د امریکې صدارتي انتخاب د مکملتیا په اړه تشویش تاوتریخوالی زیات کړی

د وفاقي حکومت ادارې د کال ۲۰۲۱ د جنورۍ د شپږمې نېټې واقعاتو ته په کتنه چې د ټرمپ پلویانو په کې په کانګرس یرغل کړی و او په صدارتي انتخاب کې د هغه په بېلات ناخوښ وو، مشقونه وي چې دغه ډول پېښه بیا و نه شي

د سږ کال د نومبر په میاشت کې د امریکې د صدارتي انتخاب نه مخکې د هېواد دواړه لوی سیاسي پارټۍ د ووټونو مکملتیا په اړه د تشویش اظهار کوي او توجو يې د ووټرانو نوم لېکنې یا رېجسټرېشن، د ووټو ورکولو مرحلې، د ووټونو شمارلو، د ووټونو نتيجې د تصدیق کېدو او په مناسب ډول هغه مسلې حل کولو ته ده چې په دې عمل کې راپورته کېږي.

د ډېموکرېټېک پارټۍ غړي د ريپبلېکن پارټۍ په غړو الزام لګوي چې پولنګ سټېشنو ته لاس رسی محدودوي او د ووټونو نتيجې په رسمي ډول د تصدیق کېدو په لاره کې د خنډانو پېدا کولو سازش کوي. ريپبلېکنز شک کوي چې د ډېموکرېټېک پارټۍ فعالان د ډاک دلارې ورکړی شویو ووټونو کې مداخلت کوي، د ووټونو مشينانو کې لاسوهنه کوي او نااهله کسان د ووټرانو په فهرست کې ساتي.

د ريپبلېکن پارټي صدارتي امیدوار پخواني صدر ډانلډ ټرمپ دی. هغه د دې الزاماتو سره مخامخ دی چې د کال ۲۰۲۰ د صدارتي انتخاب نتیجه او خپل بېلات يې په ګټه د بدلولو کوښښ کولو. هغه تر اوسه ټینګار کوي چې هغه دغه انتخاب نه و بېللی او په ووټونو کې د هغه په قول درغلي شوې ده.

د ډېموکرېټېک پارټۍ صدارتي امیدواره او نایب صدره کاملا هېرېس الزام لګوي چې ټرمپ په انتخاباتو د خلکو اعتماد کموي. هېرېس لوظ کوي چې د امریکې د بنیادي اصولو پاسداري به کوي چې په کې په قانون عمل کول، ازاد او منصفانه انتخابات او د اقتدار پرامنه انتقال شامل دي.

د وفاقي حکومت ادارې د کال ۲۰۲۱ د جنورۍ د شپږمې نېټې واقعاتو ته په کتنه چې د ټرمپ پلویانو په کې په کانګرس یرغل کړی و او په صدارتي انتخاب کې د هغه په بېلات ناخوښ وو، مشقونه وي چې دغه ډول پېښه بیا و نه شي.

په تازه مشقونو کې د اېف بي ايي، د دفاع وزارت، افس اف دي ډرېکټر اف نېشنل انټېلېجنس، نېشنل سېکیورټي اېجنسي، او د یو اېس سایبر کمانډ او د ډاک د محکمې د تحقیقکارانو په شان د وفاقي حکومت ادارو او د ریاستونو او د انتخاباتو چارواکو شرکت وکړو.

ایا دا تیارۍ به د انتخاب مکملتیا مضبوطه کړې؟

هم دا د شرکتدارانو امید دی چې په کې ۱۰۴ کاله زوړ تنظیم لیګ اف وېمن ووټرز هم شامل دی.

د تنظیم مشر سلینا سټورټ وي او ای ته وویل کتل به وي چې څه کېږي؟ د انتخاب نتیجه څه راوځي؟ خلک د دې په اړه څه فکر کوي، ایا احتجاجونه کېږي او که نا؟ ایا په احتجاجونو کې تشدد کېږي او که نا؟ هغې زیاته کړه نه غواړي چې احتجاجونه په تشدد کې بدل شي.

د الېکشن اسېسټنس کمېشن نومې حکومتي ادارې چې په انتخاباتو کې مرستې دپاره په ۲۰۲۰ کې جوړ شوی، مشر بېن هوی لېنډ وايي سږ کال تراوسه پورې دې نظام کار کړی دی.

الېکشن اسېسټنس کمېشن او فېډرل الېکشن کمېشن یوازنۍ حکومتي محکمې دي په انتخاباتو او په انتخابي مهمونو کار کوي. د انصاف وزارت د انتخاباتو په اړه ځینې قوانین نافذ کوي. د دې نه علاوه ووټونو سره تړلې زیاتره چارې په انفرادي توګه د ریاستونو او د امریکې د حکومت په واک اختیار کې د نورو علاقو ذمه واري ده.

ریاستونه او نورې علاقې د ووټرانو د نوم لېکنې یا رېجسټرېشن، د ووټونو د نتیجو د رسمي تصدیق او ووټونو د شمارلو ذمه وارۍ په غاړه لري.

هوی لېنډ وویل د انتخاباتو مکملتیا یقیني کولو دپاره د نورو پېسو ضرورت دی.

په ټول ملک کې چارواکي امید کوي چې سږ کال صدارتي انتخاب به د څلور کاله برعکس پرامنه وي.