د امریکايي انتخابانو د ځنډ ښکار نتیجو خلک په انتظار ستړي کړي خو ‌‌‌‌‌‌چا زغم بايللی نه دی

په امريکا کې په دریم نومبر د صدارتي انتخابانو د ځنډ ښکار نتیجو خلک په انتظار ستړي کړي خو ‌‌‌‌‌‌د ډیلاوير په ویلینګټن ښارګوټي کې د نتیجو په تمه ناست خبریالان وايي ښکاري امریکانو لا تر اوسه زغم نه دی بايللی.

د وېلېنګټن په ښار کې د ډیموکریټس د کاندید اوپخواني نایب صدر جو بایډن د انتخابي زغل مرکزي دفتر دی، تمه ده هم دلته به ښاغلی بایډن د نتیجو نه ورستو وینا وکړي. د وي او ‌‌‌‌‌‌ډيوه خبريالان به وايټ هاوس نه هم کتونکو او اورېدونکو ته د صدر ټرمپ د کمپاېن لخوا معلومات ورکوي.

په وېلېنګټن ښار کې د امریکا نه پرته د نړۍ د نورو هیوادونو نه هم خبریالان رارسیدلي دي.

په ویلنګټن کې د یو شمیر خبریالانو سره په خبرو کې ما محسوسه کړه دويي د خبریالانو په توګه د خپلو کارونو تر څنګ د یو امریکايي وګړي په توګه ددې نتیحو ځنډ تر څه حده فکر مند کړي.

Delaware Wilmington2

زما سره په جوخت بووت (خیمه) کې خپلې کیمرې ته مخامخ ولاړ خبریال چې د دمې لپاره د بووت نه بهر اووتلو نو ما ترې تپوس وکړو، د نتیجو ځنډ ته څنګه ګورې؟

په دې خبر کې د خپل نوم نه ښکاره کولو په خواست یې ماته وویل، ځنډ ته فکر منده دی خو دا نه څه نا اشنا خبره ده او نه څه غیرقانونه.

تیره ورځ د سپیکټرم ټي وي یوه ښځینه خبریاله چې د بایډن کیمپ ته د ننوتلو په وخت ما سره یو ځای شوه راته وویل نتیجې ایساریدل یې فکر مندي نه ده البته که د تمامو نتیجو ورستو که کوم کاندید ددې د منلو نه انکار وکړو نو دا به د امریکا په تاریخ کې یوه لویه سیاسي ناشوني موقع وي.

د امریکا د انتخاباتو تاریخ دی چې د نتیجو نه ورستو ګټونکی او بایلونکی کاندید ویناګانې کوي.

تمه ده د نومبر په شپږمه ماښام ناوخته به د ډیموکریټ ګوند کاندید او پخوانی نایب صدر جو بایډن هم وينا وکړي.

تېره ورځ هم په دې ښار کې هغه خبریالانو ته ويلي وو هیله مند دی چې دی به دا انتخابات وګټي، خو ددې هیله مندۍ سره هغه دا هم وویل که نتیجه څه هم وه دی به یې قبلوي.

د هغه په خیال تر څو ټول ووټونه نه وي شمارل شوي، امریکایان باید د زغم نه کار واخلي.‌

ښاغلي بایډن د انتخاباتو په نتیجو کې د ځنډ په حقله وویل که څه هم دا د امریکاي جمهوري نظام یو ستړی کونکی کار دی، خو دې ستړتيا تل ښه نتیجې ورکړي دي.

د امریکايي څیړونکو په خیال د کال ۲۰۲۰ د انتخاباتو په نتیجو کې د ځنډ غټ علت دا دی چې د میلینونو په شمیره کې امریکایانو خپل ووټونه د ډاکخانو د لارو لېږلي او نزدې په شپږو ریاستونو کې دا وخت د هغې د شمارلو مرحله روانه ده.

بل لوري ته د ريپبلیکنز ګوند کاندید او وسني صدر ډانلډ ټرمپ په نتیحو کې ځنډ ته د شک په سترګه ګوري.

زه د انتخابانو په وړومبۍ او دویمه ورځ په وايټ هاوس کې موجود وومه، په ویلنګټن کې موجودو ځیني خبریالانو کې ما محسوس کړې بې قراري په وایټ هاوس کې نه وه لېدلې. علت یې شاید دا ؤ چې د دومره ځنډ تمه چا نه کوله.

صدر ټرمپ د څلورم نومبر په سهار درې بجې او بیا تیره ورځ مازیګر په دې لړ کې د وایټ هاوس نه خبرې وکړي.

Delaware Wilmington

صدر ټرمپ په خپلو خبرو کې د ډاک د لارې په ووټونو ورکولو نیوکي وکړي. هغه وویل په دې نظام کې د درغلیو ښکاره ګنجایش دی.

د ښاغلي ټرمپ په خیال د دریم نومبر په ماسختون هغه لیدل چې ووټونه ګټي خو ورستو د ډاکخانې د ووټونو شمار شورو شو او نتېجې هم بدلیدل شورو شول.

صدرټرمپ واي ددې نتیجو په ضد به عدالت ته ځي. صدر ټرمپ فکر کوي د هغه په ضد بوګس ووټونه شمارل روان دي.

د ډیموکریټس ګوند د مشرانو پرته خپله د صدر ټرمپ د ګوند ځیني غړي هم وايي په انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه د امریکا د جمهوري نظام لپاره زیانمد دي.

د یو خبریال په توګه په دواړو مرکزونو وایټ هاوس او ویلنګټن مرکز کې زما په تجربه کې دا راغلل چې که څه هم دا وخت امریکایان د یو سیاسي تقسیم د تاریخ سره مخ دي خو د سلونو کلونو جمهوري نظام په یو مزي کې یو ځای ودورلي دي.