وایي دا د شخړې شدید او خطرناک زیاتوالی دی او وایي ډېر میزایل یې د امریکا په مشرۍ اتحادي ځواکونو شنډ کړي دي.

امریکايي چارواکو ویلي دوی ته د ایران حکومت کوم خبرداری نه دی ورکړی چې ګواکې پر اسرایل باندې به دا ډول بریدونه وکړي.

پر اسرایل باندې د میزایلو تر برید وروسته د ایران پوځ ویلي، "زموږ د وسلو سیسټم خپل 90 فیصده ټاکل شوي هدفونه په نخښه کړي‌ دي"، د ایران پوځ اسرایل ته په اشارې ویلي، "دوی زموږ رحم زموږ کمزوري وګڼله".

د اې پي خبري ایجنسۍ د رپوټونو له مخې ایران اسرایل ته 180 میزایل ور ویشتلي دي چې د اسرایل د پوځ په وینا دا به نتیجې ولري.

د ایران صدر مسعود پزشکیان وایي، د خپلو جایزو حقونو په بنیاد او د ایران او سیمې د سولې او امنیت لپاره یې د اسرایلي رژیم "تېریو ته غوڅ جواب ورکړی دی. ښاغلي پزشکیان پر خپل ایکس یو پوسټ کړی چې ایسنا خبري ایجنسۍ یې هم حواله ورکړې ده، هغه لیکلي:

"دا اقدام د ایران د ګټو او خلکو د دفاع لپاره وو. نتنیاهو باید پوه شي چې ایران جګړه مار نه دی، بلکې د هر ډول ګواښ خلاف کلک ولاړ دی. دا زموږ د زور یواځې یو څرک دی. له ایران سره په شخړه کې مه لوېږئ".

د اسرایل د پوځ ویاند رېر ایډمرل ډېنیل هګاري په یوه ویډیو کې ویلي، د هېواد هوايي دفاعي یې د ځواکونو یې ډېر ورتلونکي میزایل ناکاره کړي خو وایي ځینې یې د اسرایل پر مرکزي او جنوبي سیمو لګېدلي دي:

"زموږ د دفاع او برید وړتیاوې په لوړه کچه چمتو دي. زموږ د عملیاتو پلانونه چمتو دي. موږ به د اسرایل د حکومت له لارښوونې سره سم هر چیرې، هر کله او هر څنګه چې وغواړو جواب به ورکړو".

امریکا پر اسرایل د ایران د بریدونو غندنه کړې ده او تهران ته یې خبرداری ورکړی چې د سه شنبې- نهې په ورځ پر اسرایل باندې د بېلسټیک میزایلو د برید له سختو نتیجو سره به مخامخ شي.

د امریکې د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوېن وویل، په سیمه کې د امریکې پوځي ځواکونو له اسرایلو سره د برید په ناکامه کې مرسته وکړه او وایي د بایډن انتظامیه د جواب په اړه له اسرایل سره مشوره کوي.

سولیوېن د اکتوبر پر لومړۍ نېټه ماسپښین په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، "دا د ایران له خوا د شخړې د پام وړ زیاتوالی دی، یوه مهمه پېښه ده. موږ په څرګنده ویلي چې دا برید به نتیجې ولري، شدیدې نتیجې به ولري او موږ به له اسرایل سره د دې قضیې په اړه په ګډه کار وکړو."

ښاغلي سولیوېن وویل د صدر جو بایډن اداره لا هم حالات څاري او معلومات راټولوي.

د غزې د شخړې د ختمولو لپاره د بایډن انتظامیې په مرسته له څو میاشتو راهیسې خبرې اترې روانې وې او په دې برخه کې منظمې ژمنې ډزبندۍ ته د نیزدې کېدو سبب شوې وې، خو پر اسرایل د ایران د بېلسټیک میزایلو برید په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو نخښه ده.

ایران په لبنان کې د حزب الله پر مشر حسن نصرالله او د دې ډلې پر یو شمېر مشرانو د اسرایل د هوايي او ځمکني برید په غچ کې پر اسرایل دغه جوابي برید وکړ، د ایران پوځ پر خپل ایکس د حسن نصرالله عکس ته لیکلي، "موږ ستا په درناوي کې زلزله جوړه کړه".

پېنټاګان ویلي، د امریکا د سمندري ځواکونو دوو بریدګرو بېړیو اسرایل ته د ور ویشتل شویو ایراني میزایلو د ناکاره کولو لپاره په لسګونو شنډوونکې وسیلې یا انټرسیپټر ور ویشتلي دي.

د پېنټاګان ویاند مېجر جنرل پېټریک رایډر دغه برید مهم بللی او ویلي یې دي چې امریکا له خپلې خاورې د دفاع په برخه کې د اسرایل د حق ملاتړ کوي.

رایډر وویل دا برید د ویشتل شویو بېلسټیک میزایلو شمېر ته په کتلو د هغه برید په نسبت دوه چنده لوی برید وو چې په تېره اپریل میاشت کې ایران د برید په وخت اسرایل ته ور ویشتلي وو.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مېتیو میلر ویلي، امریکا د نړۍ پر ټولو هېوادونو غږ کوي چې د ایران د برید په غندلو کې ورسره ملګري شي او دا یې "بې شرمه" او "د نه منلو وړ" بللی دی.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات د اې پي او رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.