امریکا په ایران کې د افغان کډوالو پر وژنه خواشیني څرګنده کړې او د پلټنو غوښتنه یې کړې

ملګرو ملتونو، امریکایي سفارتکارانو، افغان فعالانو او ګڼ شمېر عامو خلکو د پاکستان پولې ته څېرمه د ایران په سرحدي سیمه سراوان کې د لسګونو افغان کډوالو د مرګ ژوبلې په اړه د پلټو غوښتنه کړې خو تر اوسه نه دا پېښه ایران تایید کړې او نه د طالبانو حکومت پرې کره معلومات خپاره کړي دي.

په افغانستان کې د افغانو ښځینه فعالانو یوې ډلې او په واشنګټن ډي سي کې افغان فعالانو د دې پېښې خلاف احتجاجونه کړي او دا یې یو د افسوس وړ جرم بللی دی.

د طالبانو د ریاست الوزراء یا وزیراعظم دفتر تر اوسه دا پېښه تایید کړې نه ده خو وایي په دې اړه یې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر په مشرۍ د ملي دفاع، بهرنیو چارو او سرحداتو وزارتونو او د استخباراتو مرکزي ادارې د استازو په ګدون پلاوي ته دنده سپارلې چي د موضوع کره او هراړخیزه پلټنه وکړي. د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر ایکس لیکلي:

"[دغه پلاوی به] په دې برخه کې د ریاست الوزراء مقام ته راپور وړاندې او د وروسته اقداماتو په اړه لازم هدایت تر لاسه کړي، یاد پلاوی د اکتوبر پر 16مه، وړمه شپه او پرون مسلسل کار کړی او کوښښ کوي ژر تر ژره د موضوع حقیقت معلوم او هیوادوالو ته موضوع روښانه کړي".

د برتانیې ټیلیګراف ورځپاڼې د اکتوبر پر 17مه ویلي وو، ګڼ شمېر سرچینو خبر ورکړی، چې د ایران سرحدي ځواکونو د یکشنبې- اتوار په شپه پر شاوخوا 300 هغو افغان کډوالو برید وکړ، چې غوښتل یې ایران ته ولاړ شي.

د ایران په سیستان او بلوچستان سیمه کې د بشري حقونو د سرغړونو څارونکې یوې ډلې «حال وش» پر خپل ایکس لیکلي وو چې کله دغه افغانان ایران ته ور واوښتل ایران سرحدي ساتونکو ورباندې مخامخ ډزې وکړې او په لسګونو کسان یې و وژل.

«حال وش» د تر لاسه کړو عکسونو له مخې ویلي وو، د اسلامي جمهوریت د پوځي ځواکونو له ډزو ژوندي پاته کسانو ورته وویل، "د افغان کډوالو شمېر شاوخوا 300 وو، چې یواځې له 60 تر 70 پورې ژوندي پاته شوي او نور ټول وژل شوي یا هم سخت ټپیان شوي دي".

د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړې استازې رینا امیري د ایران له سراوان سیمې سره د دغو افغانانو د وژلو یا ټپي کېدو د دعوې په اړه د شفافو تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

رینا امیري د اکتوبر په 17مه پر خپله رسمي ایکس‌ پاڼه لیکلي دي، هغه کسان چې له سخت جبره نورو هېوادونو ته تښتي، باید له هغوی سره په درناوي او انسانیت چلند وشي، نه په تشدد او سپکاوي:

"د سروان په سرحدي سیمه کې د افغانانو پر ټپي کېدو او وژل کېدو زیاته خواشینې شوم. باید یوه بشپړه او شفافه پلټنه او احتساب یې وشي".

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر «یوناما» هم د پنجشنبې- زیارت په ورځ د دغې پیښې په اړه د بشپړو او شفافو څېړنو غوښتنه کړې وه او ټولو اړخونو ته یې یادونه کړې وه چې د کډوالو او پناه غوښتونکو حقونه د نړیوالو قوانینو له مخې خوندي کړي:

"یوناما د اکتوبر له 14 څخه تر 15 نېټې پورې د ایران د سیستان ولایت، سرباز ولسوالۍ، د کلا ګان په سرحدي سیمه کې د یوې پیښې په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګندوي چې د ادعاوو له مخې د افغان مهاجرینو پر یوې لویې ډلې ډزې شوي چې په پایله کې یې افغان مهاجرینو ته مرګ ژوبله اوښتې".

د افغانستان لپاره د امریکې مخکیني استازي زلمي خلیلزاد هم دې پېښې ته غبرګون څرګند کړی او پر خپل ایکس یې لیکلي، تر هر ډول پرېکړې مخکې باید د "مستند تحقیق" نتیجو ته انتظار وشي:

"که چېرې رپوټونه ریښتیا وي، نو دا به بوږنوونکې پېښه وي او نتیجو ته به اړتیا ولري. اوس خو ایران دا ردوي چې ګواکې دا پیښه شوې ده".

«د افغانستان د ښځو د ازادۍ کړکۍ» په نوم د افغانو ښځینه فعالانو یوې ډلې پر خپل فېسبوک او ایکس پاڼه یوه ویډیوه خپره کړې چې پکې ښځو په لاسونو کې په ایران کې د ممکنه وژل شویو او ټپي شویو کسانو عکسونه نیولي او شعارونه ورکوي چې "قتل او تشدد بند کړئ، انسانیت وژغورئ".

د جمعې په ورځ په واشنګټن ډي سي کې هم یو شمېر افغانانو د ایران د ګټو د خویدیتوب د ودانۍ مخې ته احتجاج کړی او د ایراني سرحدي ځواکونو له خوا د افغان کډوالو د ممکنه مرګ ژوبلې غندنه یې کړې ده.

احتجاج کوونکو غوښتنه کړې چې د دې پېښې خپلواکه او بشپړه پلټنه دې وشي، له ذمه وارو کسانو سره دې یې د نړیوالو قوانینو له مخې حساب وشي او په ایران کې دې د افغان کډوالو د "منظمې ځورونې" لړۍ پای ته ورسېږي.

په کابل کې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د اکتوبر پر 16مه ویلي وو، د ایراني ځواکونو په ډزو د لسګونو افغانانو د وژل کېدلو خبرونه ناسم دي، خو ویلي یې وو له ناقانونه کډوالو سره قانوني چلند د هېوادونو جایز حق دی.